کور / راپور / غزني کي طالبانو ۲۵ افغان سيمه ايز سرتېري وژلي دي

غزني کي طالبانو ۲۵ افغان سيمه ايز سرتېري وژلي دي

د غزني په قره باغ ولسوالۍ کي طالب وسلوالو د سيمه ايزي اردو ۲۵ سرتېر وژلي دي.

د غزني ولايي چارواکي وايي، چي تېره شپه طالبانو په قره باغ ولسوالي کي د سيمه ايزي اردو پر يوې پوسته بريد کړی او ۲۵ سرتېري یې وژلي دي.

د قره باغ ولسوال غلام حبيب دا پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي، چي طالبانو د سرتېرو وسلې او مهمات هم د ځان سره وړي دي.

د راپورونو له مخي دغه بريد د طالبانو د يو نفوذي کس په ملاتړ سوی چي د سيمه ايزي اردو په ليکو کي يې ځان ثبت کړی وو.

طالبانو د پېښي مسؤوليت منلی او ويلي يې دي چي ۳۲ افغان سرتېري يې وژلي دي.