کور / سياسي / راتلونکی نظام بايد له ځان سره بنيادي اصلاحات و لري

راتلونکی نظام بايد له ځان سره بنيادي اصلاحات و لري

ليکنه: اېمل افغان

درنو لوستونکو! موږ بايد د خپل هېواد د آبادولو او د خدمت د بېلا بېلو مسؤليتونو په  برخه کې تل د يوه داسې هدف په لټه کې و اوسو، چې د افغانستان د ولس او په تېره بيا د مملکت د محرومو طبقو او ځوانانو لپاره د مادي او معنوي ودې يو مثبت او رښتينی چاپېريال او محيط را پيدا کړي، چې ټول و طنوال د هېواد د ودانولو او سر لوړۍ په لار کې يو شان برخه واخلي او د ذمه وارۍ احساس دې په ننني حالت کې وکړي ترڅو له دې موجوده سياسي بحران څخه خلاص شو.

وختونه تېر شول او کوښښونه و شول، چې هغه عوامل او خنډونه ورو ورو له منځه يوسو، چې د  تجربو له مخې په بېلا بېلو شکلونو دغو هدفونو ته د رسېدو مخنيوی کوي او په تېره بيا په هېواد کې يو داسې باوري امنيت، سياست، فرهنګ او کړنلاره چې مثبت اقتصادي او اجتماعي تحول ته په سالم ډول لاره هواره وي ځوان کهول ته د مصؤنيت احساس ورکړي او د ناوړه او ارتجاعي ودې مخنيوی وکړي.

له دغو مراحلو تر تېرېدو وروسته بل هېڅ دليل پاتې نه دی، چې دغه مقصد ته د رسېدو لپاره دې زموږ په هېواد کې د سولې په اړه نوې پاڼه وانه وړي.

موږ د خپل هېواد د راتلونکې نيکمرغۍ لپاره د يوې رښتينې او معقولې ديموکراسۍ له جوړېدو نه پرته چې بنياد يې د افغانستان د خلکو اکثريت ته په خدمت و لاړ دی بله لار نه لرو او نه شته. زموږ  په نظر د دغسې يوې اجتماعي او بدې سياسي وضعې اصلي بنسټ د خلکو د حقوقو پوره تامين او د ملي حاکميت په اصل باندې کامل اعتراف دی، چې نه بايد دغه دوه لوی ټکي په پټ يا څرګند ډول زيانمن شي.

دغه مقدسه هيله ده، چې موږ يې څلوېښت کاله پخوادې ته اړ کړي يو، چې د خپل ځان  او خپلو ملګر وروستي نظريات او تګلارې خپلو هېوادوالو ته وړاندې  کړو او د افغانستان د ملت د خير او نيکمرغۍ لپاره يې د پلي کېدو هيله په ننيو شرايطو کې له طالب چارواکو او حکومت څخه وکړو خو دا چې د هغې مقدسې هيلې سره ولې د مملکت دې بې سرو سامانۍ ته وځي او زموږ هغه په نفس کمزوري مشران ولي له اصل مقصد نه و اوښتل او په يوه غلطه لاره  لاړل او روان دي دا بيا ځان ته يو ځانګړی بحث غواړي.

 په هر صورت نتيجه دا چې هغه اميدونه او ښې هيلې په يوې داسې اړولې ديموکراسۍ بدلې شي، چې له لومړي سره يې بنسټ په شخصي عقدو او شخصي او طبقاتي ښېګڼو په تقلب او دسيسو په دروغو او ريا کاري او د خلکو په غولولو باندې ولاړ نه وي. خو د دغو ټولو تبليغاتو په همدې څلوېښت کلونو کې د اقتصادي او سياسي حالت د مطلقې ګډوډۍ او د مملکت د اداري اجتماعي او سياسي حالت د مخ په ښکته تګ هغه ترخه حقايق د افغانستان د ملت او خارجي نړۍ د سترګو نه پټ نه کړای شول لنډه دا چې ديموکراسي يعنې د خلکو حکومت په يوه خپلسرۍ او انارشيزم او د مشروطه جګړه ييز رژيم په يوه مطلق العنانه رژيم بدلول دي او دغه ټول قدرتونه د يو بل غاړې ته او د خلکو غاړې ته ور لوېدل او تفرقه اچول او حکمراني وکړه حيلو په ټول مملکت کې اور بل کړی، چې په دې وسيله د دې ککړې او خړې پړې او له بدبختيو او فقر او هلاکت نه ډکې فضاء په سيوري کې ناوړه مادي او ممکن سياسي مقصدونه تر سره شي.

د مملکت په هر ګوټ او غاړو څنډو کې چې وطن پرستان دي دغه زړه دردونکی حالت يې په ډېرې خواشينۍ او غمجنۍ ګوري او د خپل وطن د حال څارنه  کوي. په تېره بيا اردو دغه درد  تر ټولو زيات محسوسوي او په دې اميد چې نن يا سبا به دغه فاسده ورانه ويجاړه دستګاه د ملت په دغه بدبخت حالت باندې پوه کړي او د خپل ځان سمولو کوښښ به وکړي، ډېر صبر او حوصله  په دې څلوېښت کلنه جګړه کې افغان ملت  وکړه، خو نتيجې ثابته کړه چې دا هيلې بېخي بېځايه دي او د دولـت رژيم او تر لاس لاندې سياسي دستګاه دومره فاسده شوې، چې د سمېدو آسره يې پاتې نه ده. نو ځکه ټولو وطنوالو په تېره بيا اردو  او ملي پوليس دې ملا و تړي چې نور دغه فاسد نظام لرې کړي او وطن له دې بدبختۍ نه خلاص کړي.

خبره داده  هغه فاسد نظام بايد له منځه لاړ شي کوم، چې په دې ملت باندې نن سياسي ملنډې وهي او د اسلام له حقيقي روح سره برابرې خبرې کوي يعنې په دې توګه د جګړې دواړه خواوې وايې چې موږ مسلمانان يو هغه کې د افغان حکومت په دننه کې کوم کسان دي او که د افغان حکومت مخالفې ډلې دي ولې له ټولو نه نن جالبه خبره داده چې په ترکيه کې د افغان حکومت مخالفې ډلې له نننيو امريکايانو او بهرنيانو سره د سولې په بهانه خبرې کوي، ولې له افغان حکومت سره چې ساده سيده مسلمانان دي نه کوي نو اوس تاسو خپله پرېکړه او قضاوت وکړۍ چې مسلمانان څوک دي؟ او کومه ډله د هېواد لپاره په ګټه ده په دواړو بايد سړی نن بد و وايي که ښه؟

 زه نن د زړه له اخلاصه په سوله را وستونکو افتخار کوم او دا ور څخه هيله لرم چې نور جګړه بس ده تاسي هم د ګران افغانستان بچي ياست او په دې کې د افغانستان او د افغانستان د ملت لپاره سر لوړي او نيکمرغي غواړو.

د افغانستان مېړنۍ اردو هر چېرې او د مملکت په هر ګوټ کې چې وي باور پرې لرو، خپلو وظيفو ته به دوام ورکوي د افغانستان د ملي حاکميت ساتنه او د امنيت تامين به کوي. همدا شان متوجه اوسئ ترڅو تش په نامه د سولې پلويان په قطر او نننۍ ترکيه کې همداسې مات کړي.

نوی او راتلونکی نظام بايد طبعاً له ځان سره بنيادي اصلاحات راوړي، چې تفصيل يې په دې لنډ وخت او دې مقاله کې امکان نه لري او په راتلونکو ليکنو کې به پرې بحث وکړو .

د افغانستان بهرنی او کورنی سياست نن بايد په  بېطرفۍ، په نظامي ډلو ټپلو کې د برخې اخيستو او په خپله د افغانستان د خلکو په آزاد قضاوت له دې وروسته ولاړ وي چې موږ څنګه کولای شو خپل کارونه په خپله د بېطرفه نظام له لارې حل او فصل کړو. بل د افغانستان نړيوال سياست دې د ولس د مادي او معنوي ژوندانه لپاره د هېواد د ملي هيلو په بنياد وروسته د ټاکنو له اعلانېدو څخه و درول شي.

زموږ د ملي کوښښ او هيلو نه په ډاګه څرګندېږي، چې زموږ د هيلو ترسره کېدل تر ټولو زيات د نړۍ سولې ته اړتيا لري. هېڅ يو هېواد بې د نړۍ له سولې نه په خپلو هيلو بريالی کېدای نه شي.

څنګه چې موږ ځان له هر چا نه زيات د خپل هېواد د ترقۍ په لاره کې کوښښ ته اړ بولو نو تر هر چا زيات د نړۍ سوله او سلامتيا غواړو.

نو همدا وجه ده، چې د افغانستان د سياست لومړۍ ستنه د سولې غوښتنه او د نړۍ له ټولو ولسونو او ملتونو سره دوستي کول دي.

په دغه هيله کې له موږ سره د هېڅ يوه لوی، واړه لرې يا نږدې هېواد يا ولس هېڅ ډول توپير نه شته دغه خپلواکه اراده د افغانستان د ولس له آرزو ګانو څخه الهام اخلي. هغه عنصر، چې د افغانستان د رواياتي بېطرفه سياست ته امتياز ورکوي د هغه څرګند صراحت او صميميت دی، چې د افغانستان د ملي ارادې د خپلواکۍ نماينده ګي بايد له دې ټاکنو وروسته وکړي.

په دې اساس له دوستو دولتونو سره د افغانستان د دوستۍ اړېکې خپله مضبوطه سټه ټينګه ساتلې ده او د هغو په زياته پراختيا کې به د ديپلوماسي شخصي روابطو او بين المللي همکارۍ له لارې کوښښ و شي او زموږ هيله داده، چې له هغه نه مثبتې او عملي نتيجې واخيستل شي چې نن ورته افغان ملت سخته اړتيا ورته لري.

راتلونکی نظام بايد د ملګرو ملتو د منشور اساسات چې مقصد يې د بشري نړۍ نيکمرغي او آرامي ده، ملحوظ او محترم و ګڼل شي ترڅو افغانان هم د نړۍ د رسېدلو هېوادونو په ليکه کې و شمېرل شي.

بله په زهرو لړلې مړۍ او مسئله له تور پنجاب سره زموږ د روابطو په اړه چې يوازينی هېواد دی د پښتونستان د قضيې په سر  ورسره يو سياسي اختلاف لرو او تر اوسه پورې د هغه په حل نه يو بريالي شوي د پښتونستان د قضيې د حل د لارې د پيدا کولو لپاره دا ځل بايد يوه دايمي پرېکړه ترسره شي چې هغه خپل کړو، ترڅو له دې شته بحران څخه خلاص شو.

په پای کې يوځل بيا په دغه ستر ملي بري سره چې هغه به د افغانستان د ټاکنو د اعلان مسئله وي مبارکي وايم اوله ټولو وطن پرستانو په تېره بيا د افغانستان د فداکاره اردو نه چې له هېڅ ډول خالصانه سعې او خپل وس او کوښښ نه يې ځان نه دی سپمولی د زړه له اخلاصه  مننه کوم او خپل امتنان وړاندې کوم چې اوس دې افغان سياستوال هم خپلې ماتې چاه چې په ټاکنو کې د کانديد په توګه نوم ثبتونه کړې وه خپله ماتې ومني او د ملت د کار لپاره دې په خپله خاوره کې پيسې را بډ وهي چې په دې کار سره خپل هېواد د پرمختګ په لور روان کړي.

څرنګه چې د هېواد په ابادولو کې زموږ کوښښ اخر نه لري نو د هېواد له ټول ولس او په تېره بيا د ځلمي کهول د همکارۍ دوام زموږ د ټولو د زړه د تل غوښتنې دي او د هغو د حاصلولو پوره هيله لرم چې په دې برخه کې د زړه له کومې عملاً لاس په کار شي او نننی هېواد ګل او ګلزار کړي.