کور / اقتصادي / د سټنډرډ ملي ادارې د کندهار څانګې په فعالیت پیل وکړ

د سټنډرډ ملي ادارې د کندهار څانګې په فعالیت پیل وکړ

د سټنډرډ ملي ادارې( انسا)د کندهار څانګې امریت په فعالیت پیل وکړ. د دغې ادارې لوی رییس ډاکټر محمد موسی عَلَمي دغه ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د والي حیات الله حیات او ځایي چارواکو په ملتیا د سټنډرډ ملي ادارې د کندهار څانګه پرانیسته.

دغه څانګه چي له دې وروسته به د تولیدي او وارداتي توکو پر کیفیت کار کوي، د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ له زیاتو هڅو وروسته فعالیت پیل کړ.

ښاغلی عَلَمي مني چي لا هم د توکو په کیفیت کې ستونزې موجودې دي، خو په وینا یې چي هڅه کوي، څو د تولیداتو، صادراتو او وارداتو کیفیت تضمین کړي. نومړي د کندهار ولایتي څانګه د سټنډرډ په برخه کې مهم ګام وباله.

دغه څانګه چي پرون د ښاغلي عَلَمي او ځایي چارواکو په موجودیت کې پرانیستل سوه، عیسی نورزی یې د امر په توګه معرفي سو.