د ډان ورځپاڼي راپور ثابت سو، خو پر ضد يې د رياست په امر مظاهرې پيل سوې

Aziz Rahman Hazim | دسمبر 7th, 2019


پرون په اسلام اباد کي د پاکستانۍ انګريزي ژبي ډان ورځپاڼي دفتر مخي ته ګڼ کسان راټول سوي او ددغې ورځپاڼي پرضد يې شعارونه ورکول.

لاريون کونکو د ډان ورځپاڼي ګڼو ته هم اور اچولی دی او ويلي يې دي چي دا ورځپاڼه د پاکستان پرضد نشرات کوي.

ډان ورځپاڼي ويلي وه، چي په لندن کي پر عامو خلګو بريد ګر د پاکستان وو.

همدې خبري ته په غبرګون کي د پاکستان ګڼو وزيرانو غبرګون ښودلی او ويلي يې وه، چي دا خبر درواغ دی.

خو تېره ورځ د لندن چارواکو وويل، چي د لندن ترهګر بريدګر عثمان خان مړی يې پاکستان ته لېږلی دی.

په اسلام اباد کي هم چارواکو ويلي، چي د عثمان خان مړی رارسېدلی دی او په پاکستان کي به خاورو ته وسپارل سي.

د پاکستان د ژورناليستانو ټولني د ډان ورځپاني پرضد مظاهره غندلې او دا يې د مطبوعاتو پر وړاندي بريد بللی دی.

Copyright Larawbar 2007-2024