کور / راپور / خيبر پښتونخوا: په بنو کي د پوليو ضد واکسين کارکونکې د وسلوالو په ډزو وژل سوې ده

خيبر پښتونخوا: په بنو کي د پوليو ضد واکسين کارکونکې د وسلوالو په ډزو وژل سوې ده

د خيبر پښتونخوا په بنو کي د پوليو ضد يوه فعاله او يو بل کس د وسلوالو په ډزو وژل سوي دي.

دغه پېښه د پوليو ضد پرکارکونکي بس تاج بي بي باندي د بسيه خيل د پوليسو تاڼې ته څېرمه سوې ده.

دسرچینو په وینا بس تاج بي بي خپلې دندې له په یوه رکشه کې روانه وه چې دبسیه خیل سیمې سره نامعلومو وسله والو پر هغې ډزې وکړې.

په دې ډزو کي بس تاج بي بي او د رکشې چلونکی عبدالروف لومړسخت ژوبل سوي او وروسته يې په روغتون کي ساه ورکړه.

په بنو کي سږ کال د پوليو ۲۴ پېښي ثبت سوي دي.

ډاکټران د پوليو  لامل دا بولي چي په دغه سيمه کي سختدريځي وسلوال نه پرېږدي چي د پوليو پرضد ماشومان واکسين کړل سي.