کور / راپور / د اسلام اباد اسلامي پوهنتون کي د زده کونکو ترمنځ شخړه کي يو کس وژل سوی دی

د اسلام اباد اسلامي پوهنتون کي د زده کونکو ترمنځ شخړه کي يو کس وژل سوی دی

د اسلام اباد په اسلامي پوهنتون کي د زده کونکو ترمنځ جګړه سوې چي پکي يو نفر وژل سوی او په لسګونو نور کسان ژوبل سوي دي.

شخړه په پوهنتون کي د دوو ګوندونو ترمنځ پېښه سوې ده، چي پکي د اسلامي جميعت طلبه يو زده کونکی وژل سوی دی.

د جميعت اسلامي ګوند ويلي، چي په پوهنتون کي ددوی غونډه روانه وه چي سرايکي او د پوهنتون کونسل ورباندی بريد کړی دی او ددوی د ګوند يو غړی طفيل الرحمن وژل سوی دی.

دا پېښه پر داسي مهال رامنځ ته سوې چي په لاهور کي د زړونو په يو روغتون کي د ډاکټرانو او وکيلانو ترمنځ شخړه کي څلور ناروغان وژل سوي او ګڼ کسان ژوبل سوي هم وه.

.