ميرزا ډوله خبریالان او لیکوالان /اته ويشتمه برخه

Aziz Rahman Hazim | دسمبر 13th, 2019


ليکنه: عبدالنافع همت


——————————-
۱: د مړي د جنازې او فاتحې اعلان به څنګه ليکو؟
اعلان د فورم او ژانر له مخي د ژورناليزم په کورنۍ پوري اړه لري او په دې کورنۍ کي بيا د خبر فورم ته ورته دی. په معاصر ژورناليزم کي بايد د خبر معلومات د سرچپه هرم په ډول سره واوډل سي، ياني مهم معلومات په سر کي ياد سي او وروسته جزيات ياد سي. د مړي په اعلان کي خلکو ته لومړی دا مهمه ده چي څوک مړ سوی او څه وخت مړ سوی دی، بیا دا ټکی ارزښت ورته لري چي جنازه يا جسد يې چېري پروت دی، بيا دا خبره ورته مهمه ده چي څه وخت او په کومه هديره کي ښخېږي، خو زموږ خبريالانو ته د پېړيو پېړيو راهيسي دا ميرزايي فارمټ يا جوړښت ورپاته چي له نوي ژورناليزم سره سمون نه لري او خورا زوړ جوړښت دی. ميرزايان او د هغوی تقليد کوونکي د مړيني اعلان د هغه د خپلوانو په لیست پيل کوي، په دې لیست کي د مړي د هر خپل (قريب) نوم، تخلص او وظيفه يادوي او په پای کي د مړي نوم يادوي. د ځينو مړو خپلوان دومره ډېر وي چي له سړي څخه ژوندی پکښي ورک سي، څوک نه پوهېږي چي څوک مړ او څوک ژوندی دی. زما په نظر اسانه او مسلکي لاره یې د سرچپه هرم په بڼه د معلوماتو اوډل دي. اول د مړي نوم او بيا د مړي د ښخولو ځای او وخت ياد سي، تر هغه وروسته دي د مړي د خپلوانو لیست خپور سي. د خپلوانو يادونه له دې امله ضروري ده چي يو د مړي خپلوان خبر سي او بل لوستونکي يا اورېدونکي مړی د هغه د خپلوانو په مرسته ښه وپېژني. څرنګه چي مخکي مي وويل د مړي اعلان د خبر ژانر ته ورته دی، نو بايد سرليک يا لیډ ولري، د بېلګې په ډول د مړي اعلان په دې ډول ليکولای سو:

جنرال احمدالله احمدزی نن سهار لس بجې په کابل کي وفات سو
————————————————————
د ارواښاد د جنازې پته: د ارواښاد خپل کور، نعيم کوچی پلازه، څلورم منزل، شلم نمبر کور، د افشارو کوڅه، خوشال خان مېنه، کابل
هديره: شهدای صالحين، کابل
وخت: سبا ماپښين دوې بجې
خپلوان:
الف: ……. زامن
ب: …….. لوڼي
ج: …….. وروڼه
د: ……..زومان
ه: نور خپلوان: …..

د اعلان سرلیک د مړيني په کيفیت پوري اړه لري، که چا وژلی وي او مرګ یې سپېڅلی بولو نو شهيد ورسره لیکلای سو، که د کومي حادثې يا ناروغۍ له امله مړ سوی وي، نو وفات ورته ويلای سو. څرنګه چي اوس وخت کم دی او خلک د اوږده متن د لوستلو لپاره وخت نه لري، نو دې ټکي ته ضرورت نسته چي د ورپېښي ناروغۍ له امله وفات سو او يا د وطن د دښمنانو له خوا په بې رحمانه ډول ووژل سو، زما په فکر دا معلومات کفايت کوي چي سړی مړ سوی او که وژل سوی دی. هغه څوک چي د مړ سوي يا وژل سوي شخص په اړه نور معلومات غواړي د جنازې او فاتحې پر وخت يې د هغه له خپلوانو څخه پوښتلای سي.
د فاتحې اعلان هم په دې ترتيب لیکلای سو:

د ارواښاد جنرال احمدالله احمدزي د فاتحې اعلان
———————————————-
الف: د نارينه وو لپاره د فاتحې ځای: کويټي مسجد، خوشال خان مېنه
ب: د ښځينه وو لپاره د فاتحې ځای: د ارواښاد خپل کور
ج: وخت: د عقرب اووه ويشتمه نېټه، د شنبې ورځ، له يوې تر دریو بجو پوري.

Copyright Larawbar 2007-2024