دشهيد سردار محمد داؤد دواکمنۍ  په هکله زما يادونه

Aziz Rahman Hazim | دسمبر 5th, 2019


پوهندوی عبدالرؤف خپلواک

دکابل پوهنتون پخوانی استاد

دليكوال فكري لورى:

–  رښتينی هېوادپال  هغه افغان دی چې بې نومه بې نښانه او د لوږي مړينه ومني  خو د کوم بل هېواد اجنټ او مزدور نه شي.

ـ   ترټولو ښه انسان هغه څوك دی چې نورو انسانانو ته زيات خير ورسوى، خو ترټولو بريالی انسان هغه څوک دی چې تر بل چا زياته حوصله، صبر، تحمل، تواضع او لورونه ولري، کينه اوکرکه هېره کړي، نوروخلکوته  درناوی او بخښنه يې عادت وي .

ـ  تر ټولو ښه مسلمان هغه څوك دی چې اسلام ته ډېر معتقد او رښتينى  مينه وال پيد ا كړي.

ـ تر ټولو ښه هېوادپال هغه څوك دی چې خپل هېواد ته  ډېر دوستان  پيدا كړى.

ـ  تر ټولو د خپلې ژبې ښه خدمتګار هغه څوك دي چې خپلې ژبې ته ډېر ويونكى او لوستونكى  پيدا كړي،

ـ  رښتيني  خپلواك او آزاد انسان  هغه څوك دی چې د نافذ قانون غلام وي، ځكه چې په قانون منلو كې د ټولنې آزادي او په آنارشي كې د ټولني تباهي ده ،خودی بايدهره شيبه دخلګو په ګټه د سياست او قانون دبدلون او ريفورم هڅې خپله دنده وبولي.

   ۱

زه په ۱۳۳۴ کال کې دخوست دمرکز دلومړني ښوونځي څخه فارغ او په ۱۳۳۵ کال کې د کابل دابن سينا منځيني ښوونځي ته شامل او بيانو په ۱۳۳۷کال کې  ددغه ښوونځي څخه فارغ او د رحمان بابا لېسې ته شامل او په ۱۳۴۰ کال کې ددغه لېسې څخه هم فارغ اوورپسې  په ۱۳۴۱ کال کې  دهغه وخت د صدر اعظم محمد داؤد او دپوهنې او روزنې وزير علي احمد پوپل  په لورونه  او پيرزوينه د المان فدرالي جمهوريت ته د لوړو زده کړو لپاره ولېږل شوم.

ما تر دغه وخت پورې دسياست سره دکتابونو يا خو ورځپاڼو له لارې کومه پېژندګلوي نه درلودله او يوازې د  دمارشال شاوليخان د يادداشت های من کتاب  مې لوستلی وه او تردغه وخته پورې په افغانستان کې  سياسي ګوندونه هم لا  نه و جوړ شوي.

زما دهغه وخت  ټوله سياسي پوهه دپښتونستان ترانه، دپښتونستان خپرونه ،د قبايلودرياست ځېنې خپرونې، دپښتونستان دمشرانو لکه خان عبدالغفار خان، اجمل خټک، خان عبدالوليخان، غني خان ،خان عبدالصمد خان ، خان محمد ايوب خان او داسې نورو دنومونو سره پېژندګلوي وه او بس .دهېواد په ننه سياست کې هم زما ټول معلومات دومره وه چې محمد داؤد خان د پنځه کلنو پلانونواو د رحمان بابا او خوشال خان لېسو رامينځته کوونکی وه.

کله چې المان ته راغلم نو دژبې دزده کړې په بهير او دتحصيل دپيل سره اوږه په اوږه په نړۍ کې دسياسي نظريو او سياسي ډلو پېژندنه او پر هغوی بحثونه روان شول  اوخبره خو ان  تر دې ورسيدله چې په ۱۹۶۴کال کې  ما، رحمت ربي ځيرکيار، نوراحمدميرازي، پياوګل صديقي، خزانګل تڼي  او يوه يا دوو نورو کسانو په اروپا کې د لومړي  ځل لپاره دفرانکفورت په پوهنتون کې د لومړۍ افغاني محصلينو د ټولنې  پر اساسنامه او تاسيس  کار وکړ. همدارنګه  زه په ۱۹۶۵ کال کې د فرانکفورت دپوهنتون د بشردوستانو دټولنې د مؤسسانو په ډله کې  دهغې ټولنې د لومړني منشي  په توګه غوره شوم.

کله چې زه په ۱۹۶۷ کال کې ديو څه څېړنو لپاره خپل هېواد ته ولاړم اوددغو څېړنو وروسته د هغه وخت دپوهنې وزير ډاکتر اکرم خان  المان ته زما د بيرته تګ مخالفت وکړ،دا ځکه چې  زه په المان کې  دده دکلتوري رياست پر مهال دده دفکر او تګلوري مخالف وم ، نو زه  د ټاکلي وخت څخه  زيات  پاتې شوم.

۲

 کله چې زه په خپل هېواد کې  دخپلې دريو مياشتو رخصتۍ څخه زيات پاتې کيدو ته اړ شوم، نو په دغه وخت کې هلته  د نويو راپيدا شويو سياسي ګوندونو ، ددوی دځېنو مشرانو  او په دې ترځ کې وياړم چې د شهيد محمد داؤد خان د شخصيت ، اخلاقو او هېواد پالنې سره هم په مخامخ ليدنو کتنو کې اشنا شوم.

ما ته  په دغه وخت کې تر ټولو مهمه کتنه د اروا ښاد شهيد محمد داؤد خان سره اماني لېسې ته مخامخ دده په کور کې وه او په دغه وخت کې نوموړی ارواښاد بېکاره وه . زه يوه ورځ دنوموړي ارواښادکورته ورغلم اوهلته  په دروازه کې مې دبازمحمد منګل په نوم يوه سړي ته ځان د عبدالرؤف تڼيوال په نامه ور وپېژندلواو ورڅخه مې  د محمد داؤد خان سره د کتنې غوښتنه وکړه.

نوموړی زما خبره داؤد خان ته ورسوله چې دلته يو تن محصل چې دالمان څخه راغلی دی او تڼيوال نوميږي غواړي چې ستاسو سره وويني.وروسته له هغې نو بازمحمد  منګل  زه  دده دکور سالون ته وروستلم . په سالون کې ما څو شيبې انتظارهم لا نه وه باسلی   چې پخپله داؤد خان هم د پورتني پوړ څخه راښکته شو. بيا  نودنوموړي دمينې ډکې  ستړی مشې وروسته دوه په دوه په سالون کې سره څنګ په څنګ کښېناسلو او خبرې مو سره پيل کړې.

نو له 
ستړى مشې  او يو څه تشريفاتي خبرو وروسته ما ځان ورته په يو څه تفصيل سره معرفى كړاو ورته مې وويل   چې نوم مې عبدالرؤ ف ، په قام  د خوست تڼى او په ۱۳۴۱ كال كې ستا سو او د  ډاكتر پوپل د

پروګرام په چوكاټ كې فدرال آلمان ته لېږل شوى   او  اوس هلته د ټولنپوهنې، پوهنې او روزنې ا  ومعاصر تاريخ په څا نګو كې درس لولم.ددې تر څنګه له سياست هم سره مينه لرم. 
ارواښاد چې زما خبرې اوريدلې نو تندى يې وار په وار ورين كيدلو. او خوښى يې له ورايه برېښيدله. هغه به په تكرار سره ويل: “ ښه، د خوست تڼى، او س په آلمان كې محصل او دومره هوښيا  ر  او داسې نور”.

كله چې د پېژندګلوى خبرې پايى ته ورسيدلې نو ده راته وويل:
”  ګوره، ما ډېر کالونه په دولت كې كار كړي دى او وروستۍ دنده مې صدر اعظمي وه.   تر زياته حده راته د دولت او سياست  چارې جوتې دي.  زه د ټول هېواد خلك  پېژنم.  تاسې ، دا پوه پښتانه ځوانان د افغانستان د آبادۍ  اود خپلواكۍ  ساتلوستره دنده او دخپل هېواد په مقابل کې تر ډېر  زيات   مسؤ ليت په غاړه لرى   ځكه چې  ستاسو برخليك    ددې هېواد  د  آبادۍ، سوكالۍ او خپلواكۍ  د څرنګوالي سره تړلى دى.   دا خبره ځكه كوم چې ماته د خپلې واكمنۍ په وخت كې معلومه شوه چې زمونږد هېواد   د ننه ډېر شمېر داسې  روښانفكران شته چې له پرديو  هېوادو سره تړاو لري او  د پرديو   د ګټو  لپاره  كاركوي. “

 
په دغه وخت كې شهيد داؤد خان زما  تندي   ته پام شو چې تريو شوځکه چې زه دده ددې خبرې سره ورته موافق ونه برېښيدم.نو يې  راته ګوته ونيوله او ويې ويل : „ تا ته وايم. ته به اوس فكر كوې چې دا سړى څومره مرتجع سړى دى.  زه داسې وايم ،داتاسې غوندې روڼ اندي  به يې ګټي ، د هېواد ټول درانه بارونه، وظايف او  مسؤليتونه به داستاسو په غاړه وي ، خو څه چې ګټي، هغه به  له ټولونوروهېوادوا لو  سره برابر   وېشي.

۳

 زما د وينا مقصد دا نه دی چې ګوندې زه دافغانانو تر مينځ توپير کوم خو زه په دې باور يم چې ستاسې په شان  پښتنو پرته بل  هر  چا ته  د هېواد  د بر خليك سپارل  هېواد ته لوی خطردځان سره لرلی شي.   نو دا تاسې غوندې پښتانه ځوانان بايد ټينګه ملا وتړي  او دا هېوادداقتصادي پلوه  ودان ، سوكاله او خپلواك كړى. „

دده  له خبرو وروسته  ما ورته په آلمان كې د محصلينو او خصوصا افغاني محصلينو په روحيه، 
كړو وړو ، په اروپا كې دځېنو سياسي پېښو او هلته د خلكو د فكر او ژوند   د عمومي ميلا ن  په هكله يو څو خبرې وكړې.

زما خبرې لا خلاصې نه وې چې شهيد  داؤد زما په خبرو كې راودانګل او ويې ويل: 
 “  „وګو ره چې نور

هېوادونه څومره پر مختللي دي. زمونږ څخه  حتى زمونږ ټولو ګا ونډيانو
 هم   زيات پر مختګ كړى دى،  خو مونږ  په دې اوسنيو ټولو كړاوونو او بد بختيو  دا زما خاندان آخته كړي يو،  مونږ بايد ددې خاندان د  مصيبت او واكمنۍ څخه ځانونه خلاص كړو”

 
 مرحوم په دغه وخت كې ډېر احساستي شو او وروستۍ جمله چې ورڅخه  په دري وويل شوه، نو زه هم په دري ور لګيا شوم  خو زما فارسي په داؤد خان اور بل كړ  ، زما خبرې يې پرې كړې  او په قهر يې وويل:
 „“دا مونږ چې فاسد شوي يو ، دا بس ده،ته زمونږ تقليد په هېڅ شي کې مه کوه،  ته پښتون يې او پښتون پاتې شه او پښتو وايه.”


زه چپ پاتې شوم. د څو خبرو وروسته يې راته وويل   چې ته سبا ته بيا راتللى شې ؟  ما ورته هو وويل.  ده وويل ، ښه ، سبا راشه.
سبا ته چې ورغلم، نو د يوې پيالې چاى او څو خبرو  وروسته يې  وويل  چې راځه چې وګرځو. ماورته  هوكې کړل. بيا نو دده په  زاړه كېفر فولكس   واګون كې د پغمان په لوري ،  د کارته پروان  او خو شال مېنې له لارې د پغمان په دوه لاري کې سملاسي  كيڼ لاس د ميدان وردګو  خواته او بيا  د سړك ښۍ   غاړې  د چېلتن  بڼ ته   سره ولاړو. هلته مو دده بڼ په ګډه سره  وكتلو.

 خدايبخښلي داؤدخان د خپلو بڼوالو سره په ډېره مينه او درناوي خبرې كولې. د ه په هغه ورځ څو تنو پخوانيو بڼوالو ته د سړك په غاړه  مځكه  ور ووېشله.. ما ته يې هم وويل چې د يوه كور   لپاره يوه ټوټه مځكه   درته  انتخاب كړه.  او ما  ورته وويل چې زه اوس بېرته آلمان ته روان يم، كله چې بېرته راغلم نو بيا به ګورو.
 زه اصلاا  زړه نا زړه وم. ما فكر وكړ چې ګوندې ما به ازمايې . او بله داچې ما  د عاشقان عارفان  د غره په لمن كې يوه كوچنۍ ټوټه ځمكه آخستي وه  او دوه كو ټې مې هم په كې 
جوړې كړې وې   ، او په خيرخانه مېنه كې مې هم يوه نمره ځمكه له ښاروالۍ څخه  آخستي وه. او هغه سيمه مې ځکه خوښه وه چې په ښار کې دننه پرته وه.


له اروا ښاد محمد داؤد سره خبرو اترو  ، د هغه په هېواد مينتوب ، د هغه په كور كې ساده ژوند، د هغه مستعمل فولكس واګون، د هېواد په خاطر له خپلې كورنۍ څخه دده تېريدل، د هېواد د پر مختيا، پر مختګ او سوكالۍ  لپا ره دده پلانونو، دده د لوڼو او زامنو د اخلاقو او ساده ژوند  په هكله زما د معلوما تو    ټولولو او دده د تېر ې واكمنۍ په هكله  زما څېړنو  او  داسې نورو   پر ما د بل هر شخص يا ګوند څخه زياته اغېزه  وكړه.

۴

نوکله چې زه په ۱۳۶۷کې المان ته راغلم پر دغه موضوع باندې مې يوه مقاله په (Saarbrucker Landeszeitung ) وليکله چې دده دهېوادپالنې او ملي مشرتوب په هکله يې رڼاوی اچولواو ما همغه وخت نوموړي خدايبخښلي” دافغانستان دملي مشر” په نوم وبللو..

په همد غه جريان كې ناببره داسې پېښه شوه چې  ډاكتر اكرم خان د پوهنې وزارت څخه تبد يل او پر ځا ى يې ارواښادډاكتر علي احمد  پوپل د دوهم ځل لپاره د پوهنې وزير په دنده  وګمارل  شو..
زه هم فورا ورته

و رغلم او كېسه مې ورته تېره كړه.. نوموړي پرته  له سوال اوځواب   مربوط دفتر ته وليكل چې  د دريو تېرو

 ميا شتو بورس يې هم وركړى او  خروجي وېزه يې هم ورتياره كړى..

 بيا نو ما ورڅخه مننه  او يوه بله هيله هم وكړه چې كه د  پاكستان ويزه هم راته واخلي..هغه راڅخه وپوښتل چې هلته څه ته ځې  ؟   ما و رته وويل، ما د خپل تيزس  لپاره   ځېنې كتابونه لكه  پښتانه د تاريخ په رڼا كې، روحاني تړون او د اسې نور په كار دي.. نوموړي وخندل او ويې ويل، ما ته به هم يو ټوك  د كوثر غورياخېل اثر”    افغان يوريشين راوړې.؟”  ما هوكې كړه او پر بل سبا يې نوي ښار کې دبسونو تمځای څخه پښاور ته په بس كې ولاړم..

کله چې  هلته ورسيدلم نو په پښاور كې پر نورو سر بېره د مزدور كسان ګوند مشر افضل بنګښ  سره  اشنا شو م چې نوى له نشنل عوامي پارټي څخه بېل شوى و..  زه  ډېر ځلې دده دفتر ته ورغلم او هلته به  مې بزګرانو
(كسانانو) ته دده تبليغات  اوريدل..  نوموړي  وليخان ، اجمل خټك او   داسې نور ارستوكراتان ،  فيوډالان او خانان  بلل. او غندل به يې
. دده  انقلابي خبرو پر كسانانو  يا بزګرانو  ډېره اغېزه درلوده  او دده   ژبه ساده  ،  اغېزه  ناكه  اوپه  ښه علمي ميتود  او  ډېر قوي منطق ولاړه وه.

اجمل خټك مې ونه ليده ځكه چې هغه  په سفر تللى و.. پنځه ورځې وروسته بېرته كابل ته ولاړم او ډاكتر پوپل ته مې دده  لپاره راوړي كتابونه  وركړل او  پربل  سبا يې آلمان ته ولا ړم..

په المان کې مې پر نورو چارو سربېره  په    ۱۹۶۸ كال كې د آلمان جمهور ريس ليوبكېLübke    افغانستان ته  پر رسمي سفر باندې    يوه مقاله  په Saarbrücker Landeszeitung کې خپره كړه چې

عنوان يې  و : „يوازې   پر مختيايي مرستې د هر څه چاره نه ده.”

 په دغه مقاله کې ما پر نورومسايلو سربېره ليكلي وه  چې لكه افغانستان چې د آلمان بيا يووالي    په رسمي توګه غواړي ، همدا شان بايد آلما ن  هم د افغانستان ديو والي يا يو كيدو  ملا تړ وكړي..

په بله خبره چې ما زور آچولى و ، هغه  دا وه چې افغانستان پر مختيايي   مرستې مني خو خپله خپلواكي نه ترې قربانوي، لكه چې د افغانستان  پخواني صدراعظم او” ملي مشر محمد داؤد” چې د بولګانين او خروسچف  په مشرۍ د شوروي هيا ت كابل ته د سفر په وخت كې ويلي وو:  „افغانان لوږه ، تنده او داسې نور كړاوونه زغملى شي خو  خپلې خپلواكۍ ته  د هېچا سپكوى نه شي زغملى”.

 

ما دا رواښادمحمد داؤد خان دا نظر د اتريشي ليكوال Klimburg  Max په كتاب „افغانستان دمينځينۍ  آسيا د ګواښ ډګر  „ کې لوستلى وه چې اوس يې نه لرم.. د شهيد داؤدخان ددغې يادونې موخه د كرملېن مشرانو په غوږ  وهل وو  چې زمونږ  خپلواكۍ ته د اقتصادي انډيوالۍ په بهير كې تاوان پېښ نه كړي ځكه دا به ناوړه پايلې ولري..او دا خبره رښتيا هم شوله.

۵

 
ما په  پر له پسې توګه علمي او سياسي كا رونه   ديو بل تر څنګه كول او دهغه وخت د افغانستان پر پاچاهي نظام مې هم تنقيد كولو، د ساري په توګه  يو ځل په ۱۹۶۸ كال   كې په فرانكفورت كې د افغاني محصلينو د ټولنې له خوا يو ه كانفرانس كې چې د افغاني سفارت  څخه پر نورو  سربېره  د سفارت شا  رزدافېر توريالي

اعتمادي هم په كې  ګډون كړى وه ،داسې پېښه شوه چې ما د  افغان ولس پر ضد د پاچاهي نظام  د تېرو

وختو جګړې او ظلمونه ياد كړل او زمونږ د هېواد د وروسته پاتېوالي مسؤ ل مې همد غه رژيم وبللو.

 ما په  دغه غونډه كې ناست  تور يالى اعتمادي ته اشاره وكړه او هغه مې د دغه   شاهي خاندان غړى او د

شا هي كورنۍ د جنايتونو  شر يك وبللو..   همدا وه چې كيڼ لاسي 
محصلين  په اعتمادي پسې ورغلل او نوموړى يې اختطاف كړ..  غونډه ګډه وډه شوه او
 دا سې څه وشول  چې  ما هم نه غوښتل..
 مونږ  افغانان سره ټول شوو، پرېكړه مو وكړه  چې دا زما نظر  د افغاني محصلينو د ټو لنې نظر نه بلكې زما شخصي نظر وبلل شي او د اعتما دي د خوشي كولو هيله څرګنده شي.

  بيا نو  اوسنى ډاكتر  رحمت ربي زيركيا  ر  ستېژ ته ولاړ او دا خبره يې غونډې ته وكړه..  همدا وه چې اعتمادي بېرته خلاص  شو.. 
 خو له خلا صيد  و وروسته اعتمادي  څخه ګېله نه بلکې هغه زما ستا ينه

وكړه .

 د غونډې وروسته ز ه په دې باور وم چې توريالى اعتمادي به حتما زما بورس قطع كوي.. ما تعجب وكړ چې نوموړي زما پر ضد هېڅ څه  ونه  كړل..

ما اعتمادي بل ځل په ۵۳ ۱۳كال كې  د صحت عامه په ودانۍ كې  د شهيد
 دا ؤد خان  له خوا جوړه شوي لويه جرګه  كې وليد لو او زما سره يې ډېره مينه وښودله



کله چې د۱۳۵۲ كال د چنګاښ په ۲٦ نېټه  د ارواښاد محمد داؤد په مشرۍ  د پاچا محمد ظاهر شا ه پر ضد  كودتا وشوه او جمهوري نظام اعلان شو، نوزه دغه کاردومره حيران نه کړم ځکه  چې.شهيد محمد داؤد خان خو دغه دخپلې کورنۍ راپرځولو اراده ماته  په ۱۳۴۶کال کې بيان کړي وه او نوموړي خو  آن  په ۱۹۴۲ كال داګست په مياشت كې هم د خپلې كور نۍ پر ضد كودتا كوله خو  له جرمنانو او ايټاليا يانو سره پرځېنو  شرايطو جوړ نه رانغلو.


په هر صورت د۱۳۵۲ دچنګاښ بدلون زمونږ  لپاره يو غټ بدلون  و  ، خو ددې بدلون عاملينو عجيب تركيب درلود.
د پرچم ډلې غړو به په څرګنده هر چېرې اوپه خپلو غونډو كې ويل، چې دوى  د جمهوري نظام اصلي چلوونكي دي.
زمونږ ملګرو يوه ورځ د ارواښادمحمد صديق روهي په كوركې  غونډه درلوده چې ډاكتر نجيب هم ورته راغلو. مونږ غوښتل چې دا معمى راته څرګنده كړو.  زمونږ د تپوسونو په ځواب كې

نجيب  اله داسې  وويل:

  زمونږ د ګوند   مشر ببرك كارمل له لوري  مونږ ټولو  ته هدايت راكړل شوى  دى  چې د جمهوريت پلوي وكړو. زمونږ ګوند د جمهوريت او محمد داؤد  ملاتړ كوي. بله ورځ د ډاكتر محراب  الدين پكتياوال په كوركې  همدې خلكو غونډه وكړه  او هلته هم   د پر چم استازو   وويل:  مونږ ته خپل رهبر هدايت راكړى دى

۶

چې كه د داؤد خان ټانكونه هم  زمونږ پر سينه راخيږي، بيا به هم مونږ  دا شعارونه وركوو:

  „ زنده باد داؤد خان او پاينده باد جمهوريت  „   له دې غونډې وروسته.
 عتيق  اله  نيازي  په هغه ورځ وويل: „   چې تاسو  دا شعار وركوئ نو د  داؤد خان ټانكونه به …..   وخوري چې  ستاسوپر سينه باندې

درخيږي”

څنګه چې ما ډاکتر نجيب دده دتحصيل له وخته پېژندلو، دده ورېنداره ثرياد اقتصاد پوهنځي کې  زما

شاګرده او دده پلار مې هم د ښاغلي اجمل خټک له لارې ښه پېژندلو، نو 
ددغې  مخكينۍ پېژندګلوۍ   په بنسټ   نوموړى د داود خان د جمهوريت د اعلان وروسته يوه ورځ زمونږ كورته راغلو او ويل يې چې زما سره

ضروري خبرې لري. زمونږ په سالون كې مېلمانه وو نو د څنګ  كوټې ته ورسره ولاړم  ، بيا يې راته وويل  : „ ما د داخلې وزير فيض محمد سره خبرې كړي دي .ته سبا وزارت  ته  ورشه  ،نو هغه به  هغه ولايت  تا ته دركړي چې ستا خوښ وي.” .

 ما د ځان اوځېنوشخصي  ملګرو سره پر  دغه موضوع  د مصلحت  لپاره وخت وغوښت.  زمونږ ځېنې ملګري څو ځايه مقرر شول ،خو ما موافقه ونه كړه

.
څو موده وروسته د   „  ملي غور ځنګ  ګوند  ته د جذب كولو لپاره زما يو ډېر پخوانى 
ملګرى ډاكتر عبدا لرحمان   څرك كورته راغلو ، مااو   زما د ملګرو  لپاره يې بلنه راكړه. 
ډاكتر عبدالرحمان څرک، د ډاكتر انورالحق احدي ماما ، چې بيا وروسته  د سمنګانو والي شو،    ما د ۱۳۴۶ كال  راهيسې  هغه وخت و پېژانده چې زه  له جرمني څخه افغانستان ته د اورګاډي په وسيله  تر انقرې اوبيا د بس په وسيله كابل ته ولاړم.

كله چې زه انقرې ته 
ورسيدم نو د افغانستان سفارت ته ولاړم او هلته مې  ځېنې افغانان وپېژندل   او د هغوى په وسيله  د افغان ملت د  ځېنو غړو لكه ډاكتر  منير شينوارى، رسول دېوه   ګلي، دلاور سحري   او ډاكتر عبدالرحمان څرك سره  مې وپېژندل.ما د منير شينواري په كور كې شل شپې وكړې 
ځكه چې د  هغه ځاى افغانانو  ډېر خوند   راكړ.په پا  ى كې د  رسول دېوه ګلي سره يو ځاى كابل ته په سرويس كې  ولاړم، دوى ټولو د خپل نظامي، انساني طبابت او وترنري  تحصيل    تر څنګه  له سيا ستپوهنې سره زياته مينه درلودله   .كله چې زه د تحصيل وروسته هېواد ته ولاړم نو د دوى څخه هم يو يو  هېواد ته راستنيدو. نو په كابل كې مو سره زيات تماس او حتى   ملګرتيا  شوه.


لنډه داچې  له  عبدالرحمان څرك  سره چې يو ځل   د افغان ملت  د ګوند مشر هم شو،    ترخبرو وروسته مې د ا موضوع د خدايبخښلوصديق روهي، حكيم هلا لي او  ولي مندوزي ، اودغه رازسيد كمال باختري، عتيق الله نيازي او عبد الناصر  ناصر  سره  طرح كړه. مونږ له سلا  مشورې وروسته  له ښاغلي څرك سره يو ځاى  د  كورنيو چارو وزير  قدير نورستاني  سره  پرې خبرې وكړې.
مونږ خپلې سياسي طرحې ، د ګوند دغړو په تركيب ،  پخوانيو اعمالو ، كړنلا  رو او  داسې نورو   په هكله خپلې نظريې وړاندې كړې او د غور او بحث وړ   وړانديزونه مو مخكې كړل.


کله چې مې  د نوموړي سره د خبرو مخكې دلاور سحري هم وليد، چې   د  ملي غورځنګ تيوريسن  بلل كيده ،نو زه نور هم ډاډه شوم چې همفكران شته. 
خو د قد  ير خان خبرې او تحليل زمونږ ټولو خوښ نه شو.

۷

هغه ډېره راستګيرايي كوله او پر چپيانو  يي نيوكې درلودې.  د قدير خان خبرو مونږ  زړه نازړه كړو.، ځكه چې مونږ هم هغه وخت ځانونه چپيان ګڼل او زه خولا تر اوسه هم دروسانو او ځېنو چپيانو  دخيانت سره سره  په خپل چپيتوب پېښمان نه يم ،لکه چې دځېنو اسلامي تنظيمونوله خواداسلام مقدس دين ته  د خيانت سره سره مسلمان  پاتې شوی يم او پاتې به  هم  شم  . زه چپيتوب د عدالت پالنې او بشر دوستۍ په مفهوم  د اسلام دسپېڅلو اصولو سره برابر بولم ،خو بدبختانه دغو دپرديوپه لاس جوړشويوګوډاګيو چپي او اسلامي ډلوددوی د بادارانو د دموخو سره سم ډېر خلک د چپيتوب او اسلام څخه بېزار کړل  .

هغه  وخت ما ته دلاور سحري دوه ځلې پوهنځي ته راغى او ما ته يې  وويل  :  „ پر خلقيانو او پر چميانو باور مه كوه. دوى ځانونه خوشي مترقي بولي. اصلا دوى د روسيې جاسوسان دي. زه دوى پېژنم   چې د خپل هېواد  ګټې نه بلكې د روسيې ګټې غواړي او ز  مونږ هېواد د روسيې پر  مستعمره  بدلوي.”

 د الومړي ځل و چې ما  پر دلاور سحري د يوه مرتجع ګومان   وكړ، خو په  پاى كې دده خبره رښتيا  وختله او زما ګومان غلط  
سره له دې چې ما لا تر اوسه هم د  ملي غورځنګ  ګوند ته زړه ښه كولو ،خو د پوهنتون په درسي كوټو كې مې د ګوند اصول څېړل او د غړو په  تركيب   مې هم په ډاګه  نيوكې   كولې.

  زمونږ د ملګرو تر مينځ هم دتاييد تر څنګه ګوتنيوى هم  په كلكه روان و.
زما او  زما د ملګرو فكر دا و چې دغه نوى ملي غورځنګ بايد د كيڼ اړخو ګوند ونو  په ګډون  او
همكارۍ د يوې عادلانه  او پر مختلونكي  ټولنې  لپاره لار ه پرانيزي او مونږ ته ددې ضرورت برېښيده چې د خلقيانو، پر چميانو، افغان ملتيانو ، مساواتيانو  او داسې نورو چپو ډلو  ملاتړ
ترلاسه كړي

خوزمونږ په فكر  قدير نورستاني، جنرال غلام حيدر خان ، وفي الله سميعي او داسې نورو  له ملي غورځنګ څخه  اخواني ډوله تنظيم جوړول غوښتل.
زما دا شك هغه وخت نور هم زيات شو چې يوه ورځ راته زما ډېر پخواني شخصي  دوست 
او ستر مشر اجمل خټك  وويل  چې  د عوامي نشنل پارتي غړي په دې وختو كې  له پاكستان څخه افغانستان ته د  مودودي د ګوند او فكر  اجنټانو په تعقيب كې د هغوى پلونه تر قدير خان نورستاني پورې  ورسول.

 ما دا خبره تر نن پورې خپلو ملګروته هم ونه كړه ځكه چې د دې  ډول رازونو   پټ ساتل  اجمل خټك    هم غوښتل.
 اجمل خټك   زه د دابن سينا او   رحمان بابا   له وخت څخه پېژندم.. هغه به  ما ته ځېنې  خاصې خبرې  په خپل سالون كې نه بلكې د خپلې خوب په كوټه كې كولې  ، ځكه چې په سالون كې دده په وينا   اوازونه ثبت كيدل.هغه به د دولت پټ رازونه  خصوصا د كارمل او نجيب په وخت كې   ما ته د ليكلو  په خاطر افشا كول.  ده به ويل چې دا شيان به يو  وخت تاريخ شي.
 د اجمل خټك  خبرې زه نور هم ولمسولم او د ملي غورځنګ په ګوند  مې تنقيدونه لا زيات شول.

 خبره  دې ته ورسيده چې يو ماښا م  دكورنيو چارو وزارت  اداري ريس نصراله
 امر خېل راته تلفون وكړ چې زه او مرحوم روهي  قدير نورستاني غوښتي يو او بايد فورا ورشو او زياته يې كړه چې وزير صاجب ډېر په قهر دى.
ما مرحوم روهي ته دا خبره وكړه او دواړه  هلته وزارت ته دنصرالله امر خېل د فتر ته ورغلو. لنډه داچې مونږ قدير خان ته ورننوتو. له ستړي  مشي وروسته  قدير خان مونږ  د ملي  غورځنګ 
او  ملي لارښود داؤد خان پر ضد د پروپاګنډې كولو له امله سخت تهديد كړو

۸

زه په دې باور وم چې  زه به لومړى  په يو څه په  سخته لهجه او  الفاظو ځواب وركړم او  بيا   نو   زما وروسته  روهي صاحب په خپل  معمول  نرمښت سره د خبرو فضا بېرته سمولى شي.  ما په   ډانګپيلى توګه  پر ده او د ملي غورځنګ په ځېنو نورو غړو  باندې د ملي ايديو لوژي څخه د ناوړه ګټې آ خستلو  تور ولګاوه.. او   د

لارښود پر ضد د تبليغ تورونه مې  رد كړل او واقعيت هم همداسې و. 
خو كله چې د روهي صاجب وار راغلو نو هغه څرګنده كړه چې مونږ د  اصولو ، نه د اشخاصو پيروان يو او په خپله ايديو لوژي سوداګري ته هېڅكله هم حاضر نه يو.

پر  سبا يې مونږ  دغه خبره خپلو ملګرو ته وكړه  او بيا مو په ګډه له هغې نېټې راهيسې له ملي غورځنګ سره

خپلې اړيكې تر پايه پورې وشكولې..

اصلا  خو د ۱۳۵۲ د چنګاښ  په بدلون  زه  او زما همفكران  ډېر خوښ  وه  او زياتې هيلې مو  له 
داؤد خان او نوي جمهوريت څخه درلودلې. ځكه ما داؤد خان په خپله ليدلى او دده فكر راته جوت شوى و.

همدارنګه د لومړۍ كابينې په ډله كې د لومړي ځل  لپاره قباييلې ، 
كليوالي، بېوزلي  او د رحمان او خوشال خان لېسو  فارغان لكه پاچاګل وفادار او فيض محمد 
د سرحدونو او كورنيو چارو د وزيرانو په توګه  ټاكل شوي وو. مونږ لومړى د پاچا ګل وفادار سره  او بيا مو د فيض محمد سره وكتل.
 خو ماته د فيض محمد  خبرې  په بشپړ ډول په  بل  لاين وبرېښيدلې .  نوموړي انقلا بي  اصطلاحات وكارول  او د انقلاب د دوستانو او د ښمنانو  يادونه يې وكړه.

په دې لړۍ كې په همغو لومړيو ورځو  كې دده  له خولې داهم  ووتل چې محمد هاشم ميوندوال هم د انقلاب په مخالفانو كې دى ، په داسې حال كې  چې  له كود تا لا يوه مياشت هم نه وه تېره شوي. 
 زه  دې خبرې  بالكل حيران كړم او شك مې پيدا شو چې د كاسې لاندې نيم كاسه 
نه وي.

  
څو ورځې وروسته د ۱۳۵۲ د وږي د مياشتې په  نهمه نېټه ،  د پښتونستا ن د   ورځې   د نمانځنې   دود په پښتونستان واټ كې د  پخوا په شان  تر سره كيده، چې زه هم د  هر كال غوندې هلته  ستر مشر اجمل خټك ته نېږ دې ولاړ وم او محمد ها شم ميوندوال هم هلته  په همدې غونډه كې د ګډون  لپاره راغلى وه. سمدلاسه د فيض محمد خبرې رايادې شوې او داسې مې وانګېرله  چې ميوندوال شايد  بل كال   ته د د غو مراسمو   د نمانځنې   په وخت ژوندى نه وي او  بيا  يې ونه وينم.


 همداسې هم وشول اوميوندوال  د روسانو د مخكيني پلان ښكارشو. نوموړى  له څو نورو كسانو  سره يو ځاى د كودتا په تور ونيول شو اود پا چا ګل وفادار په وينا  او د ځېنو نورو باوري معلوماتو له مخې نوموړی دپرچمي صمد اظهر په لاس د دهمزنګ په بند يخانه كې ووژل شو او په دروغود مرحوم ميوندوال  د ځان وژنې اعلان په راديو او مطبوعاتو كې تېر شو

.
پر چميانو په ډېره بې حيايۍ سره كابو ټول ځواك او واك د ولاياتونو او ولسواليو په شمول په خپل ځان، ملګرو او خپلوانو پورې انحصار كړ.

.
په کابل پوهنتو ن كې د استادانو د لومړى ټولنې دويمه درجه غړى  حيدر خان د پوهنتون ريس شو. زمونږ  د اقتصاد پوهنځى ريس  ډاكتر سيد عبدالله كاظم  چې د صديق فرهنګ  تربور و،  وټاكل شو.
نوموړى زمونږ په ګومان د ما  ليې وزير سيد  عبداللله سره او د ځېنو معلوماتو له مخې د پورته مقاماتو  سره ټينګې اړيكې درلودلې. خو په ځېنو رسنيو کې دنوموړي اوسني نظريات زما ډېر خوښيږي ،سره ددې چې د ادبياتو پوهنځي استاد معين مرستيال  پر سر زما او دده ترمينځ تاوتريخوالي ددهغه وخت دپوهنتون ريس اروا ښاد پوهاند غلام صديق محبي له خواټاکلې  يوې تحقيقاتي ډلې پورې هم ورسيدل او يو ځل خو ما  زمونږ دپوهنځي په چارو کې د الماني ټيم د ناوړه مداخلو له امله د نوموړي مرحوم پوهاند له لارې خپل نظريات ارواښاد داؤدخان ته ورسول.

۹

زه چې لا پخوا د اقتصاد پوهنځي د تدريسى مدير په توګه ټاکل  شوى وم   او كار مې هم روان كړى وه، خو  بيا هم     څو  موده   وروسته د صدارت څخه مكتوب راغى چې نور قومي تخلصونه يعنې تڼيوال نه چليږي او

بايد يو بل تخلص غوره كړم.
ما هم  د رسمي مكتو ب له لارې  خپل تخلص   „  خپلواك    „  او زما  د  ديپارتمنت يوه غړى  محمد   طا ؤس شېرخېل تخلص ، چې د خلقيانو په وخت كې  د اقتصاد پو هنځى   ريس شو، 
” څرك  „   وټاكل  او د دواړو نومو نو د بد لون په هكله مې اړ منو دفترونو ته  مكتوبونه ولېږل.

 زما د معلوما  تو له  مخې تر دغه وخت پورې يعنې تر ۱۳۵۲کال پورې  بل چا د خپلواك تخلص نه درلودلو

 لكه چې زما تر مخه بل چاتر ۱۳۴۱ کال پورې د    تڼيوال تخلص هم نه درلودلو.
 تردغه وخت  پورې هم  زما سر زورى ډېره زياته وه خو  چې د خپلواک تخلص مې خوښ کړ،  نو دغه سرزوري مې نوره هم ورپسې زياته شوه او تر نن پورې لا په زياتيدو ده .

 لنډه داچې په ۱۳۵۶ کال کې د نوي جمهوريت په هکله ځای ځای مخالف تبليغات پيل شول چې زما په ګومان دا له يوې خوا شوروي پلووخلقيان او پرچميانو   او له له بل پلوه د پاکستان  پلوومودوديانو کار وه.

په ۱۳۵۶کال کې يوه ورځ دهغه وخت دکرنې وزير عزيزالله واصفي زه او ارواښاد محمدصديق روهي د شپې د مکروريانو خپل کور کې مېلمانه کړو او په هېواد کې د يو  ډول بدلون لپاره يې دعوت کړو . خو مونږ ورسره موافقه ونه کړه.

يوه بله ورځ د پوهنې او روزنې وزير وفي الله سميعي هم مونږ دواړه   خپل کور ته د شپې له مخې مېلمانه او همدغه شان  خبره يې راته وکړه  او هغه هم د داؤ خان ضد کودتا خبرې  راسره طرح کړې خو مونږ ورسره جدي مخالفت وکړ.

خو دوی دواړو دموضوع جزييات   مونږ ته  ونه ويل. خومونږ ته د واصفي پلان د خلقيانو او د سميعي پلان د اخوانيانو كودتا وبريښيدله.
 عزيزالله واصفي او وحيد عبد ا لله  د صمد  غوث  د وينا له مخې د ملي غورځنګ  د جوړيد  و
 پر كېسه له داؤد خان څخه خواشيني شوي وو.، چې له دوى سره يې سلا نه وه كړي.

په همدغه وخت كې حالات داسې هم ښكاريدل چې زما په اټکل يو ه كودتا دسردار محمد نعيم له لوري  شايد دامريكايانو په مرسته او بله کودتا د ځېنو معلوماتو له مخې  د  قدير ، سميعي او اخوانيانو له خوا د پاكستان  په مرسته روانه خو دريمه يې د روسانو په مرسته دخلقيانو او پرچميانو له خوا روانه وه،سره ددې چې د اثبات  لپاره يې دومره زيات  دلايل نه لرم.
 د نعيم خان له خوا كودتا ته خو پاچا ګل وفا دار هم دعوت شوى و چې بايد د داؤدخان د وژلو دنده يې منلي واي، خو نوموړي د دغه شان كار څخه، د وفادار د وينا پربنسټ  انكار كړى وه. همدا شان د محمد نعيم خان له خوا غوث الدين فايق هم  دده له قوله 
دغه شان کودتا ته هڅول شوی وه.

۱۰

 له دې پېښو څخه مخكې ددا ؤد خان ځېنو كارونو لكه اووه كلن پر مختيايي پلان ، چې د 
افغانستان مادي

او معنوي  څېره به يې بدله  كړي واى ، عربي هېوادو ، پاكستان  او ايران ته 
سفرونه او د ايران له لارې كابل د

عربي خليج سره د اورګاډي په وسيله نښلول   او داسې  نورو هلوځلو   شوروي اتحاد پر ځان په غصه كړى وه.


خدايبخښلي داؤد خان د خپلې واكمنۍ په لومړيو وختو كې د پښتو ژبې د انكشاف  لپاره يو 
سيمينار جوړ كړ چې پوهاند حبيبي ، قيام  الدين خادم، پوهاند   صديق الله رښتين، محمد 
صديق روهي، او داسې نورو زما په شمول په كې   ونډه اخستي وه. غونډې     په حضوري چمن كې د اطلاعاتو او كلتور وزارت په    نندارتون كې  يو ه اوونۍ دوام وكړ او پرېكړې يې  داؤد خان ته ولېږل شوې

ددغوغونډو په جريان كې يو ځل  قيام  الدين خادم ،پوها   ندعبدالحی  حبيبي داسې وغندلو چې پوها ند حبيبي ته د زړه ستونزه پيدا شوه.    مونږ ټول ډېر وارخطا شوو چې څه پېښ نه شي.

ددغو  غونډو د پرېكړو كاپيګانې  زما سره د مكروريانو په كور كې وې خو   د احمد شاه مسعود ، بابا جان او دوستم لوټمارو   ډلو زما ټول كتابونه او ټولې قيمتي  خطي نسخې ، نادر اسناد  ، د كورنۍ يادګاري عكسونه  او نور شيان چور كړل،.چې دغه اسناد هم په هغو کې شامل وه

همدارنګه 
د مرحوم داؤد خان په وخت كې د پير روښان سيمينارهم  جوړ شوى  و چې برخه وال  يې 
زما په شمول د ننګرهار د شينوارو په سيمه كې تو رراغه ته ،  چې  هلته پير روښان د جګړې په ډګر كې وژل شوى و، ولاړو. ددغه سيمينار په ترځ كې ما  په ايراني هيات باندې  نيوكه وكړه چې  ايران د افغانستان په كلتوري

او سياسي چارو كې داسې لاسوهنه كوي چې ددواړو هېوادو په اړيكو منفي اغېزه كولي شي.. نوموړي په ځواب كې وويل چې زمونږ  مداخله د پښتون يا 
نا پښتون سره هېڅ   اړيكې نه لري ، بلكې موخه يې د شوروي اتحاد د نفوذ  مخنيوي د ى..


د  ۱۹۷۷   ع  كال  د آګست په مياشت  كې د اينتر كانتيننتال په هوټل كې د سيد جمالالدين افغان  د ياد په هكله   او كه     په تېرو ۲۰۰   كالو  كې په  پښتو  چاپ شو اثارو  “    تر عنوان 
لاندې و،   هم   يو سيمينار جوړ شوى و چې په كې د هند پروفېسور رام راهول او نورو ، د شوروي اتحاد دريانكوف او نورو ، ايران  اوځېنو نورو هېوادو پوهانو ګډ  ون كړى وه

.په دغه سيمينار كې يوه هندي څېړونكي     Manuhar Singh Patra په خپله مقاله كې  وويل چې  نن څلوېښت مېليونه پښتانه  په پښتو   ژبه غږ يږي.

 ما دغه  مقاله اخځ كړه او په وږمه مجله 
كې  مې همغه وخت په آلماني ژبه دغه د پښتنو شمېره  په يوه مقاله كې خپره كړه

.
ما  د مرحوم پوهاند حبيبي سره  دده تر مړينې  او بيا وروسته دده له كورنۍ سره نېږدې تماس درلود..په دريمه كارته كې د استاد الفت  كور، ميوند واټ كې د مرحوم خادم كور او د 
مامورينو په كارته كې د  مرحو م

عبدالرؤف بېنوا  كور ، په څلورمه كارته كې د كابل سيند تر غاړه  د غلام حسن صافي  كوركې مې په ډېرو غونډو كې برخه درلودله او کله کله خومې  ورسره  شخصي ناسته ولاړه هم درلودله  مونږ به ډېر ځلې  د هېواد او پښتو ژبې په راتلو نكي سره غږيدلو.

۱۱

د ١٣٥٦ او ١٣٥٧
کالو په اوږدو کې دشهيدداؤد خان پر ضد تبليغات  ورځ په ورځ د كيڼ اړخو او ښي اړخو

 دواړو له خوا زيا تيدل
د چپيانو د مخالفت علت پر داؤد خان د شوروي اتحاد بې باوري  او د ښي اړخو د

  مخالفت 
علت له داؤد خان سره د پښتونستان د خپلواكۍ  د تحريك او په ګروېك كې د حاجي ميرزاعليخان سره  د آلمان او ايټاليې سره په ګډو   مرستو رسولو كې آن د  دويمې نړيوالې جګړې  په وختو كې  د انګرېزانو او  پاكستان  كينه او انتقام و

 د پلان د وزير علي احمد خرم  وژل  او د هغې پېښې تور پر  مرجان نومي ښوونكي باند ې لګول  هم د راتلونكو پېښو د پيل يوه نښه وه. د لته  هم ويل په كاردي چې نوموړى   مرجان نومى تر ۱۹۸۸   ع كال پورې په  پلچرخي زند ان كې بندي و. او بيا د سره صليب د نړيوالې  كميټې په مرسته را خلاص شو.

 زه په دغه وخت كې د سره صليب  د كميټې د  جګړې په وخت كې  ورك شويو   د لټون  او د خپرونو د ادارې  مسؤول وم. همدا دليل وه چې سره صليب خپلې كورنۍ او خپلوانو ته  د مرجان  روغ رمټ  رسول زما په غاړه و اچول

ما له مرجان سره په هر څه باندې  اوږدې خبرې درلودلې. په پاى كې  ما ته داسې  وبرېښيدله، چې نوموړى  د خرم  د وژلو سره كوم  ډول اړيكې نه درلودلې. خو په ځېنو اثارو كې لولم چې هغه اخوانى او د قلعه جواد او پاكستان سره يې لاره درلودله..

شازمان ورېځ ستانکزی په يوه  اثرکې دسردار محمد نعيم خان له قوله ليکل کيږي چې:

 „  در امريکا انګليس ها نفوذي زيادي دارندانها نميخواهند که افغانستان ازنګاه اقتصادي ونظامي يک کشور پيشرفته باشداګر افغانستان اقتصادقوي واردوي منظم داشته باشد خطربزرګي متوجه پاکستان،ايران واسياي ميانه خواهد بودانګليس ها ميدانندکه افغان ها انتقام ګير بوده و هيچګاه از خاک هاي  از دست رفته صرف نظر نميکنندما ميدانيم که مرو،پنجده،ملتان،کشمير،نيشاپور،کرمان ومشهد جزؤخاک ما بوده وسمت هاي شرقي کشور ما جدا ګرديده ويکي از ارزو هاي ماست که خط ديورند برداشته شود وديګر کشور ما محاط به خشکه نباشداينګليس ها اين را ميدانند،ازينرو نميخواهندکه امريکا در افغانستان کمک هاي اقتصادي خودرا سرازير کند


د پېښو په بهير كې  يوه ورځ د كابل دولتي مطبعې ته مخامخ  د سړك په غاړه د پرچم د ډلې تيوريسن

مير اكبر خيبر  چې اصلاا د لوګر  او  پخوا دپوليسو افسر  و، د ۱۳۵۷   د وري مياشتې په پاى 
كې ووژل شو.  خيبر چې د سليمان لا يق د كورنۍ زوم واو د لايق سره په کړو وړو او متانت کې  ډېر توپير درلودلو، په زړو مكروريانو كې زمونږ 
بلا ك ته نېږدې اوسيده.

كله  چې زه سهار په چپنه كې د مكروريانو چمن ته د  چكر   لپاره ووتم، نو ومې ليدل چې يو ه ډله خلك  چې  حفيظ اله امين  يې په سر كې و ، د چمن په لوري  له يوې جنازې سره   را روان دي.
 دوى جنازه   د مړي د مينځلو ځاى ته  يوړه او د لومړي ځل  لپاره خلقيانو  او  پرچميانو 
د شوروي په امر يو ځاى مظاهره كوله.  زه وروسته پوهنتون ته ولاړم او غرمې ډوډۍ ته د راتګ په وخت كې  مې د جلال آباد هډې  له پله څخه  د عامې روغتيا  تر څلور لا رې پورې  يو ډېر لوى  او منظم  لاريون  په ستر ګو شو

۱۲

ددغه لاريون په ليدلو  سره زه پوه شوم چې دا د تره كې او كارمل له نبوغ   څخه راوتلى لاريون  نه بلكې  د داؤد خان پر ضد د شوروي پلا ن دى  چې په اصطلاح   يك  تير و دو فاخته  يعنې هم خيبر او هم دا ؤد خان له مينځه يوسي.

 خيبر دكودتا له لارې د  سوسياليزم  پړاو ته د  ټوپ وهلو  مخالف و. نوموړى خود ډېرو سرچېنو په ټينګار يا كې جي بي او يا خوكارمل وژلى دى  او  د خيبر پر قبر د ګونديانو د وينا ګانو  جراءت   هم  د شوروي  د تضمين معنى لرله.

څنګه چې د داؤد خان شاوخوا كې  خصوصا د اردو   او استخباراتو  ادارې  د روسي پلوه وګړو  يا روسي استخباراتو په  لاس كې وې ، نو ځكه دده د كابينې پرېكړو هم ګټه ونه كړه او 
د خلق او پرچم د مشرانو  بندي كول  په حقيقت كې د دوى د مصؤنيت  لپاره ګټور وختل.

شهيد داؤد خان يو رښتينى، په هېواد مين ، د پر مختللي فکر خاوند ، د ښځواو نرينه و دبرابرو حقوقوټينګ پلوی خو سر زورى او مغرور افغان  و. د نوموړی شهيد شخصي اخلاق او هېوادپالنه بايد ټولوافغانانوته دسمبول او نمونې حيثيت ولري اورښتيني افغانان  يې بايد تقليد وکړي.

شهيد   داؤد خان  هڅه كوله چې افغانستان لږ تر لږه له ګاونډ يانو   سره سيال كړي.   كه ده  له خپل  اووه كلن پر مختيايي پلان  سره سم د او بو لګولو ۱۴ پروژې ، خصوصا د  هند په مرسته د كمال خان  د اوبو بند او د كونړ پر سيند د اوبو بند او د برښنا پروژه ، د  فرانسې په مرسته   د اورګون او كټواز د نفتو د استخراج پروژه ، د اطريش په مرسته د حاجيګك د اوسپنې  د معدن د  ايستلو پروژه، د ايران د دوو ميلياردو ډالر و په مر سته د اور ګاډى په وسيله د كابل او   بندر عباس نښلول   اوپه لسګو  نو  داسې نورې   پر مختيايي پروژې   تر سره كړي واى ، نو اوس  به هم د افغانستان او هم د داؤد 
خان  ملي غرور  ساتل شوى و او اوسنى     ناوړه حالت به نه و راغلى د يوه هېواد د خپلواکۍ لپاره تر ټولو زيات هميت  په خپل هېواد کې دننه د خوراکي موادو کافي توليد دی اوزمونږ دغه ارمان د  شهيد داؤدخان په وخت يعنې ۱۳۵۵کال کې پوره شوچې افغانستان نور د کوم بهرني هېواد څخه  د خوراکي توکو واردولو ته اړتيا نه درلودله او په هېواد کې توليد شوي کانسروي مواد ،ډول ډول وچې او تازه  مېوی ،دڅښاک توکي ،ملچې يا پنبه او ځېنې نور صنعتي توکي هم باندينيو هېوادو ته صادريدل   .

خو په پای کې  
 د حالاتو د بدلون په بهير كې داؤد خان  ته ډېره سخته  شو ه چې د وخت د سترو ځواكونو  سره   له معاملې پرته  خپل هېواد ته خذ مت وكړاى شي

او پايله يې داشوه چې  داؤد خان هم د امان الله خان غوندې د پرديو د دسيسو ښكار شو. زما په فكر دده د ناكامۍ  او د افغانستان د سقوط عمده دليلونه دادي :

١: داؤد خان هم د امان الله خان په شان د انګرېزانو دښمني كړي وه. امان  الله خان په لومړۍ نړيواله جګړه كې  له انګرېز ضد ځواكونونوسره انډيوالي درلودله تر څو چې د جګړې 
په زور يې د خپل هېواد خپلواكي ترلاسه كړه ، او  داؤد خان هم  په دويمه نړيواله جګړه كې د  انګرېز د ښمنه ځواكونو لكه آلمان ،ايتاليا او  له شوروي اتحاد  سره  د هغه د  پلو بد  لولو تر وخته ، ملګرى و او د انګرېزانو د واكمنۍ لاندې پښتني سيمو ،

په ځانګړي توګه حاجي ميرزا عليخان ته يې د هوا او ځمكې له لارې د انګرېزانو پر ضد مرستې رسولې

. داؤد خان د خپلې كورنۍ د انګرېز پلوه سياست مخالف و او په ۱۹۴۲   ع  كال كې يې دهغې پر ضد كودتا ته 
ملا تړلي وه.   همدا وه چې انګرېزانو دده او دده د كورنۍ په وژلو سره دروس پلوه ډلې په لاس ورڅخه انتقام 
واخست.

 انګرېزان او امريکايان  پرده باندې   د شوروي په مرسته له كودتا څخه ښه خبر  وو ،خو د پايلې انتظار يې

ويستلو،تر څو چې دده وروسته خپل نور پلانونه  عملي کړي،


۲ـ    شورويانو د خپل هېواد په جنوب كې د افغانستان غوندې كوچنى  ناپييلى اوخپلواك هېواد نور نه شو زغملى   . هغوى غوښتل چې  هند،  خليج او تودو اوبو ته ځان نېږدې كړي  چې  هم  د خپلو هېواد والو  مخ

د سياسي او اقتصادي ستونزو څخه بلې خوا ته واړوي اوهم دتزاري روسيې خوبونه رښتيني كړي  ،  پرته له

دې  چې  د امريكې او لويديځ  عكس العمل
 ته پام وكړي،


۳ـ   انګرېزانو او امريكايانو داؤد خان وهڅولو چې  له پاكستان ، عربي هېوادو او ايران سره ځان نېږدې كړي. خو ددې   تشويق موخه داوه چې شورويان  نور هم ورباندې  بد ګومانه  او په دې توګه دد ه ټغر ژر ور ټول كړي،

۴ـ  امريكايان ښه پو هيدل  چې   پر افغانستان   د شوروي يرغل به   په سيمه كې ددوى كړو وړو ته زمينه هواره كړي او په دې توګه به دشوروي ماتي حتمي وي  او پر نورو ګټو سر بېره به د ويتنام غچ هم ترې واخلي

او هم به د داؤ د خان چې په ۱۹۵۵ كال كې د اندو نيزيا دباندونګ په ښار كې  د ناپييلو هېوادو  د مؤسسې ډلې  غړى و، ټغر  ور ټول كړي

دامريکې دامنيتې چارو مسؤل  برېجنسکي خو په ډاګه ويلي او ليکلي دي چې افغانستان ته د روسانو د سرو لښکرولېږل د امرېکې د پلان له مخې په شپږو مياشتو کې تيار اوبيانو تر سره شول

۵ـ  شهيد داؤد يو پاك زړى  ،ر ښتيا ويونكى،  او په خپله  وعده او خبره  ولاړ سړى و. نو ځكه

نو مو ړي  د نورو خلكو  د همكارۍ  په وعدو با ور كولو او هغوى ته يې مهمې دندې 
 ورسپا رلې.  دده  له  دغه انسانيت او افغانيت څخه ځېنو   چلاكو، غوړه مالو،ټيټو  او دسيسه كارو  
خلكو ناوړه ګټه پورته كړه او له بلې خوا سپېڅليو  په ځان ډاډه او هېوادپالو عنصر و  له ده 
څخه  ځانونه لرې ساتل.

 د ساري په  توګه ما  په لو مړي ځل  د دولتي اداري كار ته  زړه   ښه كړى و، خو     دده د شاوخوا  همكارانو   د انډيوالۍ خو لا څه كوې  ،  يوازې  د ليد لو  زغم  
مې هم نه درلودلو. په دې توګه داؤد خان د غدارانو په لومه يا تلك كې  پرېوت.
 دده دجمهوريت  په دوره كې  مهم كارونه او لوړ دولتي مسؤليتونه يا پر چميانو ، يا اخوانيانو ، يا  غوړه  مالو  منافقانو     يا خو ساده ګانو ته ورسپا  رل شوي وو

 
 زه د داؤدخان د واكمنۍ په وروستيو كالو كې دومره  نا هيلى شوم چې نوى پاسپورت مې ترلاسه كړ او غوښتل مې چې د ايران له لا رې عربي هېوادوته  اوكه هلته    نه كيده نو بيا لويديځو هېوادوته  د كار او ژوند په خاطر ولاړ شم. خو څنګه چې زما لور لمبه  نړۍ ته په راتلو وه نودا سفر مې وځنډ  ولو.   او بيا نو كودتا هر څه ګډ   وډ كړل،


۶ـ ځېنې سياستوال داسې انګېري چې كه داؤد خان د هېواد د ژغورلو په خاطر   له شوروي اتحاد سره احتياط او چل ول كړى واى ،   له  برېژنيف سره يې په ۱۹۷۷   ع كال كې  ټكر نه واى كړى او داسې نور ، نو  شايد زمونږ هېواد   د شوروي اتحاد  د   د سيسو او بيا وروسته  يرغل څخه بچ شوى او اوسنۍ بد مرغي مو نه واى په برخه شوى.

۱۳

خو بيا ځېنې   نور  چار پوهان داسې فكر كوي چې د زبر ځواكونو استخبارات د سړي مغز  لولي،   او   چلاكى  او چل  ول  ګټه نه كوي.  دوى وايې چې   د شخصي هوښيا  رۍ  ، پوهې او چلاکۍ   سياست خو  نه حفيظ الله امين او نه خو نجيب الله وژغورل شول.  دوى وايې  چې يا خو بايد سړى ځان   او خپل هېواد د احمد شا مسعوداو داسې نوروهېوادپلورونکو غوندې  په هر چا  د پيسو او چوکۍ لپاره وپلوري او يا خو  د سرخطر ومني.

ځېنې چار پوهان  لکه رحمت ربي زيرکيار خو په خپل کتاب ،دنوي سياست الجبره  کې داسې هم وايي چې زبر ځواكونه  اصلاا د احساساتو له مخې نه
 بلكې د اوږدې   مودې د پلان  پر بنسټ كار كوي او چل ول هېڅكله  ګټه نه لري

ماته خو همدغه وروستۍ خبره رښتيا برېښي، په بله وينا دغه زمونږ بد بختي چې همدا اوس روانه ده ،داسې بريښي چې حتی دخدايبخښلي محمد داؤد خان دژوند په وخت کې زمونږ ددښمنانو له خوا پلان شوي  او تر نن پورې ددوی دګټو او افغانانو او افغانستان د تباهۍ په منظور روانه ده.

دلته زه  يوه وروستۍ يادونه پر ځان فرض بولم او هغه داده چې که د انګرېزانو له خواپر افغانانو د تپل شوې

ديورندکرښې د دواړو غاړو قبايلي سيموپه زرګونو خلک ، د نورستان دلرو پرتو سيمود هغه وخت هلکان،د هزاره جات او بدخشان اوهېواد دښوونځيو څخه لرو پرتونوروسيمو ځوانان او داسې نور ،د رحمان بابااو خوشال خان لېسو، دابن سينا د منځيني ښوونځي، دکابل دارالمعلمين ،حربي ښوونځي او حربي پوهنتون او  نوروداخلي او خارجي  تحصيلي  مؤسسو له لارې نن  ليک لوست کولی شي ، بانديني هېوادونه يې ليدلي او باندينی ژبې يې  زده کړيدي،نن په هېواد کې دننه او په ختيځو او لويديزو هېوادو کې د  لېسانس، ماسترۍ، ډاکترۍ او داسې نورو علمې درجو ،نوم  او شهرت خاوندان شوي  دي، د شپانۍ، بزګرۍ او داسې نورو سختو چارو پر ځای د نېکټاييګانو اوفېشني دريشيو سره ځانونه  دعصريت او ډول ډول اېديو لو ژيګانو  استازي او ماډلونه  ګڼي، نو دا هر څه د شهيد محمد داؤد خان له برکته  د دوی په برخه شويدي .

 د زياتې خواشينۍ او افسوس خبره خو داده چې د همدغو کسانو څخه ځېنو يې د محمد داؤد خان په شهادت کې د بهرنيوو هېوادو په لمسون برخه اخستې او  د دوی څخه ځېنو يې تر نن پورې  او حتی  ځېنې خو يې همدا نن هم  دچوکۍ او پيسو په خاطرد پرديو هېوادو په خد مت او دخپل هېواد سره په خيانت  کې بوخت دي او هېڅکله هم دخپل وجدان او ضمير خبره نه اوري اويا خو هېڅ وجدان او ضمير نه لري، اوځکه په خپل هېواد او خپلو سيموکې د بهرنيانود موخو دپاره لګيا دي ،ځانونه او خپل هېوادوال  په  پيسو پلوري.

نور ز ه ډېرڅه نه وايم  خو بيا هم دومره هيله څرګندوم  چې پاک څښتن دې زمونږ هغه دښمنان تباه کړي چې زمونږ هېوادوال دخپل هېواد پر ضد کاروي. زه دحل بله لار نه وينم اوداسې فکر کړم چې د بهرنيوکوچنيو او لويو ښکېلاکګرو او نيواکګروهېوادو په شتون کې به تل زمونږ همدغه  حال وي ځکه بهرني نيواکګر

۱۴

د سيد جمال الدين افغاني په قول په دې کې تخصص لري چې څنګه په اشغال شوي هېواد کې  دهغې ټولنې تر ټولو ناپوهه ،پست ،لوچک او بدماش ،حر يص ،جنايتکار، مرتجع اوخاين خلک ومومي ، دټولنې واک ورته په ظاهري توګه ور وسپاري او بيا يې نودځان په ګټه د ګوډاګيانو يا خوننځکو په شان و ګډوي .

او سردار نصرالله خان خو په رښتيا سره يو وخت خپل ورورامير حبيب الله خان ته ويل چې استعمارګر و هېوادو ته که د يوې ستنې د سوري په اندازه موقع هم ورکړې نو هغوی دومره مهارت لري چې  په لږ وخت  کې به دغه کوچني سوري دومره غټ کړي چې فيلان  به ورڅخه تېرولی شي.

دسيد افغاني،سردار نصرالله خان،فخر افغان عبدالغفارخان،محمد داؤدخان،مهاتما ګاندي او ځېنو نورو

استعمار پېژندونکيو له نظره که څوک پرديو نيواکګرانو ته  خپل هېواد ته د ورننوتو لاره برابروي، يا خو دهغوی سره په ملکي يا نظامي برخوکې د ترجمان ،مشاور، ژبښوونکي،اداري چارپوه ، خصوصي امنيتي کمپنيواو داسې نورو دندو کې همکاري کوي، نودا يې دخپل هېواد سره څرګند خيانت دی.

افغانستان دخپل تاريخ په اوږدو کې د خپل ستراتېژيکي  اوجيوپوليتکي  اهميت له امله دلوی سکندر،چنګېزخان ،انګرېزانو، پخواني شوروي اتحاد ديرغلونو سره مخامخ شوی وه چې په پايله کې ديرغلګرانو امپراتورۍ له مينځه  ولاړې ،خو زمونږ هيوادنن بيا دنړۍ د لويو ځواکونو په ګډون د ګاونډيانود يرغل او ډېرو درواغجنو او منافقانه دسيسو سره مخ دی چې پايله يې ماته  دا ځل دنړۍ دشتون او نشتون سره تړلې برېښي .نن  په يوويشتمه پېړۍ کې هېڅوک د دارنګه درواغو او منافقت  په شعارونولکه دموکراسې خبره  تش  په نوم ، خو په عمل کې دعامو خلکو يا پرګنيزه وژنه او دبشري حقوقوخبره  تش په نوم  تبليغ ،خو په عمل کې دخلکو پر ننګ او ناموس تېري،نور نه غولېږي اوخلک په دې پوهيږي چې دکاسې لاندې څه ډول نيمکاسه ده او ددغو ټولو درواغو موخه څه ده، نو ځکه بايد نورد ا دمنافقت تبليغات پرېښودل شي.

نن داسې معلومات او  نښې نښانې هم  په سترګو کيږي چې د نړۍ همدغه ټګماران  ددوستانو په جامو کې په افغانستان کې د په اصطلاح تروريزم) ددوی خپل مخلوق( د ټکولو او بيا ودانولو په بهانه دلرغوني افغانستان شمالي سيمي لومړی دتاجکستان او ايران سره دبرېښنا دمزي دغزولو، داورګاډي د پټليو په غزولواو لويو لارو د جوړولوله لارې دنښلولو، ايراني فرهنګي يرغل ته دلارې برابرولو ،لکه دافغانستان ،ايران اوتاجيکستان  په فارسي ژبه دګډو تلويزيوني خپرونواودايراني کتابونو اوايران کې دافغانستان دپوهنې وزارت د تعليمي نصاب  جوړولو له لارې د افغان فرهنګ تراغېزې راوستلو، دايران سره دسرحدي سيمو داوسيدونکو دترکيب په بدلولواو داسې نورو تدبيرونو له لارې  دايران  سره نښلولو ته تياروي اوبيايې په ډاګه خپل په „اصطلاح دښمن „ايران ته د يو څه په بدل کې وربخښي او په دې توګه دمنځينۍ اسياڅخه تر عراق او خليج دسيمو په ګډون دتيلو،ګاز،يورانيمو، طلا او داسې نوروسلګونو کانونو واک تر لاسه کوي .

دپورتنۍ موخې دلاسته راوستلو لپاره  دمنع شويو راديو اکتيفو موادو درلودونکي دوه زره ټنه مرمۍ ، منع شوي اوربلوونکي  بمونه او نورې ډول ډول وسلې د هوا او مځکې له لارې  کابو هره ورځ  د ديورند ليکی ددواړو غاړو پر ملکي وګړو کاروي ،خو دوی دا کار ترور نه بولي ،او بيا ديوه ځان وژونکي چاودنه ترور

۱۵

بولي او په دغه  نوم يې تبليغوي او په دغه بهانه  د زرګونو ملکي خلکو وژنه او د ژوندد چاپېريال ککړتيا او دډول ډول ناروغيو رامينځته کول توجيه کوي.

 همدا شان ډېرداسې  شواهد شته چې همدغه چلاکه ټګماران  زمونږد تاريخي هېواد جنوبي سيمې خپل مخلوق يعنې  دپاکستان  په واک کې  د ورکولو لپاره لارې جوړوي او په دې توګه پښتانه هم د کردانو او بلوڅانو په برخليک  اخته کول غواړي. خو ددوی دا دسيسې به ددوی سر وخوري اوخامخا به ناکامې شي،ځکه ددوی دغه  احمقانه سياست د افغانستان او دسيمې د واقعيتونوڅخه سترګو پټول دي .

زما شخصي تحليل دادی چې د افغانستان څخه چاپېرې سيمې دسوکالۍ او دجوج ماجوج په ګډون د دريمې نړيوالې جګړې د اورپه لمبو کې دنړۍ د سوزلو دمخنيوي  لپاره يواځينۍ لاره په افغانستان کې د جګړې ختم ، د شهيد داؤدخان  د وخت د ناپېيلتوب، د ناپانګوالې اقتصادي پرمختيا ،سياسي  خپلواکۍاو ملي واکمنۍ  بيا پر ځای کول ، ددېوبند د بند او انګريزي _امرېکايي دموکراسۍ د ګوانتانامودقفس څخه د افغانستان ازاديدل او ورته د ټولو  شاملو اړخونو له خوا په رښتيا سره درناوی دی وبس  . نن  ټول افغانان په لوړ اواز وايي : „

    افغانستان نور دورانولو نه دی  _  دلته هېڅوک نور دوژلو نه دی             „

زه يوه خبره د ژورې څېړنې له مخې په يوه ساده جمله کې لنډوم :  دا ځل په افغانستان  کې د سولې او خير سره د ټولې نړۍ سوله او خيراو دهغه دتباهۍ سره  د نيواکګرو او دسيسه ګرو تباهي تړلی  ده.

و من الله توفيق

جولای

۲۰۰۹

Copyright Larawbar 2007-2024