کور / خبرتیا او پيغامونه / د ارواښاد دکتور ناکامورا او د هغه د ملګرو پر وژنه د ودان افغانستان ګوند ویر و پیغام

د ارواښاد دکتور ناکامورا او د هغه د ملګرو پر وژنه د ودان افغانستان ګوند ویر و پیغام

د ارواښاد دکتور ناکامورا او د هغه د ملګرو پر وژنه د ودان افغانستان ګوند ویر و پیغام

ودان افغانستان ګوند د یوه انسانپال، پرمختګپال، موډرنیست مدني- سیاسي بنسټ په حیث، د افغان انسان او افغانستان خدمتګار، د کار او بشرپالنې له ارزښتونو سره روږدي خواریکښ انسان (دکتور تیڅو ناکامورا) او ورسره ملګرو پر وژنه خواشینی او خښمېدلی دی.
ګوند، چې په افغانستان کې تر هر بل حُکمي و حقیقي شخصیت زیات د ملي ـ اقتصادي سرچینو
ـپه تېره بیا روانو خوږو اوبوـ پر اقتصادي اهمیت او کارونه ټينګار کوي، ښه پوهیږي، چې ارواښاد ناکامورا د کوم سیاسي هدف لپاره وژل شوی دی.
دغه جنایت او ناانساني کړنه د یوې بېلګه یي نښې په توګه د افغانستان د ټولې اوږدې او پېچلې جګړې اصلي ماهیت راسپړي او هدف یې راپېژني.
د ګوند له لیدلوري د ناکامورا وژنه څرګند پیغام لري، چې که موږ ویښ نه شو او د خپلو شتمنیو او خدای راکړیو سرچینو د راخپلولو، پروسس او ګټنې لپاره اقدام و نه کړو، زبون دوښمن همداسې وړاندې راڅکیږي او بله ورځ به په کورکې راته د ویش پر ټغر ناست وي.
ناکامورا ځکه ووژل شو، چې د کونړ له اوبو یې وچې دښتې خړوبولې او د افغان بزګرو لپاره یې زمکه کروړ ( قابل زرع) کوله، ناکامورا ځکه ووژل شو، چې په افغانستان کې يې ونې وبوټي کېنول، چاپېریال یې زرغوناوه، د مالټو او نورو مثمرو ونو په روزلو یې د افغانانو لپاره ډوډۍ بودوله.
ودان افغانستان ګوند په خپل سیاسي – اقتصادي دوکترین کې پر هغه څه ټینګار کوي، چې دوښمن ترې ویریږي. ناکامورا هم په همدې پوهېده، ځکه خو یې د کابل یا بل ښار د لوکسو سړکونو په فیشني دفترونو کې نه وو اړولي، بلکې په کامه، کوز کونړ، ګمبیري او ښیوه کې سرګردانه و، چې د افغانانو پر دسترخوان سابه او په منګیو کې د څښلو اوبه ور پیدا کړي.
د ګوند مشرانو غړیو له ناکامورا سره، د یوه خواخوږي دوست په توګه، له نږدې کتلي ول، د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو په اړه یې پوښتلی و، هغه ور ته ویلي وو:
((دا وطن هرڅه لري، خپلو خلکو او ان سیمې ته هم روزي ور کولای شي…))
ناکامورا له افغانستان څخه همدغه درک او پېژاند د مرګ تر کومي ورساوه.
د افغان او افغانستان دغه وفادار دوست خو ولاړ، مګر ځوان افغان پښت ته یې یو پیغام پرېښود:
ویښ شئ! ځان روښانه کړئ! او له خپلو سرچینو څخه په ګټنې د خپلې ټولنې د وګړیو د انساني ژوند په شرایطو کې بدلون راولئ!
د ناکامورا عملي بریاوې د ودان افغانستان ګوند د تیورۍ د پلي کولو مصداق دی. موږ به خپل دغه فکري دوست هیڅکله هېر نه کړو.
د ګوند پرګماتیکه موخه دا ده، چې زرګونه هېوادوال د ناکامورا په فکر، روحیه، اراده او عمل وروزي او بالاخره د همدوی په مټ د پېړیو پېړیو د استبداد میراث (محرومیت، ولږه، وزګاري، تحجر او شاتګپالنه) له ریښو راوباسي.
موږ د خپل دغه بشرپال او انساندوست فکري ملګري پر پلونو د ګام اېښودلو ټینګه اراده لرو.
د افغانانو د ښه دوست اروا دې په ښکلا، سوله او هوساینه کې نغښتې وي.

ودان افغانستان ګوند
مرکزي کومېټه
۱۴ قوس ۱۳۹۸
کابل- افغانستان