کور / راپور / قطر کي د طالبانو او امريکايانو خبري به د انس حقاني په ګډون نن هم رواني وي

قطر کي د طالبانو او امريکايانو خبري به د انس حقاني په ګډون نن هم رواني وي

په قطر کي د طالبانو او امريکا ترمنځ خبري وروسته له هغه بيا پيل سوې چي دوې مياشتې وړاندي د ډولنډ ترمپ لخوا درول سوي وې.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو نوی پړاو تېره ورځ د ډسمبر پر ۷ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کي بيا پيل سو.

د سولي د خبرو لپاره د امريکا استازی زلمی خليلزاد تېره اونۍ کابل ته راغلی او دلته يې د افغان چارواکو سره وکتل او د طالبانو سره د سولي د خبرو د بيا پيل په هکله ورسره وږغېدی.

طالبانو هم ويلي، چي په قطر کي به ددوی او امريکا ترمنځ خبري له هغه ځايه پيل سي چي پر کوم ځای درېدلي وې.

په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر مشر سهيل شاهين پر ټويټر ليکلي: “نن د محترم ملا برادر اخند تر مشرۍ لاندې د اسلامي امارت مذاکراتي ټيم، د امریکې له مذاکراتي ټيم سره خبرې له هغه ځایه پيل کړې کوم ځای کې چې دریدلې وې. د توافقنامې د لاسلیک او اړوند موضوعاتو په هکله خبرې وشوې. مذاکرات به سبا هم دوام کوي”.

ښاغلي شاهين وړاندې په يو بل ټويټ کې ليکلي دي: “محترم انس حقاني د افغانستان د اسلامي امارت د مذاکراتي ټيم د غړي په توګه په نننیو خبرو کې ګډون وکړ”.

انس حقاني تېره مياشت د دوو امريکايي ښوونکو په بدل کي د افغان حکومت له زندان څخه خوشي سو او اوس په قطر کي د طالبانو په سياسي دفتر کي دی.

تراوسه مالومه نه ده چي امريکايي چارواکي او طالبان پر کومو موضوعاتو خبري کوي.