کور / اقتصادي / د جاپان سفير: هېواد به ئې د ډاکټر ناکامورا نیمګړې پروژې بشپړي کړي

د جاپان سفير: هېواد به ئې د ډاکټر ناکامورا نیمګړې پروژې بشپړي کړي

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، په کابل کي د جاپان له سفیر میټسوجي سوزوکا سره د کتني پر مهال وويل، ډاکټر ناکامورا خپل زیات عمر د افغانستان خلکو ته په خدمت کي تېر کړ، چي نه شتون یې افغانانو او حکومت لپاره لویه ضایعه بلل کيږي او د افغانستان خلک د هغه د مرګ د خبر اورېدو سخت خواشیني کړل.

ښاغلي میټسوجسي د افغانستان د خلکو او حکومت د خواخوږۍ قدر داني وکړه . هغه وويل، چي هېواد به یې هڅه وکړي تر څو د ډاکټر ناکامورا نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

ډاکټر حمدالله محب وویل، چي د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به ډېر ژر د ډاکټر ناکامورا قاتلین تر پېژندلو وروسته ونیسي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به یې معرفي کړي.

هغه څرګنده کړه، چي د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټولو بهرنیو وګړیو او ډیپلماټانو د امنیت تامین مسوولیت لري او هغوی به هڅه وکړي چي دې چارې ته خپله پاملرنه لا زیاته کړي.

ډاکټر ناکامورا چي د افغانستان په ختيځ کي يې د اوبو د مهارولو په برخه کي پر سترو  پروژو کار کاوه د ډيسمبر پر څلورمه نېټه په جلال اباد ښار کي د بهرنيو استخباراتو لخوا د پنځو افغان همکارانو سره يو ځای ووژل سو.