کور / راپور / کندهار چارواکي: په نېش ولسوالۍ کي ۱۵ طالب وسلوال وژل سوي دي

کندهار چارواکي: په نېش ولسوالۍ کي ۱۵ طالب وسلوال وژل سوي دي

 

د کندهار چارواکي وايي، چي تېره شپه يې په نېش ولسوالۍ کي د عملياتو پر مهال يې د طالبانو يو مرکز له منځه وړی دی او ۱۵ طالب وسلوال يې وژلي دي.

د کندهار د والي وياند بهير احمدي وايي، تېره شپه صفر درې ځانګړي قطعې د نېش ولسوالۍ په کېش خنجک سيمه کي عمليات کړي، ۱۵ طالب وسلوال يې وژلي او ۳ تنه نور يې ژوندي نيولي دي.

نېش ولسوالي د کندهار په شمال کي د ارزوګان سره پر سرحد پرته ده او ډېری سيمی يې د طالبانو تر کنټرول لاندي دي.

د دغه عملياتو او طالبانو ته د زيان اوښتلو په هکله تر دا مهاله طالبانو څه نه دي ويلي.