کور / راپور / وزيرستان کي د ترهګر پوځ پرضد لاريونونه روان دي

وزيرستان کي د ترهګر پوځ پرضد لاريونونه روان دي

له څو ورځو راهيسي په وزيرستان کي د ناامنيو، ماينونو او د خلګو د لادرکه کولو پرضد پراخ لاريونونه پيل سوي دي.

په شمالي او جنوبي وزيرستان کي اولسي وګړي د پاکستاني رياست د کړنو خلاف را پورته سوي او په سیمه کي د ترهګري استخباراتي ادارو د کړنو غندنه کوي.

وروسته له هغه چي پاکستاني پوځ په  ۲۰۱۴ کال په وزيرستان کي عمليات پيل کړل، په زرګونو پښتانه يې ووژل او لسګونو زره نور يې لادرکه کړل.

ددې ترڅنګ پاکستاني ترهګر پوځ په قبايلي سيمو کي ماينونه ايښي او هره ورځ پکي د يوې پښتنې کورنۍ غړۍ خپل ژوند بايلي او يا ژوبل کېږي.

د وزيرستان تازه لاريونونه وروسته له هغه پيل سول، چي پاکستاني ترهګر پوځ يو ځوان رضاء الله ونيوی او په تشدد سره يې ووژی.

ولسونه دا مهال د حکومت د روانو کړنو پرضد راټول سوي او رضاء الله ته د انصاف ورکولو ترڅنګ دا هم وايي، چي نور دي پوځ له سيمي ووځي، ځکه ټوله بدامني هم د پوځ له لاسه خپره سوې ده.