کور / راپور / هند کي يوې فابرېکې اور اخيستی ۳۵ کسان پکي وژل سوي دي

هند کي يوې فابرېکې اور اخيستی ۳۵ کسان پکي وژل سوي دي

د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کي يوې فابريکې اور اخيستی او لږترلږه ۳۵ کسان پکښي وژل سوي دي.

دغه اورلګېدنه هغه مهال رامنځ ته سوه، چي سهار کاريګر په کارونو بوخت وه.

وژل سوي کسان ټول مزدوران دي او ګڼ شمېر نور ژوبل سوي هم دي.

پوليس وايي، چي د اور وژني عمله په چټکۍ سره کار کوي او دا مهال اور کابو سوی دی.

د اور لګېدني لامل تراوسه مالوم نه دی.