کور / راپور / پر بګرام پوځي اډې وسلوال بريد سوی دی

پر بګرام پوځي اډې وسلوال بريد سوی دی

نن سهار په پروان کي د بګرام هوايي اډې ته څېرمه ځانمرګی بريد سوی او وروسته وسلواله نښته رامنځ ته سوې ده.

د پروان سيمه ايز چارواکي وايي، چي لومړی د کورييانو په نوم روغتون سره ځانمرګی بريد وسو او له هغه وروسته وسلوال د روغتون له ودانۍ څخه د بګرام پر هوايي اډې باندي ډزي پيل کړې.

د پروان د والي ويانده وحيده شهکار وايي، چي د بريد وروسته سيمه د بهرنيو ځواکونو لخوا کلابنده سوې ده او ډزي رواني دي.

د بريد مسؤوليت تر دا مهاله کومي وسلوالي ډلي پر غاړه نه دی اخيستی.