کور / راپور / سعودي پيلوټ درې امريکايي سرتېري وژلي دي

سعودي پيلوټ درې امريکايي سرتېري وژلي دي

د امريکا د سمندري ځواکونو په يوې هډه کي سعودي پيلوټ درې کسان وژلي او ګڼ نور کسان يې ژوبل کړي هم دي.

دغه پېښه پر ځايي وخت د جمعې په سهار د فلوريډا ايالت په پينساکولا هوايي اډه کي رامنځ ته سوې ده.

امريکايي چارواکي وايي، چي بريدګر سعيد الشامراني د سعودي تبعه وو او په همدغه هوايي اډه کي يې د پيلوټي په روزنه بوخت وو.

بريدګر هم د پوليسو په ځوابي ډزو کي وژل سوی دی.

چارواکي وايي، تراوسه مالومه نه ده چي نوموړي دا بريد په کومه موخه کړی وو، خو احتمال سته چي دا دي د ترهګرۍ يوه پېښه وي.

دا په يوه اونۍ کي د امريکا پر سمندري ځواکونو دوهم بريد دی چي مرګژوبله اړوي.

د چهارشنبې په ورځ هم د هوايي ايالت په پرل هاربر اډه کي يو عسکر دوه پوځيان ووژل او وروسته يې خپل ځان هم ووژی.