کور / خبرتیا او پيغامونه / پر ناکامورا فلم جوړيدؤ کښي مرسته وکړئ

پر ناکامورا فلم جوړيدؤ کښي مرسته وکړئ

میړني دي چې یادیږي!
د افغانستان په تیر تاریخ کې کیدای شي چې ډیر اتلان تیر شوي وي او کیدای شي په راتلونکی کې هم ډیر اتلان ولرو خو د ناکامورا په شان اتل نه د افغانستان په تاریخ کې تیر شوی دی او نه به په راتلونکی کې پیدا شي، د راتلونکی څه زموږ د ورته اتل څخه مطلب دا دی چې که د افغانستان د ابادۍ په چارو کې موږ کوم اتل لرو نو هغه به د ناکامورا څخه الهام اخيستي وي کومه آبادي چې کوي فکر به يې د ناکامورا د کړنو زیږنده وي.
د ناکامورا اتلوالي ډیر ځانګړنې لري هغه دا چې ناکامورا په خټه جاپانی وو خو د افغانستان په ابادولو کې يې د بل هر افغان څخه ډیره خواري کوله، دوهم دا چې ناکامورا نه يوازې يو فکر او نظري مکتب وو بلکې د يو ډاکټر په صفت يې خپله د تیږو  بوجۍ ته شا یا اوږه ورکوله عملاً يې د یو عادي کارګر په صفت بدون له امتیازه کار کوه، لدې ور اخوا ناکامورا پدې پوهیده چې ژوند يې په خطر کې دی خو هغه بیا هم د خپل هوډ او خپل فکر څخه چې د افغان مظلوم ولس سره مرسته وه په شا نه شو چې بلاخره يې په همدغه لار کې خپله وینه تویه کړه خپل خوږ ژوند يې د افغانانو لپاره قربان کړ.
که مبالغه نه شي افغانان په هیڅ وجه د ناکامورا قرض نه شي ادا کولای خو  چې په نسبي ډول د هغه کړنو ته افغانانو د خړو اوبو مخ کړي وي، احترام يې شوی وي همدارنګه د هغه لاره او فکر ژوندی ساتل شوي وي زه ستوری منګل  د افغان ملي راډیو تلویزیون پخوانۍ کارکونکي همدارنګه د افغاني فلمونو او تیاتر  په ډګر کې د لږو  او ډیرو تجروبو لرونکي په صفت هوډ لرم چې د ناکامورا په هکله يو مستند فلم جوړ کړم ځکه خو د افغانستان پر اصیلو بچیانو په ځانګړي توګه افغان تجارانو باندې غږ کوم چې پدې برخه کې زما سره خپله ایماني افغاني ونډه ونه سپموي زما سره مرسته وکړي چې دغه فرض په ګډه ادا کړو.
کور ودان او درنښت.
ستوری منګل
یادون:
څوک چې کولای شي پدې برخه کې مرسته وکړي کولای شي د ستوري منګل سره په لاندې ادرس اړیکه ونیسي!
د ټلیفون  او واټس اپ  شماره:
00447875096036