کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / يوويشتمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / يوويشتمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت 
————–
۱: ايا تبعيض هم مثبت کېدای سي؟
د ميرزا ډوله خبريالانو او ليکوالانو تر څنګ بايد د بې سواده ترجمانانو اصطلاح هم وکاروو. دوی کله نا کله يوه کلمه له انګليسي او نورو ژبو څخه ټکي په ټکي راژباړي.
د مثبت تبعيض اصطلاح هم د انګليسي له (Positive discrimination) څخه کټ مټ راژباړل سوې ده. ښايي په انګليسي ژبه کي دا کلمه منلې او عامه مانا ولري او کېدای سي چي علمي خبره هم وي، خو زموږ په ټولنه کي (تبعيض) يوازي منفي مانا لري، لکه ظلم او فساد چي مثبت کېدای نه سي او يوازي منفي مانا لري، دغسي تبعيض هم يوازي منفي مانا لري. موږ د افغانستان په حکومتولۍ او سياست کي پخوا هم دا مفهوم درلود چي (امتيازي چلند) يې ورته ويل، مثلا په يوه ولايت يا کلي کي به د نجونو د ښوونځي لپاره ښځينه ښوونکې نه موندل کېده، د پوهني وزارت به يوې ښوونکې ته دوه برابره معاش ورکړ او هغه کلي يا ولايت ته به يې واستوله او يا به يې يو محرم هم هلته د چپراسي يا ښوونکي په توګه ورسره مقرر کړ. په ولسي جرګه کي هم د ښځو ونډي ته امتيازي چلند ويلای سو، ځکه چي يوه نارينه کانديد ټولي پنځه زره رايي وړي دي، خو د بل نارينه په پرتله پنځه سوه رايو ناکامه سوی دی، خو يوې ښځي ټول پنځه سوه رايي وړي دي، خو د بلي ښځي په پرتله په سلو رايو کاميابه سوې ده.

۲: ولسمشر د کابل چاودنه په کلکو ټکو وغندله
دا جمله د خبر يا راپور د سرليک په توګه نيمګړې او عيبجنه ده، ځکه چي په کلکو ټکو غندل ابهام لري او ابهام په ژورناليزم کي عيب دی، سړی نه پوهېږي چي ټکي به څومره کلک وه او څنګه به وه؟ ياني د دې جملې په اورېدلو يا لوستلو نه د چا سترګو ته خاص انځور درېږي او نه يې په ذهن کي څه ورګرځي، بايد د خبر يا راپور د جزياتو يو مهم ټکی د کلکو ټکو پر ځای راوړل سي چي کلک ټکي لږ واضح کړي. مثلا که ولسمشر ويلي وي چي د دې چاودني عاملين به خامخا پيدا کوي، نه يې بخښي، اعداموي يې او يا ووايي چي دا پېښه کي د داعش کار دی او دوی به ډېر ژر له دوی څخه کسات واخلي، دا هغه جملې دي چي کلک ټکي نرموي او د انسان ذهن ته لاره پيدا کوي.

۳: پښتونستان واټ لاس خرڅوونکو بند کړی دی.
دا د افغانستان په اصطلاح د يوې معتبري ورځپاڼي سرليک دی. که څوک د دري ژبي له (دست فروشان) کلمې سره اشنا نه وي، نو داسي فکر به کوي چي ګواکي هلته خلک خپل لاسونه خرڅوي، په داسي حال کي د دوی هدف هغه خلک دي چي په لاسونو کي مالونه خرڅوي. که دې مفهوم ته مشخص ټکی و نه لرو، نو په جلمه کي يې راوړلای سو، مثلا ويلای سو چي: پښتونستان واټ هغو خلکو بند کړی چي په لاسونو کي سوداوي خرڅوي، ګرځنده هټيوال يا ګرځنده سوداګر هم ورته ويلای سو. پخوا به ځينو خلکو سودا يا مالونه په يوه ټوکرۍ، خورجين، غوټه يا بوجۍ کي کلي ته وړل او هلته به يې کوڅه په کوڅه په شا ګرځول چي په ځينو سيمو کي يې بنجاره او ځينو سيمو کي به يې سوداګر باله، مثلا په کندهار کي يې سوداګر بولي. په دې اړه يوه ولسي سندره هم سته چي وايي:
راغی سوداګر سودا يې وکړه له ليلا سره
يو لونګ يې ورکړ ليلا ولاړه له خندا سره.

۴: قاتل په تېښته بريالی سو که قاتل وتښتېد؟
په خبريالي کي د (بريالي) کلمه له قاتل سره د خبريال پلويتوب ښيي، دا چي قاتل تښتي قاتل ته برياليتوب او عام ولس ته ناکامي ده. بله خبره دا ده چي دلته هدف د قاتل برياليتوب يا ناکامي نه، بلکي تېښته ده. د دې جملې لوی عيب دا دی چي ولسي ريښه نه لري او بل دا چي بې ضرورته جمله اوږده سوې ده، په لنډ ډول ويلای سو چي (قاتل وتښتېد).

۵: معين، معاون، مرستيال
ځيني خبريالان معين په مرستيال ترجمه کوي. مرستيال د معاون ترجمه کېدای سي، خو د معين ترجمه هيڅکله نه سي کېدای او تر اوسه لا په پښتو کي معين ته پښتو کلمه نه لرو. معاون او معين تر خپل منځ خورا ډېر توپير لري. معين يوازي د وزير مرستيال ته وايي او معاون د ولسمشر، والي، رئيس او نورو عادي مامورينو لپاره هم کارېدای سي.

.