کور / راپور / د حزب اسلامي ۵۰ مشران د ګلبدين حکمتيار څخه جلا سوي دي

د حزب اسلامي ۵۰ مشران د ګلبدين حکمتيار څخه جلا سوي دي

د حزب اسلامي پنځوسو مطرحو کسانو د ګلبدين حکمتيار څخه خپله لاره جلا کړې ده.

د سولي د عالي شورا غړی او د حزب اسلامي يو مخکښ مشر قاضي محمد امين وقاد وايي، چي ده او دده همفکره کسانو چي شمېر يې ۵۰ کسانو ته رسېږي د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار څخه خپله لاره بېله کړې ده.

نوموړي د ازادۍ راډيو سره په يوې مرکه کي ويلي: “د پنځوسو په حدودو کي افغانستان شموله کسان دي چي حزبي سوابق لري، په جهاد کي پاته سوي، سولې ته یې کار کړی، په خپلو سیمو کي مطرح او د خلکو ملاتړ لري، دوی له ډیر انتظار وروسته چي بې برخلیک پاته سوي و او د حکمتیار سره یې اړیکي نه وې، دروازې ورباندي بندې وې، بلاخره مو پریکړه وکړه چي د فعلا لپاره د اتحاد شوراهای حزب اسلامي ترنامه لاندې یو مؤقت جریان پیل کړو.”

ګلبدين حکمتيار تر دا مهاله د خپلو غړو د جلا کيدو په هکله څه نه دي ويلي.