کور / راپور / مولانا فضل الرحمن: د تحريک انصاف په مشرۍ د حکومت نړېدو ته لږ وخت پاتي دی

مولانا فضل الرحمن: د تحريک انصاف په مشرۍ د حکومت نړېدو ته لږ وخت پاتي دی

د جميعت علماء اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمن وايي، چي د حکومت د نسکورېدو وخت رانژدې سوی دی او ډېر ژر به د تحريک انصاف حکومت له منځه ولاړ سي.

نوموړي چي په پېښور کي د حکومت ضد احتجاجي ناستي ته وينا کول د پاکستان پر اقتصادي پاليسيو هم نيوکي وکړې.

مولانا وويل، پاکستان دا مهال ۱۰۰ اربه ډالر پوروړی دی، ځکه يې د اسيايي بانک څخه د اقتصادي بحران څخه د وتلو لپاره د يو ارب بېړني پور غوښتنه کړې ده.

مولانا فضل الرحمن د اکتوبر پر ۳۱ نېټه په اسلام اباد کي د (ازادۍ مارچ) په نوم پرلتونه پيل کړل، خو څو ورځي وروسته يې دا لړۍ ودرول او ويې ويل، چي اوس غواړي د پاکستان په نورو ښارونو کي د حکومت ضد احتجاجونه پيل کړي.

 مولانا او د هغه ملګري وايي، چي د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت د درغليو له لاري راغلی دی او بايد عمران خان استعفا ورکړي، ترڅو بيا ټاکني وسي او نوی حکومت رامنځ ته سي.