کور / تازه خبرونه / ناکامورا موږ ته څه راوښودل؟

ناکامورا موږ ته څه راوښودل؟

لیکنه: نورالله غازي

ــــــ

ناکامورا چې یو ډاکټر و او  طبي زده کړې یې کړې وې، نو په افغانستان کې یې د کار لومړۍ بنا هم طبي خدمات او د صحي مراکزو رغیدل وو. خو ډېر زر متوجه شو چې د زیاتره وګړو ناروغي د صحي اوبو د نه شتون، خوارځواکۍ او لوږې له کبله دی. نو ژر د ستونزې د بنسټیز حل په لټه شو. د صحي اوبو لپاره یې څاګان جوړ کړل،  د لوږې د خاتمې لپاره یې پر ځمکه لاس وواهه او د ځمکې د خړوب لپاره د ویالو او کانالونو پر جوړولو لګیا شو. ناکامورا داسې یو څوک و چې زموږ د ګیډو ډکولو تر څنګ یې زموږ د سرونو د ډکولو هڅه هم کوله. راځی وګورو چې دې لوی انسان زموږ سرونه له څه ډکول:

هڅه او زیار:

ــــــــــ

ناکامورا موږ ته راښودل چې باید په هر عمر کې هڅه وشي او زیار وویستل شي، هیڅ خوښي او فایده بې له زحمته لاس ته نشي راتلی. ناکامورا د څه کم اتیاو کالو و، خو کار او زیار یې له یوه غښتلي ځوان نه هم ډېر و. افغانان چې عمرونه یې تر پنځوسو واوړي، بیا یوازې د مړي او ژوندي کارونو ته واړوي او تګ راتګ یې یوازې تر کور او جوماته محدود شي، د دنیا له کاره بیخي لاس واخلي؛ خو ناکامورا خلکو ته ورښودل چې د ژوند تر اخېري دمه باید له کار و زیاره لاس وانه خيستل شي، همدا کار و زیار دی چې انسان خوښ ساتي، ابادي او سوکالي ورسره غوړېږي.

وطنپالنه:

ــــــــــ

بل مهم څه چې ناکامورا موږ ته راښودل هغه وطنپالنه وه، افغان کارګرو ته به یې ویل چې اته ساته کار د ځان لپاره وکړی او یو سات کار د خپل وطن لپاره. ده موږ ته دا راښودل چې د وطن لپاره یو سات کار کول یو څوک په فکري ډول له وطن سره تړي، ښایي دې جاپاني ډاکټر  معلومه کړي وي چې افغانان دا لویه ناروغي هم لري چې زړونه یې په مکمل ډول له خپل وطن او خاورې سره نه دي تړلي.

انسانیت:

ــــــــ

بل ډېر مهم څه چې ناکامورا موږ ته راوښودل د انسانیت درس و، ده دا راوښودل چې د دنیا له هااغه سره (جاپان)څخه دلته راغلی، د دې وطن له خلکو سره نه مذهبي تړاو لري، نه ژبنيز او نه هم توکمي، مګر یو لوی تړاو ورسره لري چې هغه انسانیت دی. ناکامورا زموږ په ځمکه کې داسې خړ پړ ګرځیده، لکه د  پلار ځمکه چې یې وي. ده موږ ته دا راوښودل چې یو څوک هله لوی انسان جوړیدای شي چې د مرستې لاس یې تر هر مجبور انسانه و غځېږي.

زموږ واکمنو ته پيغام:

ـــــــ

ناکامورا د عامو خلکو تر څنګ زموږ واکمنو ته هم یو سبق پرېښود، واکمنو ته یې وښودل چې دا خلک خدمت غواړي او د دې خلکو په زړونو هغه څوک واکمني کولی شي چې د ناکامورا غوندې د دوی د خېر لپاره نه ستړی کیدونکی زيار باسي او بل یې په خپل مرګ سره واکمنو ته دا پيغام پرېښود چې د وطن دښمن ته باید عادي فکر ونشي، په دې وطن کې چې هر څوک بنستیز کارونه کوي، نو هرو مرو به د دښمن له ګواښ سره مخ کېږي. یانې که په دې وطن کې بنسټيزې پروژې رغول غواړی، نو ورسره سم باید د دښمن د لاس د ماتیدو غم هم وخوړل شي.

کوم انسان ژوندی پاتې کېږي:

ـــــــ

ناکامورا موږ ته دا هم راوښودل چې خېر رسان انسان هیڅکله نه مري او نه یې څوک وژلی شي. که د ناکامورا دښمن په دې پوه وای چې د ناکامورا مرګ به زرګونه انسانان راويښ کړي، هيڅکله به یې د ده په مرګ فکر نه و کړی. هوښیار دښمن لومړی د یو شخص په اړه په خلکو کې بدګوماني راولاړوي، بدناموي یې، تر څو یې پر وژلو هیڅوک هم د  غم احساس و نه کړي. خو ناکامورا په خپله وینه دښمن ته اور ورته کړ، مرګ یې سرټیټی کړ او په یو انسان وژونکې وطن کې یې د انسانیت داسې لوړ مینار ودراوه چې پر لیدو به ورته له ډېرو مغرورو سرونو شمله دارې پګړۍ راغورځېږي.

ناکامورا خپل هیواد (جاپان) هم په نړۍ کې سر لوړی کړ، اوس جاپان نړۍ ته په وياړ ویلی شي چې موږ هغه څوک یو چې د خلکو ژوند ښکلی کوو، نه هغه څوک چې له خلکو ژوند اخلو.

ناکامورا د لمر غوندې وغورځید؛ خو بې شمیره ستورې یې وځلول