کور / نوميالي / ناکامورا چا وواژه؟

ناکامورا چا وواژه؟

(له فلسفي نه د محصل پوښتنه)
ــــــ

لیکنه: نورالله غازي

د محصل زړه تنګ و، په لومړي ځل یې اوبو، ونو، کاڼو او بوټو ته د زړه په سترګو وکتل، لکه هغوی چې ټول په یوه خوله، د یوه انسان نوم اخلي: #ناکامورا_ناکامورا!!!!…..

زړه یې ډک و، غوښتل یې داسې ځای ته لاړ شي چې په زوره زوره وژاړي او خپل ډک زړه تش کړي.

د بوډا فلسفي جونګړې ته یې پام شو، سیده د هغه پر لور ورروان شو، پر بوډا یې سلام واچاوه، هغه له تفکره راووت، محصل یې په خوا کې خواشینی کيناست او موبايل یې په لاس کې لوباوه.

فلسفي ځیر ورته وکتل:

ـ ځوانه څنګه خواشینی یې؟

محصل په خواشیني غږ ورته وویل:

ـ نن یو ډېر زبریست انسان چا وژلی دی، داسې انسان چې له مسیحایي لاسونو یې زموږ رنځور وطن ته خېر رسیده.

فلسفي په خواشینۍ وویل:

ـ د کوم ځای و؟

ـ د جاپان!

فلسفي سر وخوځاوه او بیا یې اوږد اسویلی وویست، نور خاموش شو.

له لږ ځنډ وروسته ځوان ورته وویل:

ـ نو ته څه وایې دا به چا وژلی وي؟؟

فلسفي بې له څنډه وویل:

ـ موږ

محصل وویل:

ـ نه، موږ څنګه واژه، ته فیسبوک وګوره، ټول افغانان پرې خواشيني دي.

 بوډا د ځوان له لاسه موبايل واخیست، پر سکرین یې لړزانده ګوتې تېرې کړې. موبايل روښان شو، ځوان د فیسبوک پر نښه ګوته ټینګه کړه. پر فیسبوک ګڼو کسانو د ناګامورا عکس خپور کړی و. بوډا عینکې سترګو ته کړې، د یو کس لیکنه یې تر نظر تیره کړه، کمینټونه یې وکتل، یو کمینټ ته ځیر شو، ځوان ته یې موبايل وروړاندې کړ:

ـ دا یې څه لیکلي؟

ـ لیکلي یې دي چې ناکامورا مسلمان و که کافر؟

بوډا موبایل ځوان ته ورکړ او شاته یې تکیه وکړه، ورو یې داسې غږیدا پیل کړه، لکه هوا ته چې غږېږي:

ـ دا کس یو نه دی، پلویان لري، همفکره ملګري لري، ده خو خپل فکر څرګند کړ، ډېر همداسې کسان ګرځي چې سر یې له همداسې زهري مارانو ډک دی….

ځوان په موبايل کې لګيا شو، د هغه کس پروفایل ته ورغی، د هغه لیکنو ډېر لایکونه او کمینټونه اخیستي وو، نور پسې وګرځید، همدې ته ورته نور کسان یې هم وموندل.

فلسفي ناڅاپه مخ ورته راواړوه:

ـ تر څو چې دلته سرونه د پاړوګرو په واک کې وي، نو په خوږه نغمه به هم ترې ماران سرونه راپورته کوي.

دلته د ناکامورا غوندې کسان هله ډېر ژوند کولی شي چې ترې راټول خلک مکمل انسانان وي او له یو بل سره یې زړونه د انسانیت پر مزي تړل شوي وي.