کور / #PTM / ايمل خان سل کلن تحريک له يو کلن تحريک سره پرتله کوي

ايمل خان سل کلن تحريک له يو کلن تحريک سره پرتله کوي

ليکوال:  ح ،حقوېش

د باچاخان بابا ډير لوى او منظم تحريک وو، باچاخان بابا خپله تګلاره لرله چي د هغې تګلاري له امله په لکونو پلويان لري او ورسره ملتيا کوي. دا تګلاره له باچاخان بابا، عبدالولي خان ته او له عبدالولي خانه اوسني مشر اسفنديار ولي خان ته ورپاتې ده، بايد هر څه هم دغه اسفنديار ولي خان کنټرول کړي. خو په اوس وخت د ياد ګوند د مشر زوى ايمل ولي په نوي راټوکيدلي تحريک په وارو وارو نيوکي کوي. له دې تحريک سره يې په پلويانو ږغ وکړ چي پريکون وکړي، خپل مشران غړي يې له ياد تحريک سره په ملتيا له ګونده وشړل، او داسي نور ډير څه يې وکړل. اوس يې بيا په يوه غونډه کي ويلي دي چي له تحريک پوځ ملتيا کوي، څنګه ما رايي وبايللې او هغوى د پوځ په شتون کي وګټلې. بيا وايي چي زه څنګه خپل تحریک ختم کړم او پي ټي ایم پسې روان شم. بيا وايي چي د پي ټي ایم غړي ماته ښکنځل کوي.
لومړى خو ايمل ولي خانه دا هر څه ته د خپل ګوند په زيان او په پښتنو کي د کرکي خپرولو لپاره کوې، لکه څنګه چي ما مخكي وويل د باچاخان بابا تحريک ډير پخوانى او منظمه تحريک دى، نو د يو داسي منظمه او پرمختللي تحريک د مشرتابه کميټۍ غړى څنګه دا خبره کوي چي زه څنګه خپل تحريک پرېږدم او پي ټي ايم پسې روان شم. بل د پي ټي ايم مشر يا کوم بل يوه خو به تاته کله دا وړانديز هم نه وي کړى چي ته د دومره قربانيو سره سره خپل تحريک پريږده او ما پسې شه، نه! هيڅ وخت د پي ټي ايم مشر او نور غړي دا جرات نه کوي چي د باچاخان بابا تحريک ته په دومره کمزورې سترګه وګوري. بل د پي ټي ايم مشر منظور پښتون خپل هر غړي ته وايي چي هر څوک پي ټي ایم ته بد وايي خو تاسو به جواب نه ورکوئ.
بل ايمل خانه د پاکستان هر حکومت چي جوړيږي هغه د پوځ په مټ جوړيږي، او د پارلمان يا د صوبايي اسمبلۍ غړي هم تر ډيره د پوځ په مټ بريالي کيږي. لکه څنګه چي اوسنى حکومت د پوځ په مټ جوړ شوى دى همداسي هغه پخواني حکومتونه هم د پوځ په مټ جوړ شوي وو، نو د وزيرستان د دوو غړيو قومي اسمبلۍ ته بريالي کیدل هم کومه ګناه نه ده. ټولټاکنې وې که د پي ټي ايم قام پرسته ملګري د ازاد رقابت له لاري بريالي شوي دي هم د خپلي سيمي د ګټو د خوندي کېدو مسوليت ورله غاړې ده، د خپل وطن د وسائلو خبره په نره کوي. که ته بريالى شوی وى نو هم به دي دغه خبره کوله کومه چي علي وزیر او محسن داوړ کوي. ته بايد خوشحاله شې چي ستا بیانیه دوى واړندې وړي.
د باچاخان بابا تحریک يو نه ختم کیدونکې تحریک دی، ډاډ اوسه دا د همدې سل کلن تحریک برکت دی چي نن يوځل بيا پښتانه زلمي ډګر ته راوځي د جابر او ظالم ریاست په وړاندي ودريږي او د خپل حق غوښتنه کوي.