کور / راپور / د بشري حقونو سازمان: د پاکستان خفيه ادارې دي ادريس خټک ژرترژره خوشي کړي

د بشري حقونو سازمان: د پاکستان خفيه ادارې دي ادريس خټک ژرترژره خوشي کړي

د بشري حقونو سازمان د پاکستان پر حکومت ږغ کړی چي د بشري حقونو د فعال ادريس خټک په راخوشي کولو کي چټک ګامونه پورته کړي.

ادريس خټک چي په خيبر پښتونخوا کي يې د بشري حقونو د ساتني لپاره ږغ پورته کړی وو، د استخباراتي ادارو لخوا تښتول سوی دی.

نوموړی د تېري نومبر میاشتي پر ۱۱ نېټه پېښور ښار ته نژدې مخ پټو وسلوالو وتښتاوه او تراوسه د هغه د ځای ځايګي په هکله مالومات نسته.

د بشري حقونو سازمان تېره ورځ ويلي چي د پاکستان حکومت په زوره خلګ لادرکه کوي او په پټو زندانونو کي يې ساتي.

دغه سازمان دا هم ويلي، چي د پاکستان د خفيه ادارو لخوا په زرګونو کسان وژل سوي او ډېر شمېر اوس هم لادرکه دي.