کور / اقتصادي / په خوست کې د ډاکتر ناکامورا په نوم یو څلور لاری ونومول شو

په خوست کې د ډاکتر ناکامورا په نوم یو څلور لاری ونومول شو

د خوست ښار په ختیځه څنډه کې د خوست والي په لار ښونه د ولایتي نومونې کمېسیون لخوا د سبزۍ منډوي څلور لاری د ډاکټر ناکامورا په نوم ونومول شو.

دخوست مرستیال والي ښاغلي عبدالواحد پټان په دې مراسمو کې وویل د افغانستان یو خواخوږی او د افغانانو په ابادۍ مئین شخصیت ډاکټر ناکامورا  په ننګرهار کې په قتل ورسیده، چې د هغه د کارنامو، خدمتونو چې د اوبو، روغتیا او زراعت په برخو کې یې کړي، موږ نن ورځ د هغه په نوم یوه څلور لارې ونوموه، چې یاد به یې تل پاتې وي.

خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدايي په خپل پیغام کې ویلي، چې چاپانی ډاکټر ناکامورا هغه انسان و، چې د انسانیت او خدمت سمبول و او افغانانو ته یې په خپلو خولو تویولو د هېواد د زرغونولو چل ورښودلو او عملآ یې ورته خدمت کولو.

نوموړي وويل،  ناکامورا شاړي دښتې زرغونې او ابادې کړې اما د زرغون افغانستان دښمانانو چې د وینو تویولو معتادین دي او غواړي، زرغونې او ابادې ځمکې ورانې او داخلي او بیروني علما د افغان ولس خادمان او ملاتړي ترور کړي.

ډاکټر ناکامورا د بهرنيو استخباراتو لخوا په جلال اباد کي د خپلو پنځو افغان ملګرو سره يو ځای ووژل سو.