کور / راپور / ارګ: د سولي د خبرو د پيل لپاره د تاوتريخوالي پر کمېدو او اوربند باندي هوکړه سوې ده

ارګ: د سولي د خبرو د پيل لپاره د تاوتريخوالي پر کمېدو او اوربند باندي هوکړه سوې ده

ارګ وايي، چي د طالبانو سره د سولي د خبرو د پيلېدو وړاندي شرط دادی چي تاوتريخوالی به کمېږي او بالاخره به اوربند کېږي.

د ارګ وياند دواخان مينه پال وايي، چي د طالبانو سره د امريکايي چارواکو خبري پيل سوی، خو دا ځل پر دې ټينګار سوی چي د سولي د خبرو سره به تاوتريخوالی کمېږي او طالبان به اوربند ته غاړه ايږدي.

ښاغلي مينه پال وايي: “افغانستان او امریکا ګډې ګتې او اهداف لري، مونږ د سولې په اړوند په ګډه کار کړی او ګډ دریځ لرو، پردې توافق شوی چي کله د سولې مذاکرې پیل سوې، تاوتریخوالی به کمېږي او پایله به یې اوربند وي.”

دواخان مینه پال وویل چي  کابل او واشنګټن پر دې سلا سوي، چي تر دې وروسته چي هر اقدام کېږي هغه به دافغانستان او امریکا ترمنځ د همږغۍ پر اساس وي.

په قطر کي د طالبانو او امريکا ترمنځ خبري وروسته له هغه بيا پيل سوې چي دوې مياشتې وړاندي د ډولنډ ترمپ لخوا درول سوي وې.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو نوی پړاو تېره ورځ د ډسمبر پر ۷ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کي بيا پيل سو.

د سولي د خبرو لپاره د امريکا استازی زلمی خليلزاد تېره اونۍ کابل ته راغلی او دلته يې د افغان چارواکو سره وکتل او د طالبانو سره د سولي د خبرو د بيا پيل په هکله ورسره وږغېدی.

طالبانو هم ويلي، چي په قطر کي به ددوی او امريکا ترمنځ خبري له هغه ځايه پيل سي چي پر کوم ځای درېدلي وې.