کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان /دوه ويشتمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان /دوه ويشتمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت


—————-
۱: د افغانستان کريکيټ ټيم پاکستان ته سخته ماته ورکړه
کله چي سړی پورتنۍ ګونګه او له مبالغې ډکه جمله لولي، نو نه يې په ذهن کي څه ورتېرېږي او نه يې هم سترګو ته څه درېږي، ځکه چي دلته د ماتي لپاره د (سخت) قيد راوړل سوی چي هيڅ تعريف، حدود، جزيات او مقياسي واحد نه لري. دا ډول جملې په حماسي ادب کي ځای لري، مثلا که ووايو چي ( افغانانو په ميوند کي انګرېزانو ته سخته ماتې ورکړه). دا جمله له دې امله روښانه مفهوم لري چي د جنګ د ګټلو مفهوم ځني اخيستل کېږي او د جګړې ګټل او په هغه کې مبالغه خپله يو خوند لري، خو که د ژورناليزم په ژبه خبري کوو، نو بايد جزيات روښانه کړو. د خبر يا راپور سرليک بايد لږ تر لږه يو (WH Questions) جواب کړي، لکه څه شی؟ چېري؟ څنګه؟ چا؟ څه وخت او ولي؟ دلته وينو چي د (سخت) قيد يوه پوښتنه هم نه ده ځواب کړې، خو که ووايو چې ( افغانستان د (۱۸۵) منډو په توپير له پاکستانه لوبه وګټله)، نو وينو چي دلته د منډو شمېر روښانه شوی او دې کار د (سخت) قيد څه ناڅه روښانه کړی دی.

۲: د پيسو مينځل که سپينول؟
دا کلمه بې سواده ترجمانانو لومړی د انګليسي ژبي له (Money Laundering) څخه ټکي په ټکي دري ته د (پولشویی) په نوم ژباړلې او بيا پښتنو ترجمانانو له دري څخه د پيسو پرېولل په نوم ترجمه کړې ده. په پښتو کي (پرېولل يا پرېمنځل) يوازي په اوبو يا بلي مايع ماده باندي د اجسامو او فزيکي شيانو د پاکولو لپاره راځي، لکه لاسونه پرېولل، کالي پرېولل، غالۍ پرېولل، خو پيسې که څه هم جسم دی، مګر د قانوني کولو پړاو يې له اوبو او نورو مايعاتو سره اړه نه لري، دلته په حقيقت کي پرېولل د قانوني کولو په مانا يادېږي. څرنګه چي د دې پيسو مقابل ډول ته (توري پيسې) وايي نو د تورو پيسو قانوني کولو ته ( د پيسو سپينول) تر ټولو لنډه، روښانه او ساده بديل دی، ځکه چي سپينول په پښتو کي د قانوني کېدلو او ګناه څخه د پاکېدلو مانا لري. کله چي يو څوک حکومت ته پورته سي، ياني ياغي سي او بيا يو څو مخور شخصيتونه او مشران د تور کس او حکومت تر منځ روغه وکړي او په نتيجه کي تور کس د حکومت له عدلي او قضايي تعقيب څخه معاف سي، نو خلک وايي چي فلانی مو حکومت ته سپين کړ، خو که دا شخص له حکومت سره پخلا نه کړي او همداسي ياغي پاته سي، نو خلک وايي چي فلانی د حکومت تور دی.

۳: معيوب که معلول؟
له يوې راډيو څخه مي واورېدل چي معلول ته يې د (نيمګړي) کلمه کارولې وه. زما په فکر دا د معلولينو سپکاوی دی. ځيني ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان بيا (معلول) ته (معیوب) وايي چي دا يوه زړه او غير منطقي کلمه ده. عيب اخلاقي او معنوي هم کېدای سي، خو معلول يوازي هغه چا ته ويل کېږي چي له جسمي او فزیکي پلوه ستونزه ولري، لاس يا پښه يې پرې يا فلج وي، غوږونه يې کاڼه او يا يې سترګي ړندې وي، فزيکي معلوليت د انسان د خپل کرکټر او چلند محصول نه وي، خو معيوبيت د انسان له خپلو کړو وړو محصول وي، مثلا که څوک فاسد، رشوت خور، غل او يا بله اخلاقي نيمګړتيا ولري، نو معیوب ورته ويلای سو. ځيني وخت معيوب د غير ذيروح شيانو لپاره هم راځي، مثلا د یوه موټر بانټ کړوپ سوی دی، کله چي يو څوک دا موټر رانيسي، نو د بانټ کړوپوالي ته يې ګوته نيسي، وايي دا موټر عيب لري چي معيوب يې مفعولي حالت دی. که ولسي محاورو او بانډارونو ته ځير سو، نو معلولينو ته (معذور) هم وايي. عذر معمولا مثبته مانا لري، یاني یو څوک ځکه دا کار نه کوي او يا يې دا مسئوليت نه دی ادا کړی او یا يې نه سي ادا کولای چي عذر لري، ياني د دې مسئولیت د ادا کولو لپاره وسايل (لاسونه، پښې، سترګي، غوږونه، جوړ اعصاب، حافظه او د وجود نور سيسټمونه يې غير فعال دي.

۴: له نوم اخيستلو څخه ډډه کول که نوم نه يادول؟
ډډه (څنګ) او (اړخ) ته وايي، لکه وني، دېوال يا بالښت ته ډډه لګول، ياني په ولسي ژبه کي معمولا ډډه په همدې مفهوم کارول کېږي. دلته زموږ هدف دا دی چي يو څوک خپل نوم نه يادوي، نو ښه به دا وي چي ووايو: (يوه نجلۍ چي خپل نوم نه يادوي وايي). د دې جملې ښېګڼه دا ده چي ساده، لنډه او ولسي ژبې ته نژدې ده.

۵: د نورو کلونو په پرتله/ تر پخوا سږکال
ځيني خبريالان د تفضيلي صفت او حالتونو لپاره اکثره وخت د (پرتله) کلمه کاروي، ما تر اوسه پوري دا کلمه په ولسي ژبه بانډار کي نه ده اورېدلې. ولس هم د دوو حالتونو يا دوو شيانو تر منځ پرتله يا مقايسه کوي، خو په لنډو او اسانه ټکو کي يې کوي، د بېلګي په ډول به دا جملې راواخلو:
الف: د پاکستان لپاره د نورو هيوادونو په پرتله د افغانستان امن مهم دی
ب: کندهار: د پخوا په پرتله د موټر پلورلو بازار ټکنی سوی دی
ج: د مالیې وزارت: سږ کال د تېرو کلونو په پرتله ډېره بودیجه لګول شوې ده
د: اوچا: د تېرو کلونو په پرتله په جګړو کې (۲۱) سلنه ډېروالی راغلی دی
ه: د بلخ د ميوو حاصلات سږ کال د تيرو کلونو په پرتله زيات شوي دي.

اوس له پورتنیو جملو څخه د (پرتله) کلمه ليري کوو او پر ځای يې ولسي بديل کاروو:
الف: د پاکستان لپاره تر نورو هېواونو د افغانستان امن مهم دی
ب: کندهار: تر پخوا د موټر پلورلو بازار ټکنی سوی دی
ج: مالیې وزارت: تر پخوا سږ کال ډېره بودیجه لګول شوې ده
د: اوچا: سږکال جګړه تر پخوا (۲۱) سلنه ډېره شوې ده
ه: سږکال تر پخوا د بلخ د ميوو حاصلات ډېر شوي دي.
اوس وينو چي د (پرتله) پر ځای د (تر) او (پخوا) کلمو د (پرتله ) ځای نيولی دی، په دې ډول جمله هم لنډه شوې او هم ولسي محاورې ته نژدې سوې ده.