کور / راپور / اردوغان: د افغان سولي په هڅو کي ترکيه د افغان حکومت بشپړ ملاتړ کوي

اردوغان: د افغان سولي په هڅو کي ترکيه د افغان حکومت بشپړ ملاتړ کوي

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي، چي په افغانستان کي په هره بيه چي وي بايد سوله راسي، ترڅو د ترهګريزو ګروپو له منځه وړلو او په دغه هیواد کي پانګي اچولو ته لاره هواره سي.

ښاغلي اردوغان د د اسيازړه کنفرانس کي د وينا پر مهال وويل، چيدافغان حکومت او خلکو له هڅو باید ملاتړ وسي او هیڅکله د دې اجازه ورنه کړل سي چې د تېرو ۱۸ کلونو پرمختګونه او لاسته راوړنې یې له منځه ولاړي س.

نوموړي وویل “ موږ له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو او باید د نشه یي توکو پر ضد مبارزه وکړو او تر هغې چي اړتیا وي موږ باید د افغان ځواکونو تر څنګ واوسو او ملاتړ یې وکړو”

اردوغان  پر نړيوالو ږغ وکړ چي په افغانستان کي پانګونه وکړي ترڅو دغه هيواد پر خپلو پښو ودرېږي او د ترهګرۍ د له منځه تللو سره مرسته وکړي.