کور / راپور / هلمند: نادعلي ولسوالۍ کي د ملي اردو پر قرارګاه بريد مرګژوبله اړولې ده

هلمند: نادعلي ولسوالۍ کي د ملي اردو پر قرارګاه بريد مرګژوبله اړولې ده

د هلمند په نادعلي وسلوالۍ کي د ملي اردو پر يوې قرارګاه ځانمرګی بريد سوی، چي افغان سرتېرو ته يې مرګژوبله اړولې ده.

دغه بريد نن له غرمې مخکي د نادعلي وسلوالۍ په چاراهي پای سيمه کي د ملي اردو پر قرارګاه سوی دی.

دنادعلي ولسوال بريالی نظري وايي، په دغه بريد کي د ملي اردو ۳ سرتېری وژل سوي دي.

خو د ملي دفاع وزارت بيا ويلي چي په بريد کي دوه افغان سرتېري وژل سوي او دوه نور ژوبل دي.

د بريد پړه طالبانو پر غاړه اخيستې او د ګڼو افغان سرتېرو د وژلو ادعا يې کړې ده.