کور / راپور / غزني کي ماين چاودني ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده

غزني کي ماين چاودني ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده

تېره ورځ د غزني ښار د روضې سيمه کي د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنه سوې چي پکي يو کس شهيد سوی او دوه نور ژوبل سوي دي.

ټپي کسان ولایتي روغتون ته لېږدول سوي او تر درملني لاندي دي.

د غزني امنيه قومنداني وايي، چي دغه ماين د طالبانو لخوا ځای پرځای سوی وو.

طالبانو تر دا مهاله په دې هکله څه نه دي ويلي.

په افغانستان کي د ماينونو او هوايي بريدونو له امله هرکال په زرګونو افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.