کور / شعر / د ورېښمو کاروان پیل سو

د ورېښمو کاروان پیل سو

د نیمروز اطلاعات او فرهنګ ریاست له خوا  میاشتنۍ مشاعره  د ( ورېښمو کاروان) تر نامه لاندي  پیل کړه، مخکي تر دې، مشاعرې به وخت نا وخته جوړېدې؛ خو د شاعرانو ادبی تنده یې نه ماتول؛ له همدې ایسته د ورېښمو کاروان، چي د نیمروزـ سیستان د تاریخي، ادبي او علمي نقطو له اړخه ډېر مهم دی، د شاعرانو او فرهنګپالو د مشورو وروسته دا نوم ورته غوره سو.

دا علمي او ادبی مجلس د کتاب مخکتني په درلودلو سره، چي ځوان تاند لیکوال مسعود اکرمي لیکلی، د هغه د کتاب

)قدم های مثبت در زندګی( مخکتنه ترسره سوه او ورپسې مشاعره پیل سوه، په مشاعره کي د پوهنتون استادانو، شاعرانو، لیکوالو، فرهنګپالو او محصلینو خویندو او وروڼو پکښي ګډون کړی و.

د نیمروز اطلاعات او فرهنګ ریاست رئيس عبدالغني حسن د ورېښمو کاروان؛ د شاعرانو او فرهنګپالو د راټولولو او د ادبی غونډو جوړولو لپاره  ډېر مؤثر او ګټور وباله او زیاته یې کړه: د ورېښمو کاروان پیل دي د نیمروز درانه ولس، درنو شاعرانو، لیکوالو او فرهنګپالو ته مبارک وي، موږ به د دې  ادبی غونډي په جوړېدو سره نور هم نژدې سو او ټول ادبي او فرهنګي هڅي به په ګډه او  په مشورو مخي ته بیایوو.

د ورېښمو کاروان مشاعره به هره میاشت جوړیږي او تر مشاعرې مخکی به یو ادبی لکچر/ ادبی نقد یا هم د کتاب مخکتنه کېږي او ورپسې به مشاعره بيلېږي.

د نیمروز اطلاعات او فرهنګ ریاست د ادبي، هنري او فرهنګي فعالیتونو لپاره هڅي پيل کړي دي.