ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/شلمه برخه
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: عبدالنافع همت
———–
۱: دوه سوه فيصده که دوه برابره؟
کله کله له ځينو رسنيو څخه اورو چي وايي د فلانۍ ادارې عوايد دوه سوه فيصده ډېر سوي دي. (في) د عربي ژبي کلمه ده چي ظرفي لايحقه بلل کېږي او د فارسي تر سد يا صد مخکي راځي او (په سلو کي) مانا ښندي. دا لاحقه د لوښي يا ظرفیت مانا لري او په رياضي کي يوه معموله او مشهوره عمليه ده، خو په رياضي کي بايد فيصدي تر سلو ډېره نه سي، ځکه که په یوه بوتل کي یو لېټر اوبه ځايېږي، نو دوه لېټره اوبه نه سو وراچولای، خو که يو جنس يا شی تر سل فيصده دوه برابره ډېرېږي، نو ويلای سو چي دوه برابره ډېر سو او له لوښي څخه دباندي يې په يوه بله پيمانه اندازه کوو. يو بل مثال يې دا دی چي په رياضي کي تر صفر اعشاريه نهو پوري عدد يادولای سو، خو که اعشاري عددونه لسو ته ورسېږي، نو له هغه څخه يو پوره يا تام عدد جوړېږي او له اعشاري قانون څخه وزي. که احمد په لس لکه افغانيو سوداګري شروع کړې او اوس يې پانګه سلو لکو ته رسېدلې وي، نو د ( فيصد) کلمې ته هيڅ اړتيا نسته، ساده ويلای سو چي د احمد پانګه لس برابره ډېره سوې ده.
۲: نن کابل د يوې درنې چاودني شاهد و.
مخکي مو ويلي وه چي په ژورناليزم کي ادبي صنايع او مبالغه ځای نه لري، بايد هر څه په خپله اصلي بڼه وښودل سي، که غواړو د اورېدونکو په ذهن کي د پېښې په اړه يو روښانه انځور جوړ کړو، نو د پېښي جزيات انځورولای سو، خو په دې جمله کي د ( انطاق) صنعت ته ورته صنعت کارول سوی دی، ځکه هر هغه ژوندی شی چي سترګي لري او ليدلای سي، نو د خبرو کولو لپاره هم ژبه، اشاري سمبولونه او يا ځانګړي سيګنالونه لري، دلته که وګورو کابل يو پوره ولايت دی، ټول کابل د يوې پېښي شاهد نه سي کېدای، د دې جملې تر ټولو ستر عيب دا دی چي ولس يې نه وايي، ابهام يې پيدا کړی، مفهوم يې پېچلی کړی او جمله يې بې ضرورته اوږده کړې ده، په لنډ ډول ويلای سو چي نن په کابل کي يوه درنه چاودنه وسوه. که دا جمله د خبر يا راپور لپاره کاروو، نو بايد د چاودنې د دروندوالی يا لوی والي لپاره جزيات او شواهد هم ولرو، که تلفات يې کم وي نو د ( درنې) صفت کارول هم بې ځایه دی.
۳: احمد په شهادت ورسېد او که احمد شهيد سو؟
دا جمله له فارسي څخه ټکي په ټکي ترجمه سوې او ولس يې نه وايي او بل عيب يې دا دی چي بې ضرورته اوږده سوې ده. شهادت کوم مکان او ځای نه دی چي څوک دي ور ورسېږي، بلکي يو صفت دی چي څوک يې ولري، نو شهيد بلل کېږي او د شهيد کلمه ډېره عامه ده، ساده او لنډ ويلای سو چي:
(( احمد شهيد سو.))
۴: ناټو افغانستان ته درې زره تازه دمه عسکر استوي.
کله چي يوه اداره سيمي ته نور عسکر استوي په ځان کي د تازه دمه مانا هم لري، ضرور نه ده چي د تازه دمه صفت دي ورسره وتړو. کله چي ناټو افغانستان ته نور عسکر را استوي ښکاره خبره ده چي تازه دمه دي، هيڅکله داسي نه ده پېښه سوې چي چا دي د جنګ جبهې ته تر پخوانيو ستړي او کمزوري عسکر استولي وي، ساده او لنډ ويلای سو چي: (( ناټو افغانستان ته درې زره نور عسکر استوي.))
۵: هند د دې پروژې يوه مهمه ستنه ګڼل کېږي.
ځيني لغتونه د څو مفاهمو لپاره کارول کېږي، په دې صورت کي مهمه ده چي تر ټولو مشهور او هغه ټکی وکاروو چي له مفهوم سره نژدې والی ولري. ستن د رکن، بنسټ، برخي او پښې مانا ورکوي، د کاليو ګنډلو ستن، د پېچکارۍ ستن او يو ډول الوتونکي حشرې نوم هم ستن يا ستنه ده چي دا ټول واړه شيان دي، خو په پورتنۍ جمله کي يو لوی مفهوم پروت دی، نو بايد داسي لغت ورته وټاکو چي د مفهوم سره منطقي تړاو ولري او د مفهوم په اندازه د لغت لوی والی هم وښيي. هدف مي دا دی چي بايد ظرف او مظروف تر خپل منځ منطقي ارتباط ولري، په دې جمله کي هدف د هند دولت يا هيواد دی، نو ښه به دا وي چي ووايو: هند د دې پروژې يوه مهمه برخه ګڼل کېږي.