کور / راپور / چارواکي: ځانګړو ځواکونو په زابل کي ۵ طالب وسلوال وژلي دي

چارواکي: ځانګړو ځواکونو په زابل کي ۵ طالب وسلوال وژلي دي

د کندهار ولايتي چارواکي وايي، چي د زابل ولايت په ښار صفا ولسوالي کي تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو عمليات کړي دي، چي ۴ طالب وسلوال يې  وژلي او ۵ تنه يې ژوندي نيولي دی.

د کندهار ولايت مقام څخه يوه خبرپاڼه کي ویل سوي چي دغه عمليات د ښار صفا ولسوالۍ د توغان، حاجي عبدالروف او حاجي صالح محمد کلیو کي ترسره سوي دي.

په خبرپاڼه کي ویل سوي، چي په یادو عملیاتو کي یو شمیر مهمات او چاودېدونکي توکي هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي، چي په سیمه کي يې له منځه وړي دي.

خو طالبانو ددغه عملياتو په هکله تر دا مهاله څه نه دي ويلي.

.