کور / نوميالي / ناکامورا ووژل شو

ناکامورا ووژل شو

 ليکنه: سیدعبیدالله نادر

ناکامورا ووژل شو

خو نوم یې د انسانیت ته د خدمت په کتاب کې ثبت شو

عبادت نه یواځي تســـــــبیح وییل دي

په اوږو د ټول عالم بارونه وړل دي

ناکامورا د ډیر لیري وطن او ملک څخه یعني د جاپان څخه مساپرد پښتنو وطن ته خدمت د پاره راغلی وو ،که څه هم د دې وطن د خلکو په ژبه بلد نه وو ،خو دخپل د صادقانه خدمتونو د تر سره کولو په واسطه یې د زمان په ډیر کم وخت کې د خلکو په زړونو کې لار پیدا کړه ،او ډیر محبوب شو ،د سمسورتیا او بیا رغاونۍ یې ډیری افساني پریښودې ، چې نمونۍ یې ژوندی پرتي دي .نورو خلک یې هم ډیر د کار د پاره وهڅول ،ده به په کراتو او بار بار د همت د درس ورکولو په خاطر و نورو ته ، بوجي ګاني به یې په خپل شاه واړولي او وړلي به یې په داسي حال کې چې ده د یو رییس په صفت کار کوو،او د خپلي موسسي رییس وو ، دده په راتګ ډیر ځایونه ګلستان شول ،یو یو اغزی به یې د لارې څخه لیری کاوه او پرځای به یې ګلونه کرل ،زما د دي شعر په مصداق:

اغزن ماحول په ګلستان د معرفت شو بدل

د مصلحت قـــــــدم چې هلته د دانا ورسید

د زمان په ډیر کم فرصت کې ،د ده صادقانه  خدمتونه هم نه یواځي زمونږ خلکو ته بلکه ټوله نړۍ ته محسوس شول ،او دي خپل ځان و عالم بشریت ته د یو ریښتني خدمتګار په توګه وښوده ،او ښکاره یې کړ ،په دي ټول پوهیدل چې داکټرناکامورا د دي وطن یو صادقه زړه سوانده خدمتګار دی ، نو له همدې وجهي خلکو ته ډیر ګران وو ، او خلکو ډیر نازاوه او خلکو به ورته له ډیره نازه کاکا مراد وییلي د خلکو په زړونو کې دومره ځای نیولی وو چې  ،

د عرفی د دي شعر په مصداق :

چنان با نیک و بد خو کن که بعد مردنت عرفی

مسلمانت به زمــــزم شوید و هندو بســــــوزاند

د ده بی ترسه خدمت په دي لاره کې د اوږدو کلنو په دوران کې په داسي نا مساعده شرایطوکې داسي وښوده ، چې غواړي لارې رڼا کړي خو که په ده هرڅه وشوه ، دی پرې پروا نه لري ،د صاحب شاه صابر د دي شعر په مصداق چې وایي :

مونږ د ځان نه یو ، په ځان نه یو ، صابره

مونږ دې وسوځو خو لارې دي رڼا شي

د خدمتونو ښکاره نښه یې دا هم ده ،چې یو ځلي د افغانستان جمهور رییس ښاغلي اشرف غني ځان ته وباله او ډیر یې تقدیر کړ ،او دا د ده دوژلو څخه لږه موده دمخه وشوه ،او د ده د احترام د پاره ده ته یې د افغاني تابعیت   ورکړ ، کاشکي د دي کار سره د هماغي ورځي څخه د ده امنیت نور هم ټینګ  نیول شوی وای ،خو زمونږ حکومت او چارواکو په ډیر تأسف سره باید ووایم ، چې هیڅ راز پاملرنه یې ونه کړه ، همدا وو چې دوه ورځي د مخه د خپل زړه سوانده او مهربانه پنځه تنه ساتونکو سره په جلال آباد کې د وطن د آبادۍ آو سمسورتیا د دښمنانو له خوا ووژل شو ،د ده دا پلان وو چې د کنړ د سند اوبه مهار کړي ، او تر یو څه حده بریالی شوي هم وو ، خلک پرې ډیر نازیدل او ویاړ یې کاوه ،خو له بده مرغه د بی قدرۍ او بی ارزۍ دنیاګۍ ته راغلی وو ، دي کار مونږ د جاپان سوله دوسته خلکو د پاره و شرمولو، د جلال آباد امنیت هم ډیر زیات خراب وښودل شو ، او د ټولو خلکو اندیښنه زیاته شوه ، چې په رڼا ورځ کې داسي یو سړی لکه غر راپرځوی ، نور عادی خلک خو هیڅ د ژوند  تضمین نشته دی ، په آخره کې ناکامورا ته دا وییل غواړم ، آرام بیده سه ستا خړ پړ ګرد وهلی صورت به هیڅ وخت او هیڅکله د دردمنو د زړونو نه و نه وځي ،ستا ځای د دردمنو په زړونو کې دی ،

د مذهب بنیاد پرستو ، د انسان خونریزی بند کړئ

لوی مذهب انســــــانیت دی ، محبت لویه سجده ده