کور / اقتصادي / په خوست کي د افغانيو د ترويج کمپاين پيل سوی دی

په خوست کي د افغانيو د ترويج کمپاين پيل سوی دی

په خوست کي د افغانۍ رواجولول لپاره کمپاين پيل سوی او په دې برخه کي د افغانستان بانک مسؤولينو، ځايي خلګو او حکومتي چارواکو په ګډه کار پيل کړی دی.

خوست چي تر ډېره يې پېراوپلور په کلدارو دی، څو ځلي د حکومت او فعالانو لخوا د افغانۍ د رواجولو کمپاين پکي پيل سوی وو، خو لکه څنګه چي مهمه وه هماغسي اغېز يې نه وو لرلی.

د خوست ولايتي چارواکي وايي، دا ځل به ځکه دا کمپاين بريالی وي، چي کلداره ډېره کښته سوې او يوه افغانۍ  د دوو کلدارو سره برابره ده.

حکومت د ښار په دروازو کي صرافان ګومارلي دي چي ښار ته د راتلونکو کسانو کلداري په افغانيو بدلي کړي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي: “په خوست کي د افغانیو د ترویج پروسه پیل سوې ده، د ولسوالیو په لویو لارو او د خوست ښار په عبوري دروازو او د ښار په منځ کي هغه څوک چي راځي د پولیسو لخوا ښکته کېږي، دوی صرافانو ته معرفي کېږي، کلدارې ورکوي او افغانۍ ترلاسه کوي، ټولو امنیتي ارګانونو ته په سخته ویل سوي، چي د افغانیو د رایجولو لپاره مبارزه وکړي، ټول ولسونه راسره همکاره دي او د دې پروسې کلک ملاتړ کوي.”