کور / راپور / ګلبدين نايب: د اصغر په کپتانۍ کي لوبه نه کوم

ګلبدين نايب: د اصغر په کپتانۍ کي لوبه نه کوم

تېره ورځ د افغانستان کرکيټ بورډ اصغر افغان د کرکيټ د ملي لوبډلي مشر اعلان کړ، چي په دې سره نوموړی د ټولو دريو فارمټونو (يو ورځنی، شل اوريزو او ټيسټ ) لوبو لپاره مشر وټاکل سو.

د اصغر افغان د مشرۍ سره ګلبدين نايب سخت مخالفت څرګند کړی دی او ويلي يې دي چي تر څو هغه کپتان وي، دی به په ملي لوبډله کي ونه لوبېږي.

ګلبدين نايب ويلي، چي اصغر افغان د افغانستان په کرکيټ او ددغه هيواد په بيرغ ملنډي ووهلې.

نوموړی وايي، چي افغان د خپلو ګټو لپاره په ملي لوبډله کي خنډونه جوړوي او تعصبي چلند کوي

هغه ويلي، په پاکستان کي افغان سفير عاطف مشعل اوس هم په کرکيټ بورډ کي خپله کړۍ لري چي ټول زما پرضد دي او د عاطف مشعل د فساد شواهد ورسره پراته دي.

نايب وايي، چي عاطف مشعل ولسمشر ته د کرکيټ په هکله غلط مالومات ورکړي دي، خو زه به يوه ورځ د ولسمشر سره کښېنم او هغه ته به ټول حقايق ووايم.