کور / راپور / سناتور مشاهد حسين: د ايغور د مسلمانانو په مسئله کي پاکستان د چين د حکومت ملاتړ کوي

سناتور مشاهد حسين: د ايغور د مسلمانانو په مسئله کي پاکستان د چين د حکومت ملاتړ کوي

د پاکستان د سنيټ د بهرنيو چارو د کمېټې مشر مشاهد حسين ويلي، چي د چين حکومت د ايغور مسلمانانو سره بد سلوک نه دی کړی، بلکي دا د چين د حکومت پاليسي ده چي په هر ډول وغواړي کولای سي چي سختدريځي له منځه يوسي.

مشاهد حسين ويلي، د چين پر حکومت چي کومي نيوکي کېږي دا ټول  د غرب پروپاګند دی، هلته په سينکيانګ کي مسلمانانو ته کومه ستونزه نسته او  پاکستان د چين د حکومت ملاتړ کوي.

نوموړي د چين د يوه ټلويزون سره په مرکه کي ويلي: “د سېنکیانګ مسئله، د چین داخلي مسئله ده او چین په ډېره پرامنه توګه هغو مسایلو ته رسیدګي کوي کوم چي له سختدريځۍ او ترهګرۍ سره تړلي وي.”

نړيوالي ټولني داسي شواهد راټول کړي چي ښيي د چين حکومت شاوخوا يو مليون مسلمانان تر خپل کنټرول لاندي راوستي دي او په کمپونو کي يې زنداني کړي دي.

د امريکا کانګرس د چين پرضد يو قانون منظور کړی چي له مخي يې پر هغه مامورينو بنديزونه لګولي چي د ايغور مسلمانانو د بندي ساتلو مسؤوليت ورترغاړي دی.

کانګرس په نوي قانون کي ويلي، چي پرهغه چينايي مامورينو باندي به بېلابېل بنديزونه ولګوي چي د ايغور مسلمانانو په بندي ساتلو کي يې هلي ځلي کړي دي.

د امريکا کانګرس خپل حکومت ته امر کړی دی چي د ايغور مسلمانانو د ځوروني په هکله دي خپل راپورونه چمتو کړي.

چين د امریکا د کانګرس قانون غندلی دی.