کور / راپور / کابل کي د چاودېدونکو توکو بار موټر نيول سوی دی

کابل کي د چاودېدونکو توکو بار موټر نيول سوی دی

تېر ماښام د کابل پوليسو د چاودېدونکو توکو ډک موټر نيولی دی.

د کابل امنيه قومنداني وايي، چي پوليسو د کابل په نهمه حوزه کي د يو موټر په هکله مالومات ترلاسه کړي وه او د همدغه مالوماتو پر اساس يې د چاودېدونکو توکو ډک موټر ونيوی.

امنيه قومنداني وايي، په دغه موټر کي يې د ځانمرګو ۱۲ واسکټونه، دوه کلاشينکوفونه او ۷ لاسي بمونه پيدا کړي دي.

دا پر داسي مهال ده چي تېره ورځ امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې یو ځآنمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې له يو موټربم سره يوځای ونيوی.

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، د دې ولایت ملي امنیت مؤظفینو یو ځآنمرګی بريدګر چې غوښتل یې جلال اباد ښار کې پر يوه دولتي اداره موټر بم بريد ترسره کړي موخې ته تر رسېدو وړاندې له یو بل همکار سره یو ځای ونیول سو .

نيول شوی ځانمرګی بريدګر،د هغه همکار او موټر بم د لېندۍ په ۱۹مه د ننګرهار ملي امنيت رياست کې خبريالانو ته وښودل سول.