کور / راپور / د بشري حقونو سازمان: پاکستانی رياست له انساني حقونو سرغړوني کوي

د بشري حقونو سازمان: پاکستانی رياست له انساني حقونو سرغړوني کوي

د بشر د حقونو نړيوال سازمان وايي، چي په پاکستان کي د انساني حقونو لپاره هيڅ کار نه دی سوی او په دې برخه کي ورځ تربلي اندېښنې زياتېږي.

د بشري حقونو د ورځي په مناسبت دغه سازمان  ويلي، چي په پاکستان کي پر ښځو او ماشومانو جنسي تشدد زور اخيستی او هر کال ددې پېښو کچه لوړه خېژي.

په پاکستان کي د بشري حقونو کميسون وايي، چي خلګ د رياستي ادارو لخوا لادرکه کېږي، وژل کېږي او آن پر ماشومانو او ښځو د رياست لخوا جنسي تشدد کېږي، خو حکومت ددې پېښو په له منځه وړلو کي پاتي راغلی دی.

پاکستان په نړيواله کچه د بشری حقونو په ماتولو تورن هيواد بلل کېږي.