کور / راپور / سراج الحق د کشمير لپاره د اواز اوچتولو ږغ کړی، خو د پښتنو په هکله چوپه خوله دی

سراج الحق د کشمير لپاره د اواز اوچتولو ږغ کړی، خو د پښتنو په هکله چوپه خوله دی

د جماعت اسلامي امير سراج الحق ويلي، چي پاکستان بايد د کشمير د خلګو اواز اوچت کړي، ځکه هلته تشدد روان دی.

سراج الحق ويلي، چي په کشمير کي اووه ماشومان لادرکه سوي او د پاکستان حکومت بايد د هغوی لپاره هم اواز اوچت کړي.

نوموړي پر داسي مهال دا څرګندوني کړي، چي په شمالي او جنوبي وزيرستان کي هره ورځ په لسګونو کسان لادرکه کېږي، ماشومان په ماينونو الوځي او ددغه سيمي پښتانه ځوانان د رياست لخوا په تشدد سره وژل کېږي.

د پاکستان رياستي ادارو او پوځ په لسګونو زره پښتانه وژلي او اوس هم د هغوی د نسل وژني لپاره هڅي رواني دي.

بل خوا په بلوڅ مېشتو سيمو کي هم رياستي ادارې د بشري حقونو په سرغړوني تورن دي او په زرګونوبلوڅان يې لادرکه کړي او وژلي دي.

.