کور / راپور / کاڼه غوږونه او د عفريت اوازونه!

کاڼه غوږونه او د عفريت اوازونه!

 

ليکنه: عبدالحلیم حلمیار

ځيني خلک د رهبر او سياستمدار په تفکيک او ماهيت نه پوهيږي، نو په سياست به يې څه پوه سي؟ دلته هغه خلک سياست کوي، چي سياست نه پيژني، نو سياسيون به څنګه وپيژني؟ په دې وطن کي خياطان او موچيان د سياست غوږونه او مهرې دي، دلته د بطلان ژبي چليږي، هر څوک د حق چيغي وهي، پيريان د عفريت ځوابونه درکوي.

غوږونه کاڼه دي، ژبي د سقوط په طلسم مبتلا دي. نن د وطن زمريان ويده دي، نن د هيواد غاور شهيد دی، اوس د نجات راوي خفه دی، تش ميدان دی، اوس د حق پاسبان خاموش دی.

هر څوک د قدرت په نيلي سپور دی، نه پوهېږم چي دا کور اوس د چا کور دی؟ چا ګټلی دا هيواد په توره يا وچ زور دی؟ او چاته پاته يې سبا بيا بل پيغور دی؟ څوک اصلي مالک ددې وطن دی؟ څوک راغلی د بل لور دی؟ او باالخره مسکين و غريب ملت خو واکمن يې په نس موړ دی. په دې خاوره کي هر څوک او هره څېره مدار د اعتبار ګرځي. اوس قضاوت هم انقضا لري.

قانون هم جوړېږي او قوت هم موندل کېږي. دلته هرځای محکمه ده، د ښه او بد ټاپې هر ځای لګېږي، هر څوک د قضا پر مسند ناست دی او حکمونه د هر چا چلېږي. نه پوهېږم څه ډول حالت دی؟ څه روان دي او څه تيريږي؟ اوس دلته بې تعليمه معلم دی او عالم ته درس ورکوي.

شاګرد استاد رهبري کوي. تياره رڼا ته لار ښوونه کوي. بېسواده سواداره ته هدايت کوي، ړوند بينا لاري ته برابروي او کوڼ د سامع ترجماني کوي. دلته د مخاطب پر ځای ځواب بل څوک درکوي، دلته د غايب پرځای حاضري بل يو لاسليکوي او تاته د سوال (در) خپله ځواب نه درکوي.

دلته د ملت سره هم سياست کېږي، دلته د شخصي نظر سره هم حسادت کېږي، اوس له فرهنګ سره هم عداوت کېږي، آن د ملي منافعو سره لوبي او خيانت کېږي.

د وطن سره ظلم روان، د خاوري سره جفا کېږي. اوس د ۲۱ پېړۍ تاريخ ليکل کېږي، حقايق نه کتمانيږي او د وخت جبر نه پټېږي. هره معامله ثبتېږي او هره حماسه ستايل کېږي. پخواني شعارونه به له عمل سره مقايسه کيږي او حق به حق دار ته رسيږي.

وخت به هر څه ثابت کړي، زمان به د حق او باطل مېزان برابر کړي. انسان به د وينا او عمل په توپير پوه سي. عدالت څوک نه سي، محوه کولای، د وخت پرېکړي به بيا انقلاب راولي او هر چا ته به د خپلو آعمالو عمل نامه ورکړي.

که وطن پلورونکي ملت محاکمه نه کړي، د الله (ج) په محاکمه کي به محاکمه سي. هيڅوک هم د ملت د مال هاضمه او معده نه لري. دا ولس به د حساب پر ځای د هر څه حساب کوي او خپل حق به له هرچا څخه اخلي.

دداسي يوې ورځي او صحنې په هيله! چي حق حقدار او کار اهل کار ته وسپارل سي، نه جګر جنرال ته او دا وطن نور د ټولو مظالمو او بدبختيو څخه خلاص سي.

آمين يارب العالمين