کور / راپور / کلاسيف الله کي د بس د ټکر له امله ۱۲ مسافر په مړه سوي دي

کلاسيف الله کي د بس د ټکر له امله ۱۲ مسافر په مړه سوي دي

د کوزي پښتونخوا په کلاسيف الله کي د مسافرو ګاډۍ د تيلو د يو موټر سره ټکر سوی او ۱۲ کسانو پکي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا پېښه نن سهار هغه مهال رامنځ ته سوه چي د ډېره غازي خان څخه کوټی ته پر لار د مسافرو بس موټر د کلاسيف الله په مسلم باغ سيمه کي د تيلو د يو موټر سره ټکر سو.

د راپورونو له مخي تر دا مهاله ۱۲ کسان په حق رسېدلي او ګڼ نور ژوبل دی.

راپورونه وايي، چي په پېښه کي ګڼ کسان سوځېدلي دي او ژوبل کسان د کوټي روغتون ته لېږدول سوي دي.

ټرافيک وايي، چي ډېر وخت داسي پېښي د موټرچلونکو د بې پروايي او تېز رفتار څخه رامنځ ته کېږي.