کور / راپور / امريکا د ۴۰۰ کسانو قاتل راو انور د نړيوالو مجرمينو ليست ته اچولی دی

امريکا د ۴۰۰ کسانو قاتل راو انور د نړيوالو مجرمينو ليست ته اچولی دی

امريکا د سلګونو پښتنو قاتل راو انور د جنګي مجرمينو په نړيوال ليست کي دخل کړ.

د کراچي د پوليسو پخوانی مشر او د ۴۰۰ کسانو قاتل راو انور تېره ورځ د امريکا د خزانې وزارت لخوا د بشری حقونو د سرغړونکو په ليست کي شامل سو.

راو انور په کراچي کي د خپلي دندي پر مهال د جعلې مقابلې په نوم په سلګونو کسان وژلي دي.

نوموړي د جنوبي وزيرستان پښتون فعال نقيب مسيد هم په جعلي مقابله کي ووژی او د هغه د وژلو سره د راور انور پرضد د پښتنو لاريونونه پيل سول، چي بالاخره نومړی له خپلي دندي ليري کړل سو.

امريکا ويلي “راو انوار چي د کراچي د ملير ضلعې د پوليسو مشروو، هغه وخت د پولیسو د جعلي مقابلو ذمه وار وو، هغه په ۱۹۰ پېښو کي ککړ دی چي پکي يې د نقيب الله مسيد په ګډون ۴۰۰ کسان يې وژلي دي”.

د امريکا د خزانې وزارت وايي: “راو انوار په مبيینه توګه د پوليسي جرمونو او د غلو د ډلې مشري کوله هغه به له خلکو څخه باج اخيستی، ځمکي به يې نيولي، په نشه يي توکيو او وژنو کي به ککړ وو، په همدې اساس د بشري حقونو د سرغړونکو په نوملړ کي اچول سوی دی”.

د خزانې وزارت سيکرټر سټيون ويلي “امريکا د عامو بې ګناه خلکو وژنه، په هغوی تشدد، په دوی جنسي تيری او تښتونه نه زغمي، او امريکا په نړیواله کچه د بشري حقونو د سرغړونکو پرضد جنګيږي”.

راو انور دا مهال په پاکستان کي ازاد ګرځي او د رياست د هعه پرضد  مقدمې جوړولو ته خنډونه جوړوي.