کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/ پنځه ويشتمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/ پنځه ويشتمه برخه

ليکوال: عبدالنافع همت
—————–
۱: ناسته او که غونډه؟

په دري ژبه کي د عربي (جلسه) کلمه له پخوا څخه پاته وه چي اوس ځينو ليکوالو او خبريالانو په (نشست) ترجمه کړې او په رسنيو کي دود سوې ده. له دې ژباړي سره سم فارسي ځپلو او کابل ميشتو خبريالانو هم په پټو سترګو نشست په (ناسته) ترجمه او اوس يې د (غونډي) پر ځای کاروي. پوښتنه دا ده چي موږ او تاسي هره ورځ په ورځني او عادي ژوند کي کښېنو، ايا دا ډول ناسته غونډه بللی سو؟ جواب څرګند دی چي نه! هره ناسته غونډه نه ده. غونډه د يوې ځانګړي موضوع او هدف لپاره د څو اوړونده اشخاصو يا ګروپونو راټولېدو ته وايي چي يو ولسي او بل رسمي بڼه لري. (غونډه) ځکه مناسبه کلمه ده چي د خپلي محتوا دوه اړخونه افاده کوي: يو پر يوه ځای د خلکو يا ګروپونو راغونډېدل او بل يې فزيکي بڼه ده چي په ګيردي يا حلقوي بڼه سره کښېني، نو بايد د ناستي پر ځای غونډه ووايو او ويې ليکو. له بلي خوا بيا همدا ميرزا ډوله خبريالان دا هم وايي چي په فلاني ځای کي يوې امريکايي الوتکي بېړنۍ ناسته کړې ده، نو که غونډي ته ناسته ووايو د الوتکي ناستي ته به څه وايو؟

۲: ترسره کول او که کول؟
دا ډول جملې هره ورځ په رسنيو کي سره اوړي رااوړي. مثلا
الف:روسیه د افغانستان سرحدي سیمو ته نږدې پوځي تمرینات (ترسره) کوي.
ب: افغان کرکټ لوبډله خپله وروستۍ لوبه له زمبابوۍ سره (ترسره) کوي.
ج: حکومت د ولسي جرګې انتخابات نه (ترسره) کوي.
د: د سولي عالي شورا نن عمومي غونډه (ترسره) کوي.
ه: هندوستان اوفرانسه ګډه سمندري مانوره (ترسره) کوي.
(ترسره کول) د جملې داسي خبر دی چي هم ولسي ريښه نه لري او هم يې جمله بې ضرورته اوږده کړې ده،. راسئ د دې خبري د ثبوت لپاره له پورتنیو جملو څخه په قوس کي نيول سوی (ترسره) کلمه ليري کړو، راته څرګنده به سي چي جمله هم لنډه او هم ولسي محاورې ته نژدې سوې ده.

۳: افغان ولسمشر له تاوده هرکلي سره مخ سو اوکه تود هرکلی يې وسو؟
دا يا دې ته ورته جمله هره ورځ په رسنيو کي اورو او لولو يې. (هرکلی) ترکيبي فعل دی چي معمولا د منلو، ميني کولو، خوښولو، ستايلو او احترام لپاره استعمالېږي. دغه ډول په تشريفاتي چارو کي هم کار ځني اخيستل کېږي چي د (هرکله راسئ!). (هرکله داسي کار وکړئ!) (هرکله داسي خبري وکړئ!) له جملې څخه جوړ سوی دی. دا فعل په يوه ولسي لنډۍ کي هم راغلی چي وايي:
هرکله راسې د يار غمه
که سل مي نور وي، يو به تا پر تندي وړمه.
کله چي يو مسافر کور او کلي ته ځي، نو د خپلوانو له خوا هرکلی ورته ويل کېږي يا کوم مېلمه يو ځای ځي، نو خلک يې د ميني او احترام له امله هرکلی کوي يا هرکلی ورته وايي. د پښتنو په ولسي هرکلي کي معمولا دا جملې ډېري ويل کېږي: هرکله راسې، خدای دي راوله، دا ستاسي خپل کور دی. ستاسي يې قدم زموږ يې ليمه، خو پر دې جملو سربېره عملي بڼي هم لري، لکه په غېږ کي نيول، روغبړ ورسره کول، لنګوټه ورتړل، مېلمستیا ورته جوړول چي د درناوي او ملاتړ دې دود ته (هرکلی) وايي.
دلته (هرکلی) فعل او (تود) يې صفت دی. په نحوي لحاظ (تود هرکلی) د (ولسمشر) تابع عبارت دی چي معنوي حالت بيانوي. که د يو چا د سياست، وينا، عمل يا عکس العمل په اړه خبر جوړووو، نو دوه اړخونه مهم دي: يو عمل او بل د عکس العمل لوری. (هرکلی) متعدي فعل دی، ياني فاعل يې معلوم دی چي خلک، سياسي ګوند، د سيمي خلک، قوم او يا به تنظيموونکی شخص وي. زما هدف دا دی چي د فتوا، فرمان، سياست، وينا او شخص هرکلی کېږي، ستايل کېږي، خلک يې خوښوي، ملاتړ يې کوي او يا يې درناوی کېږي، خو هرکلی نه جسم لري او نه حرکت لري چي د ژوندي موجود په بڼه دي له کومي وينا، عمل يا شخص سره مخ سي. ښايي ځوانو خبريالانو د زړو ميرزايانو د دې جملې تقليد کړی وي چي وايي (( با استقبال ګرم مردم روبرو ګرديد)). اسانه او لنډ ويلای سو : (( هرکلی يې وسو يا هرکلی ورته وويل سو)).

۴: يوولس ميليونه خلکو نوم ليکنه کړې او که يوولس ميليونه خلکو نومونه ليکلي دي؟
دا جمله هم هره ورځ په رسنيو کي پورته کښته کېږي چي دومره خلکو د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره نوم ليکنه وکړه. (نوم لیکنه) عبارت يوازي د نوم ليکلو حالت نه بيانوي، بلکي د ټول بهير نوم دی، د نوم ليکني پلان، مقررات، پرسونل، دفترونه، بوديجه او وسايل ټول د نوم ليکني د بهير برخي بلل کېږي، خو دا چي يو څوک دې دفتر ته ورځي او د انتخاباتو لپاره نوم ليکي دا فعاليت د نوم ليکني ټول بهير نه احتوا کوي، بلکي يوازي د دې بهير پر يوه برخه دلالت کوي. اسانه او لنډ ويلای سو چي د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره يوولسو ميليونه خلکو نومونه ليکلي دي.

۵: د (رحم) کلمې بې ځايه استعمال
رحم انساني عاطفه ده چي معمولا د ژونديو موجوداتو په ليدلو، ځورېدلو او شکنجه کولو سره راپارېږي، خو اوس يې ځيني ميرزا ډوله خبريالان د جماداتو، مايعاتو او کانونو لپاره هم استعمالوي لکه تاريخي ابدات، اوبه او کانونه يادولای سو چي دا يې مثالونه دي:
الف: تر ځمکي لاندي اوبو څخه په ډیري بې رحمۍ استفاده کېږي.
ب: د کندهار په زاړه ښار کي له څلوېښتو کالو راهيسي په ډېره بې رحمۍ سره کيندنې کېږي
ج: د هلمند د رخام ډبره په ډېره بې رحمۍ سره غلا کېږي.
زما په نظر د ( بې رحمۍ) پر ځای د غلا، بې غورۍ، بې احتياطۍ، ناقانونه او غلا کلمات مناسب بديلونه دي، مثلا پورتنۍ جملې داسي ليکلای سو:
الف: تر ځمکي لاندي اوبه په بې غورۍ او بې احتياطۍ سره کارول کېږي.
ب: د کندهار په زاړه ښار کي له څلوېښتو کالو راهيسي ناقانونه کېندني کېږي.
ج: د هلمند د رخام ډبره غلا کېږي.