کور / راپور / اختر مينګل: پاکستانی پوځ د بلوڅو د کورونو بې پردګي کوي

اختر مينګل: پاکستانی پوځ د بلوڅو د کورونو بې پردګي کوي

 

د بلوچستان نيشنل ګوند مشر سردار اختر مينګل وايي، چي رياستي ادارو اوس د ښځو نيولو ته لاس اچولی دی او صوبايي حکومت هم ددې خبري تپوس له مرکزي حکومت څخه نه سي کولای.

اختر مينګل وايي، چي پاکستاني رياست داسي ويډيو خپره کړې چي د بلوڅو ښځو مخي ته درنې وسلې پکي ښکاري او دا ددې لپاره کيږي چي په راتلونکي کي پوځ ددې موکه پيدا کړي چي د بلوڅانو کورونو ته بې له اجازې ورتلای سي.

څو ورځي وړاندي پاکستاني پوځيانو د بلوڅانو مېرمني ونيولې او د ميډيا پر مخ يې هغوی داسي وښودلې چي ګڼي وسلي هغوی ساتلي وې.

د بلوڅو مېرمنو نيول کيدو، بلوڅان سخت په غوسه کړي دي او دا يې د وحشي پوځ ترهګريز عمل بللی دی.

د بلوچستان نيشنل ګوند مشر اختر مينګل وايي: “امنیتي ادارو د نومبر پر ۲۹مه د اواران ضلعې له درو کلیو څخه څلور مېرمنې پورته کړې وې او بیا یې پر ۳۰مه نېټه په خضدار کي لیویزو ته سپارلې وې او یوه ورځ ورسته یې د هغوي داسې تصویرونه خپاره کړل چي مخې ته یې درنې درنې وسلې پرتې وې. دوي دا ښودل غواړي چي اول ځوانان او مشران ترهګر وو او اوس یې مېرمنې هم ترهګرې دي.”

نوموړي وویل چي دا هر څه د دې لپاره جواز جوړول دي چي بیا هر وخت وغواړي نو د بلوڅو د کورونو بې پردګي وکړي.

سردار اختر مېنګل تور پورې کړ چي د بلوچستان حکومت د پخوا په څېر بې واکه دی او هغه له بشري حقونو د سرغړونو تپوس نسي کولای.

“ایا د نواب اکبر خان بګټي د شهادت پر وخت د بلوچستان د خلکو حکومت نه وو؟ ایا د ذوالفقار علي بټو په واکمنۍ کي چي په زرګونه بلوڅان وژل سوي وو په هغه وخت کي د بلوچستان د خلکو حکومت نه وو؟ پوښتنه دا ده چي ایا رښتیا هم دې خلکو ته د بلوچستان ولس ووټ ورکړی وو که نه دوي غوره کړل سوي دي؟”

په پاکستان کي پوځ د پښتنو او بلوڅانو پر وړاندي سخت چلند کوي او ددغه قومونو په لسګونو زره کسان يې وژلي او يا يې هم په زندانونو کي بنديوان کړي دي.