ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان /څلورويشتمه برخه
Aziz Rahman Hazim
ليکنه عبدالنافع همت
—————-
۱: درانه جرمونه که لوی جرمونه؟
دا ترکيب هم له دري څخه ټکي په ټکي پښتو ته راژباړل سوی دی، په دري کي وايي چي: (جرايم سنګين). د دې ترکيب يو لوی عيب دا دی چي ولس يې نه وايي، بلکي يوازي د ميرزايانو په خولو کي اوړي رااوړي. په پښتو ژبه کي جرمونه په وزن نه اندازه کېږي چي پر درانه او سپکو ډولونو دي سره ووېشل سي. په دې ځای کي يو التباس او ګډوډي دا ده چي په پښتو ژبه کي دروند مثبته مانا هم لري، مثلا موږ وايو چي فلانی ډېر دروند سړی دی، فلانۍ ډېره درنه ښځه ده، فلانی ډېر دروند مشر دی. په دې جملو کي دروندوالی د ښو اخلاقو او ستر شخصيت مانا ښندي. ساده او ولسي ترکيب دا دی چي ( لوی جرمونه) یې وبولو.
۲: شاهپور ځدراڼ توپ وهنه وکړه او که توپ يې وواهه؟
موږ تر کريکيټ پخوا د توپ ډنډې لوبه درلوده چي هم يې ډنډه او هم يې توپ کريکيټ ته ورته دی.دا لوبه د افغانستان په ډېرو سيمو کي رواج وه او اوس يې هم ډېری کليوال ځوانان کوي. (توپ وهنه وکړه) جمله کي د (وکړه) مرستندوی يا کمکي فعل ته هيڅ اړتيا نسته، که که ووايو چي شاهپور ځدراڼ توپ وواهه، نو د (وواهه) فعل په ګردان يا اوښتې بڼه کي پر يوه ټاکلې زمانه دلالت کوي او په دې ډول جمله هم لنډه او ساده کېږي او هم د ولس محاورې ته نژدې کېږي.
۳: کابل پوهنتون او که (د) کابل پوهنتون؟
په پښتو نحوه کي د (د) توری معمولا د ملکيت او اضافت لپاره استعمالېږي، لکه د ملالۍ کتاب، د احمد شاه بابا توره، د جميل قلم او داسي نور، خو کابل پوهنتون يو ترکيبي نوم دی، دلته هدف ملکيت نه دی، ځکه دا پوهنتون يوازي نه په کابل ولايت او نه کابليانو پوري اړه لري، بلکي (کابل) د دې پوهنتون نوم دی او د هر ولايت محصلين درس پکښي وايي. موږ داسي نور ترکيبي نومونه هم لرو لکه خوشال خان مېنه، رحمان بابا ليسه، سالنګ واټ، سپين غر هوټل، خو ځينو ميرزايانو ترکيبي نومونه د عبارت په ډول ليکلي او د نوم په سر کي يې د اضافت (د) ور زيات کړی دی لکه د باختر پوهنتون، د افغان ملي بيمې شرکت، د غازي امان الله خان ښارګوټی، د ابن سينا روغتون. په دې ترکيبي نومونو کي د ګرامري پلوه د اضافت (د) بېځايه ليکل سوی او ترکيبي نوم يې په عبارت اړولی دی، حال دا چي ترکيبي نوم او عبارت تر خپل منځ ژور توپير لري. د مثال په ډول (رحمان بابا لیسه) د رحمان بابا ملکيت نه ښيي او نه دا ليسه ده ته منسوبه ده، بلکي دا لیسه د رحمان بابا د درناوي او نوم ژوندي ساتلو لپاره د ده په نوم ياده سوې ده، خو که (د رحمان بابا زيارت) وايو او يا يې ليکو دلته د اضافت (د) ته اړتيا لرو او بايد وليکل سی، ځکه چي د دې توري په مرسته زيارت رحمان بابا ته منسوبېږي او له عام نوم څخه خاص نوم ته اوړي.
۴: د افغانستان په سلو کي (۵۴) خلک د فقر تر کرښه لاندي ژوند کوي / ( ۵۴) فيصد مردم افغانستان تحت خط فقر زندګی ميکند.
دا جمله له ګرامري پلوه مطلق عربي ده، مثلا (أثرياء تحت خط فقر السعادة). دا ډول جملې لومړی ايراني ميرزايانو له عربي څخه فارسي او بيا ميرزا ډوله ليکوالانو او خبريالانو له فارسي څخه پښتو ته ټکي په ټکي راژباړلي دي، مثلا وايي چې (۵۴) فيصد مردم افغانستان تحت خط فقر زندګی ميکند. زما په نظر فقر يا بېوزلي د کوم خط، چت، کيږدۍ، پل او تار نوم نه دی چي خلک دي تر هغه لاندي ژوند وکړي. بېزولي مستقل او فزيکي موجود نه دی چي په سترګو دي وليدل سي او بيا دي انسان ورته منسوب سي. فقر په حقيقت کي د ژوند د ځينو مادي او معنوي اړتيا وو نشتوالی دی لکه پيسې، اوبه، خوراکي مواد، تعليم، پوهه، خپلواکي، تمدن او داسي نور. په پښتو کي فقر ته (بېوزلي) او فقير ته (بېوزله) وايي، کله چي يو فقير چا ته د سوال لاس اوږد کړي، نو ځيني پښتانه دا دعا ورته کوي: ( خدای دي وزله وکړه). دلته (وزله) د چارې او امکاناتو په مانا ده، ياني خدای دي غوښتنه پوره کړه. د دې ميرزايي جملې تر ټولو ستر عيب دا دی چي ولس يې نه وايي، ولس وايي چي زموږ خلک ډېر بېوزله يا بېچاره ګان دي. پورتنۍ جمله په پښتو کي داسي ليکلای سو: (د افغانستان په سلو کي (۵۴) خلک بېوزله دي).
۵: ولسمشر د حشمت کرزي وژنه په کلکو ټکو وغندله
دا جمله اکثره وخت ميرزا ډوله خبريالان د راپور يا خبر د سرليک لپاره کاروي. لکه څنګه چي مو مخکي خبري ورباندي کړي وې په ژورناليستيکه اصطلاح د (WH Questions) څخه يوه پوښتنه هم نه جوابوي او د محتوا په لحاظ مبهمه جمله ده. سړی نه پوهېږي چي د ولسمشر ټکي به څومره کلک وه، لکه کاڼی، لکه فولاد، لکه الماس؟ که ولسمشر ويلي وای چي د حشمت کرزي وژنه يو ناځوان مردانه عمل دی، د حشمت کرزي وژنه د طالبانو کار دی او يا د حشمت کرزي غچ به خامخا اخلو. دا داسي جملې دي چي موږ ته د ولسمشر دريځ روښانه کوي او کلک الفاظ يو څه توجيه کوي او د اورېدونکي يا لوستونکي په ذهن کي يو څه يو څه ورګرځي.