کور / راپور / شمالي وزيرستان کي جګړه سوې، ګڼ پاکستاني عسکر هلاک سوي

شمالي وزيرستان کي جګړه سوې، ګڼ پاکستاني عسکر هلاک سوي

په شمالي وزيرستان کي د وسلوالو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته سوې چي پکي پنځه پاکستاني عسکر هلاک سوي او څلور نور ژوبل دي.

په دغه پېښه کي  دوه وسلوال هم وژل سوي دي.

دا پېښه د شمالي وزيرستان په بويه تحصيل کي رامنځ ته سوې ده.

راپورونه وايي، چي په دې نښته کي د پاکستاني عسکرو ځيني نظامي وسايل هم له منځه تللي دي، خو په پېښه کي وسلوالو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

دا په تېرو څو ورځو کي څووم بريد دی چي پر پاکستاني پوځيانو کېږي او دغه پوځيانو ته يې ګڼه مرګژوبله اړولې ده.