کور / راپور / ننګرهار کې يو ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندي نيول شوی دی

ننګرهار کې يو ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندي نيول شوی دی

چارواکي وايي،امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې یو ځآنمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې له يو موټربم سره يوځای نيولی دی .

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، د دې ولایت ملي امنیت مؤظفینو یو ځآنمرګی بريدګر چې غوښتل یې جلال اباد ښار کې پر يوه دولتي اداره موټر بم بريد ترسره کړي موخې ته تر رسېدو وړاندې له یو بل همکار سره یو ځای ونیول شو .

نيول شوی ځانمرګی بريدګر،د هغه همکار او موټر بم د لېندۍ په ۱۹مه د ننګرهار ملي امنيت رياست کې خبريالانو ته وښودل شول.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په يو رسنيز کنفرانس کې وويل، د ملي امنيت ادارې د دغه ولايت د مرکز  جلال اباد ښار په شپږمې ناحیې سیمه کې یو ځآنمرګی بريدګر له فلاینکوچ ډوله موټر بم او دغه راز له يو همکار سره يوځای نيولي دي.

هغه زياته کړه، بريدګر په وسله والو طالبانو پورې اړوند دی او په جلال اباد ښار کې يې پر يوې دولتي ودانۍ باندې د بريد پلان درلود، په همدې موخه یې په موټر کې شاوخوا یو ټن  TNT چاودیدونکې توکې ځای پر ځای کړی وو، نوموړی وایي،په دغه قضيه باندې د ملي امنيت ادارې يوه نيمه مياشت  کار کړی او بلا اخيره تېره ورځ يې بريدګر او موټر بم په نیولو سره په جلال اباد ښار کې د خونړۍ پېښې مخنیوی وکړ .

هغه د ملي امنیت منسوبینو څخه مننه وکړه او پر ولس یې غږ وکړ چې د اطلاعاتو په ورکړه کې له امنیتي او کشفي ارګانونو سره مرسته او همکاري وکړي .

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د پوښتنو په ځوابونو کې نيول شوي ځانمرګی بريدګر رياض چې په صدام حسين مشهور دی وویل، د جهاد په خاطر ځانمرګي بريد ته چمتو شوی و او غوښتل يې بهرنيانو باندې ځانمرګی بريد وکړي؛ خو اوس نه پوهېده چې د پلان جوړونکو پلان کوم ځای و.

دغه راز له نوموړي سره نيول شوی بل تن سليمان شاه مشهور په زبير چې ځانمرګی او موټر بم يې خپل کور کې ساتل وايي، له تېرو شاوخوا شپږو کلونو راهېسې د طالبانو په ليکو کې فعاليت کوي.

هغه وايي، ځانمرګی او موټر بم په خوږياڼو ولسوالۍ کې چمتو شوي و او بيا ده ته د سره رود په بالاباغ سيمه کې وسپارل شول، چې وروسته دوی ته د بريد ځای په نښه کېده.

چارواکي وايي نيول شوي دواړه د کونړ ولايت د نورګل ولسوالۍ اصلي استوګن دي چې د بريدګر همکار اوسمهال په جلال اباد ښار کې اوسېږي.

په همدې حال کې ننګرهار والی شاه محمود میاخېل د ملي امنیت ځواکونو د ترسره شویو عملیاتو څخه ستاینه وکړه او ورته یې نغدي ډالۍ هم ورکړې .