کور / شعر / د کوز کلي ښامار

د کوز کلي ښامار

شعر:زلمی نصرت

که تومن دی که دالر دی که کلدار دی

که څوک خنډ دي ترقي مخ ته دیندار دی

 قهرمان مې د وطن غاصب قاتل شو

 هر غلام او گوډاگی د ملک واکدار دی

 چې خدمت کوي وطن ته بې دفاع دی

 وژل کیږي هر قدم کې خدمتگار دی

 غل قاضي دی، غل حاکم دی، غل سالار دی

دا پردي دې دا د کوز کلي ښامار دی

 پاتې نه شوله حیا په کشر او مشر

 حیا خرڅه شوه ارزانه په بازار دی

 نه تمکین شته، نه کاکه اونه عیارنور

 نه ارمان کې هم څوک پاتې ایمانداردی

 بې شرمانو وطن وخوړ،ای نصرته!

 شوکمارې د شرافت نوی معیار دی

۰۷.۱۲.۲۰۱۹
وایله

دنمارک