کور / سياسي / حزب اسلامي د بي ځايه او بي ثمره فيصلو له امله دوهم وار ټوټه ټوټه سو

حزب اسلامي د بي ځايه او بي ثمره فيصلو له امله دوهم وار ټوټه ټوټه سو

ليکوال:ع، سباوون

د پروند ۰۹/۱۲/۲۰۱۹ راهسي پر خواله رسنیو باندي د څو با اثره اشخاصو چی تقریباً شمیر یی تر پنځوسو او یا تر شپیتو افرادو رسیږی، چی ګواکي دغه خلګ د حزب اسلامي افغانستان ګوند څخه د پریکون اعلان کړئ دئ.
پر خواله رسنيو چي نومونه ښودل سوي دي (او خلګ ډیر پاک خلګ بولي او ددوئ خبره تر کومه حده بنیاد لري لږ به  ماضي ته فکر وکړو).په دنیا کی هر سیاسي ګوند خپل ځان ته یو مفکوره ،اصول او اساس لري چي حدود او قیود لري او ددي اساس مطابق په خپلو حدودو کښي د هر يو شق پابندي د ګوند له امیره ونيسه بیا تر ارکان او هسي یو حمایتي پوري لازمه ده او تر شخصي مفاد به ګوندي یا جماعتي مفاداتو ته په کاکه ژمن وي.
هر ګوند د امارت لپاره خپل ټاکلي مدت لري تر کوم مدت د ختميدو نه پس به بیا په ګوند کي دننه د امارت لپاره وړ کسان ټاکي تر څو د هغو د پاره رايي واچول سي او د راتلوکي ټاکلي مدت لپاره يو وړ کس د ګوند امير منتخب سي.
حزب اسلامي هم يو داسي جوړ کړل سوئ، په نامه اساس لري چي د کاغذ پر مخ خو ټول ټکي یی په پام کښي نيول سوي دي اما عملي برعکس دئ.
د ګوند امير د ګوند لپاره د شپون حيثیت لري کوم چي د هر قسم حالاتو مدافع وکيل په حيث د خپل ګوند لپاره کار کوي ترڅو د مخالفو ګوندونو لخوا متهم نسي.
د حزب اسلامي د ورځ په ورځ د ناکامئ هم يو ستر سبب د غلطو فیصلو کول،د بي ځایه او بي ثمره فيصلو کول،کار نا اهل ته سپارل، په ګوند کي اقرباء پروري کول،کشران او بي تجربي ځوانانو ته په حزب کي لوړ اختیارات ورکول هغه بي نشانه د لیندئ لویدلی غشي دي چي د حزب وجود يي ټول زخمي زخمي کړ.

ده اتحاد جمایر(شوروي اتحاد) د ماتیدو او شکست خوړلو نه پس په اتیایمو او نیوی يمو لسیزو کښي د حزب اسلامي رهبری شورا پريکړه وکړه ترڅو خپل امير د ټاکنو له لاري وټاکي خو د حزب اسلامي تقاعد سوئ امير ګلبدین حکمتیار د رهبري شورا دا خبره رد کړه او ویی ویل چي تر هغه وخت د امارت د ټاکنو زمینه نده مساعده تر څو د افغانستان حکومت يوي خواه ته سوئ نه وي. ټاکني پاته سوي…..( د اساس نامي نه سرغړونه)
دا څلوښت ۴۰ کاله  کیږي چی نه د ټاکنو زمینه برابره سویده او نه په حزب کي بل داسي وړ کس موندل سوئ دئ چی د تقاعد سوي امير ګلبدين حکمتیار تشه ډکه کړي ځکه نو پس له څلويښت کاله همهغه امیر د جماعت دئ.
په حزب اسلامي داسي جانثار او تقوا داره قومندان شتون لري چي د خپل آخرت او د اولس په ګټه تر هر څه مادي ګټو تیر سوي دي ( حزب دا نه معني چي کوم ځاي کي چی حکمتیار وي، بلکه حکمتیار هم د یو بل رکن په صفت حزبي دئ، حکمتیار یو جزء دئ او تاسو ته شه معلومه ده چي جزء د کل تابع دۍ). او د حزب (امپراتور) په دا شل ۲۰ کاله کي دا تپوس ونکئ چی هغه فلان کس چيري دئ؟؟
ژوند یی څنګه دئ؟ څه پر تيريږي؟
هغه اکثره د حزب په نامه یا د بل ساسي ګوند د ګټو په خاطر ترور سو او يا کوم چي ژوندي دي اوس هم د حزب د امير په کړنو متهم دي او هغه حزبیانو ته صرف د یو پيغور په شان یی خلګ ور یادوي همدا یی ګټه ده بس…
پخواني حزب اوس مطلق د حکمتیار او دده زومانو(دامادها) او د حکمتیار د زامنو یوه ډله ده.او یا هغه خلګ ورپسې دي چاته چي حکمتیار هر حکم د منلو وړ وي که څه هم شکایات و بل ته کوي خو حکمتیار ته مطلق سر ښوروي تر څو ددغه په بدله کي امتیازات لاس ته راوړی.
کیداي سي دغه سړي رواني ناروغي لري….
د ظاهر شاه سره ده مشکل درلود.
د داود خان سره ده مشکل درلو.
د نور محمد ترکي سره ده مشکل درلود.
د حفیظ الله امین سره ده مشکل درلود.
د ببرک کارمل سره ده مشکل درلود.
د مجددي سره ده مشکل درلود.
د مسعود سره ده مشکل درلود.
د ربانی سره ده مشکل درلود
ده ملا عمر سره ده مشکل درلود.
د شیخ جمیل الرحمن سره ده مشکل درلود.
د کرزي سره ده مشکل درلود.
د ایران سره ده مشکل درلور
د اشرف غني سره دئ مسکل لري

او نن ۱۰/۱۲/۲۰۱۹ باندي بیا بیان ورکوي د همایون جریر( د حکمتیار زوم) په ژبه ” کوم کسان چي پر خواله رسنیو رسنیز سوی دی چي ګواکي دوي د حزب څخه جلا والئ اعلان کړئ د حزب مهم غړي نه دي. او په لسټ کي يو څه نومونه نا سم دي.
نو همایونه!  د حزب مهم غړئ ته یی؟ ؟
د حزب مهم غړئ غرږیرت بهیر دئ؟؟؟
سبان الله …..

دا سړي
دوي وایی چي:
چی پروند په پارلماني چاروکي د دولت وزير ښاغلی ډاکټر غلام فاروق وردګ په مشري د حزب اسلامي د ځينو نورو مهم غړو د حزب اسلامي سره د پريکون اعلان وکړ  د حزب اسلامي د رهبرۍ شوری  مهم غړو کي ۱)قاضي امین وقاد،
۲)جمعه خان همدرد،
۳)مولوي سرفراز،
۴)وزیر  اکبر ایازي،
۵)مظفرالدین یمین،
۶)عبدالروف ابراهیمي
۸)د سمنګان والی لطيف ابراهیمی
۹)،وحیدالله سباوون
۱۰)،مشاور واحدی
۱۱)،د روزګان والی اسدالله سعید،
۱۲)د لغمان والي آصف ننګ،
۱۳)د تخار امنیه قومندان قانت بشیر،
۱۴)د وردګو د شورا رئیس انجینئر سیدالرحمان ستار،
۱۵)د میدان ښار قومندان عزت الله نوري،
۱۶)سرکاتب،
۱۷)د زابل د ولایتی شورا غړۍ حمیدالله توخي،
۱۸)د کنړ د خلګو استاذئ ضیاءالرحمان کشمیر،
۱۹)قدیر کریاب ،
۲۰)اکبر بارکزئ،
۲۱)د اسلامی حزب د دارلانشاء رئیس مولوي جان محمد،
۲۲) محمد نادر افغان،
۲۳) د غزنی پخوانئ والی فيضان الله فيضان،
۲۴)قومندان ذاکر،
۲۵) د کابل د خلګو استاذي حاجی خان محمد وردګ،
۲۶) د بغلان د خلګو استاذي شهباز،
۲۷) د نورستان د خلګو استاذي اسماعیل عتیکان،
۲۸)د خوست د خلګو استاذي ډاکتر خاورین،
۲۹)د پکتیا د خلګو استاذي خالد اسد،
۳۰)د بلخ د خلکو استاذي ګل رحمان همدرد،
۳۱)جمال الدين حکمتیار،
۳۲)زمان مزمل،
۳۳) ډاکټر احمد خندان،
۳۴)د لوګر عمومي قومندان حاجی احسان الله،
۳۵)قومندان ابوبکر،
۳۶)د بدخشان د خلګو استاذي خردمند،
۳۷)حاجی الماس زاهد،
۳۸)د کاپسږیسا د خلګو استاذي اقبال صافي،
۳۹)د افغان حکومت مشاور طاهر صافی،
۴۰) د لغمان د خلګو استاذي انجينر قرار،
۴۱) د ننګرهار د خلګو استاذي انجینر غفار،
۴۲)د بغلان قومندان ميرویس،
۴۳)ډاکټر بارکزئ،
۴۴)حاجی حیات ازروال،
۴۵)حاجی شراف الدین د حکمتیار نظامی ویاند،
۴۶)هارون زرغون،
۴۷)صمیم شفیق،
۴۸الله ګل،
۴۹)محمد امين کريم
او يو شمیر نورو مخکښو کسانو له حزب اسلامي څخه خپله لار جلا کړه.